(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مشرانو جرګې غونډه

[08.Oct.2016 - 21:49]

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو جرګې غونډه جوړه شوه
په 30-09-2016  ۰نېټه دالمان د هورت په ښار ایونټ پلاسټ  کې د ګوند دمشرانو جرګې ازاده غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې پښتنو ته ورپېښو ستونزو او د هیواد په روانو کړکیچنو سیاسي حالاتو، دنورو سیاسي ګوندونو اوټولنو سره په ګډو موخو او ټکو دګډ کار په کړنلاره او دغه راز د پښتنو د یووالي ورځې (۱۲ نوامبر) د نماځلو په بڼه هر اړخیزه رڼا واچول شوه، او د ګوند دمالي چارو راپور وړاندې شو. له مشورو او غور وروسته  لاندې پریکړې وشوې
۱) د پښتنو یوولي ورځ (۱۲ نوامبر ) دې دیوې درنې غونډې په ترڅ کې دپوهنیز سیمینار او په جشني بڼه ونمانځل شي، داچې اوسمهال په مناسب وخت کې د ځای (هال) پیداکول ستونزمن دي،نو راتلونکې کال لپاره دې د پښتنو د یووالي ورځې د نمانځلو لپاره دځای (هال) د پیداکولو تابیا وشي. دغه راز یادونه وشوه، که چیرې د انګلستان څانګه سږکال په برمنګهم اویا بل ښار کې ځای (هال) پیداکړي،نودپښتنو یووالي ورځ به په انګلینډ کې ونمانځل شي
۲) له هیواده بهر په جرمني اوبیا په نورو اروپايې هیوادونواو ورپسې په لویه پښتونخوا کې له نورو سیاسي ګوندونو، ټولنو اوسړیتوبونو (شخصیتونو) سره په ګډو موخو دې دمشورو وروسته ګډه غونډه راوبلل شي، تر څو یو بنسټ جوړ شي، داچې کومو ټولنو او ګوندونو سره په دې هکله اړیکې ونیول شي، په راتلونکي غونډه کې به پریکړه وشي.
۳) دهیواد دګوندونو په قانون کې دقام په نوم دګوند رسمیت ته اجازه نه شته نو د ګوند دنوم دبدلون په هکله  او دغه راز په پورتنیو موضوع ګانو به په راتلونکي غونډه کې پریکړه وشي .
دمشرانو جرګې راتلونکې ازاده غونډه به د شونتیا ( امکان) په صورت کې د۲۰۱۶ ع کال د نوامبرپه لومړیو ورځو کې راوبلل شي، ترڅو د ګوند نورغړي پکې هم ګډون وکړاي شي
دګوند مالي راپور به هم په بله غونډه کې یوځل بیا وړاندې شي
په درناوي
نصیر ستوری

-
بېرته شاته