(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باچاخان په کابل کې

[19.Jan.2017 - 20:26]

باچاخان په کابل کې

لیک : تاریخپوه ایډوکیټ علي خان محسود

اوس خلک په دې پوه دي،چې هند ته خطره تل تر تله د شمال لودیځ نه پېښه شوی ده. لرې به نه ځو، چې څه وخت پېرنګي په هند  خېټه واچوله ، سمدستي ورسره خطره پیداشوه، چې موږ شمال لودیځ سوړ کړی نه وي، نو هند ته به خطره وي. لومړي سر کې یې افغانستان د خدای په قهر ککړ کړ. بیا ورته زار روس بلاشو، افغانستان په مینځ کې دوړه شو، نیم پېرنګي  بیل کړو، هغه بل اړخ ته د روس نیت ورته  هم خیرن وو.

د پېرنګي  سترګې تل شمال لودیځ ته وې، چې څه وخت په لومړي نړیواله جګړه کې زاري ختمه او سوشلستان په ۱۹۱۷ کې په قدرت راغلل، نو د پېرنګي  ډار  ډبل شو. افغانانو د غازي امان الله خان تر مشرۍ لاندې د پېرنګي  نه بهرنی واک بیرته واخستلو، په کور دننه دوئۍ مخکښ او هم واکمن ؤ. روس انقلاب او افغاني انقلاب په ریښتیا وار خطا کړی و.

په کوزه پښتونخوا کې باچاخان د پېرنګي   سره دسیاسي غیږې (کبډۍ) نیولو په تکل کې و. نو پېرنګیانو په هیڅ صورت  په خپلو پښو ولاړ افغانستان نه شو زغملی، نو دوۍ د غازي امان الله خان  د اصلاحاتو پر ضد  مذهب استعمال کړو.

د غازي امان الله خان اصلاحات یې د یو شوکمار تاجک او ځینو محمدزي سردارانو اومذهبي ټګانو په زریعه شنډ کړل.

 غازي امان الله خان هیواد پریښود او لاړ، د سقاو ځوې پېرنګیانو  د امان الله خان پر  خلاف د فرینچ لېدر

French Leather

   په بڼه استعمال کړ ، ددوۍ مقصد افغاني اصلاحاتو ته  خنډنه اچول و.

د سقاو ځوی یوه خوندوره خبره دلته لیکم: زه د وکیل نیک محمد سره شمال کوهدامن ته تللی وم، دغه د ۱۹۷۱ ع کال خبره ده، زما خیال دی، چې د شهید ډاکتر نجیب الله مشره خور دده میرمن ده، دې د شمال نه د افغانستان د پارلما غړی ؤ. ماته یې ویل، چې ستا د تاریخي خبرو سره ډیره مینه ده ، نو زه دې د سقاو د زوې د یو ملګري سره ملاقات کوم.  خوندوره خبره د سقاو د ځوې ملګري دغه وکړه، چې کله د سقاو ځوې د کابل په تخت پېرنګانو کښیناوه ، نو یوه ورځ د پېرنګیانو  سفیر دده ملاقات ته راغلی و، چې څه وخت سفیر د ملاقات خونې (کوټې) ته ننوت، نو د سقاو ځوې د دروازې پورې (شا) ته غلی و، برق یې پرې  مړ کړ، توره تیاره جوړه شوه. دسفیر   پنډی یې دشا نه توغړولې وې  سفیر په سالون کې منډې کړې وې، د سقاو ځوې پرې برق بیا بل کړی و، خندل یې سفیر ته وئیل : چې ما اوریدلي دي، چې پېرنګیان ډېر پیاوړي خلک دي، ته خو ډېر ټیزن وختې، باید ته پوه وایي ،چې دلته زما کوټه کې سپی نه شته. سفیر د پروتوکول نه مجبور و، ورته ویلې یې وو، چې علیحضرت چې تاسې په حقه یاست.

سفیر خپل حکومت ته لیکلي و، چې دغه په څلوروښپو ځناور خر خطرناک دی، ددې علاج پکار دی.

اوس دغه یوه ولسي ټوکه ده، چې د سټالین له خوا یو وفد راتلو، چې مشري یې یوې ښکلې روسۍ ښځې کوله، سقاو ځوې ډیر خوشاله و او دا یوه نوې خبره وه، خو دربار کې د حرامیانو کمی نه و. یو مجلس کې چا ویلې، چې سټالین زمونږ د پیاوړي علیحضرت خادم دین رسول الله د روسي ښځې برابر شماري، که څه ؟، په دې د سقاو ځوې ډېر سخت غوسه شوی و او د روسې سفیر ته یې ویلې و، که چیرې دغه ښځه راغله، نو زه به یې افغانستان کې چا ته واده کړم. همدغه وجه وه، د پېرنګیانو  مقصد پورا شوی و، دوۍ د جنرال نادرخان سره په پاریس (فرانس) کې خبره کړې وه او نادرخان ورته په جوته (ښکاره) د غازي امان الله خان د بیرته راوستو خبره کوله، مګر ددوۍ او پېرنګیانو  په مینځ کې د پټ پوهاوی (انډرسټینډینګ) دغه وو، چې پاچاهي به ددوۍ وي.

همدغه وجه وه، چې غلام نبي خان څرخي ، چې د امان الله خان د ځانګړو (خاصو) ملګرو نه و، دوۍ په بې رحمانه توګه قتل کړ، نورې ملي او ضدپېرنګي  سټې یې نسکورې کړې، سردار هاشم خان سم قصاب و.

ماته یو اپریدي ملک خبره کوله، چې څه وخت نادرخان پېښور ته راغی،نو ډین هوټل کې دیره شو، نور سرداران په ډبګرۍ کې شاهي میلمستون کې و، ځما خیال دی، چې نن سبا پکې دجونو(جنکو) ښوونځی دی، ده ویل: چې پېرنګیانو  د مومندو او اپریدو جرګه په پېښور کې جوړه کړه ، پیرنګی جګ شو او ویویل، چې پشتنو ستاسو د پلار او نېکه په تخت باندې یو غل او شوکمار تاجک ناست دی، ستاسو عزیز نادرخان راغلی دی له تاسو نه مرسته غواړي، تاسو د نادرخان مرستې کولو ته  تیار یاست؟ نو مونږ په یو غږ دخیر دوعا پرې وکړه. ما له دغه اپریدي نه تپوس وکړو، چې ستاسو خو تعلیم نه شته د پېرنګي  په انګریزۍ څنکه پوه شوئ؟. ماته یې ویل: چې پېرنګي  ټوله وینا(تقریر) په پښتو کې وکړ، خو افغاني سردارانو ته پښتو نه ورتلله، چې اوس پرې فکر وکړم عجیبه عزیزان و، چې پېرنګي  ته پښتو ورتلله او دوۍ (سردارانو) ته نه ورتلله.

تر دوېیمې نړیوالې جګړې پورې سردار هاشم خان دومره رېبل کړي وو، چې ددوۍ کورنۍ ښپې (پخې) په ځمکه لګیدلې وې. واک د سردار هاشم خان سره و، محمد ظاهر شاه خان خپلې میلې کولې.

سردار هاشم خان ته خپل او د پېرنګي  زور مالوم و،د پېښور د ګورنر ګنهګم سره یې دوستي او پاخه اړیکي و،د لر او بر پښتنو د ملي غورځنګونوپه ټکولو کې د یو بل سره کله په پټه او کله په جوته (ښکاره/ څرګنده) مرستې کولې، هم دغه وجه وه، چې خدايی خدمتګارو پرخلاف د پېرنګي  او افغاني منافقو واکمنو په چلن کې دومر توپېر و، چې پېرنګیانو  په ښکاره او افغاني سردارانو د پښتنو ملي غورځنګونه په پټه  ټکول. ددې څرګندې بیلګې دي.

چې څه وخت دوېیمه نړیواله جګړه پیل شو، نو افغانستان بې پلوه پاتې شو، کله چې د جرمني نازیانو نه شمال لودیځ له اړخه  هندته خطره جوړه شوه، پیل کې  روسیانو د هټلر نه ماتې پسې ماتې خوړله. جاپانیانو ختیځه اسیا په دومره توندۍ سره لاندې کړه، چې دوۍ برما ته راننوتل په کلکته یې بمباري وکړه، دغه په هند کې په پېرنګیانو ډېر سخت وخت و، ددوۍ دا خیال و،چې د روسې په لاره نازیان هند ته راځي او د ختیځ له اړخه جاپانیان.

په دې سخت وخت کې د شمال لودیځې سرحدې سوبې (اوسنۍ پښتونخوا ایالت) ګورنر ګنهګم کابل ته لاړ، سردار هاشم خان ته یې وویل: چې هندوستان مونږ بایلو، تاسو ته مونږ  لاندې پښتانه  درکوو، چې تاسو یې هند کې د اسلام تر نوم لاندې د جاپانیانو پر ضد وجنګوئ، خو دلته ربړه د خدایې خدمتګارو وه، چې ایا  دوۍ به دې لوبې ته غاړه کیږدي او که نه ؟ .

ګنهګم  سردار هاشم خان ته ویلې و، چې مونږ به  لاندې  ملایان، پیران، نوابان او خانان ددوۍ خلاف ګرم کړو، تاسو پاس قبایلي ملکان او حضرتان ددوۍ خلاف ګرم کړئ، خدایې خدمتګار به په ګډه وچتتاوه  (کرش کړو) او په سیاسي ډګر کې به د تورنګزو حاجي صیب زوی پاچا ګل نېغ په نېغه د باچا خان دکورنۍ سره په ډغره واچوو.

خبره تر دې رسیدلې وه، چې د پېښور د محبت خان جومات کې د جمعې د مانځه خطبه د ظاهر شاه په نوم ولوستل شوه.

په دې وخت کې خدایې خدمتګار په قبایلي علاقو کې خواره واره شوي و، په دې باندې  لاندې پیرنګیان او باندې د کابل محمدزي سرداران وارخطا شوي وو، تیرا کې سردار هاشم خان ددوۍ خلاف افغاني جاسوسان خواره کړي و،چې ددوۍ ناسته پاسته و څاري او دمشرقي نایب الحکومه جلال اباد ته ددوۍ به رپورټ ورکوي.

یوه اپریدي  پیرخدایې خدمتګارو ته ویلي و: چې تاسو په حقه یاست، خو زما لنګر ته پولیټیکل ایجنټ هره میاشت یوه بوجۍ چېني (بوره) ، دوه بوجۍ ورېجې او پينځه بوجۍ نورخوراکي توکي رالیږي، زما په لنګر کې  پېرنګي  او افغاني جاسوسان ناست وي،نو زه مجبور یم .

تاسو زما عزیزان یاست ، تاسو ته به زه سبا ترخې، ترخې خبرې وکړم، خو دغه به مکر وي، زما زړه له تاسو سره دی، زما مجبوري ده. په دوۍ کې  مشهور خدایې خدمتګار د پېښور د بهادر کلي عاشق شاه  پاچا هم و.

کله چې نازیان په سټالین ګراد کې ونښتل او روسیانو اول بلاک کړل او بیا یې  تسلیمولو ته اړ کړل،جاپانیان په برما کې ګډوډ شول ، دپېرنګیانو  لاړې تېرې شوې، پېرنګیانو سردار هاشم خان ته سترګې سرې کړې د خپلې ژمنې نه په څټ شول، سردار هاشم چوڼ هم ونه کړ. دوېیمه نړیواله جکړه د پېرنګیانو او امریکایانو په ګټه پایې ته ورسیدله.

لدې جوتیږي، چې شاهي کورنۍ څومره له ملي او ولسي غورځنګونو ډاریده او دوۍ په دې پوه وو، چې که خدایې خدمتګار روغ رمټ لوې افغانستان خاورې ته راګډ شي، نو پاتې افغانان به راته راویښ کړي، چې په دې ولسي ملي انقلابي زلزله کې به لومړی ددوۍ ماڼۍ نړیږي،په ښکاره به شاهي کورنۍ اوښکې   تویولې، مګر په حقیقت کې همدوۍ د پښتنو د یووالي او د لوې افغانستان د جوړیدو سخت مخالف وو.

 په هغه وخت کې، چې د هندوستان ویش (تقسیم) روان و، دوۍ هیڅ بنسټي ګام د یووالي لپاره وانخستو، مذبذب او ګونګ وو، دوۍ په دې ډېر خوشاله وو، چې د لوې هند برید د تورخم نه واهګه پنجاب ته کوز شو، دوۍ د پښتونستان چغه وروسته ددې لپاره کوله، چې مالي مرستې تر لاسه کړي، دوۍ د یووالي لپاره یو ډز هم په پاکستان نه دی کړی، بلکه د اړتیا په وخت افغاني پارسي ژبې بیروکراسۍ او د پاکستاني مهاجر او پنجابي بیوروکراسۍ د لاندې باندې پښتنو د سیاست نه خبرو سټو(خلکو) خلاف  ګډکار کولو، لاندې به په جیل کې اچول کیدل او باندې به چې لاړل د وریجو په تل به یې کښینول.

کله چې د هري پور جنرال ایوب خان ترین په ۱۹۵۸ ع کال کې د مارشل لا په زور د واک په ګدۍ قبضه وکړه، نو چرته به یې خولې نه د باچا خان لپاره دچاچا(اکا /کاکا/ تره) لفظ وتلی و، په دې باندې پاکستاني مهاجر او پنجابي بیروکراسۍ وارخطا شوي وو، چې پښتون جنرال باچاخان ته چاچا/چچا(اکا /کاکا/ تره)  وایې او کابل کې هم قزل باش شوي محمدزیان وارخطا شوي وو، چې لوبه خرابیږي، نو افغان حکومت سردارنو په پېښور کې افغان کونسلر ساپي صیب ته لارښونه ( هدایت) کړی وو،چې پوسترونه چاپ کړئ. ساپي صیب پوسترونه چې د نیشنل عوامي پارټۍ (نیپ) نوم پرې و، چاپ کړي و په پټه یې په دیوالونو سریښ کړي و، چې جنرال ایوب خان ته پکې سپکې سپورې او کنځل شوي وو، ددې پسې یې ځای په ځای وړې وړې چاودنې (دهماکې) هم کولې.

ایوب خان (نیپ) ته غوسه شوی و، ټول نیپ مشران یې جېل ته اچولي وو.چې څه وخت باچا خان او ملګري یې جېل ته شوي وو، نو بیا په سبا نه پوسټرې وې او نه چاودنې (دهماکې)وې.

  پاکستاني او افغاني بیروکراسي خپل مرام ته رسیدلي وو، د پېښور کونسلر انعام دغه و، چې په انډونیشیا کې سفیر شوی و.

دنیپ ملګري  او مشران د پوسټرو او دهماکو نه خبر نه وو، دوۍ د کابل او کراچۍ د دسیسو ښکار شول، دغه کار د محمد داؤد خان د صدارت په وخت کې شوی و،چې مونږ پرې نازیږو.

باچا خان ، شهید عبدالصمد خان کاکا او نور بې شمار پښتانه او بلوڅان پاکستاني جیلونو کې پراته وو، دوۍ ته یې داسې خواړه ورکول، چې د ځناورو د خوراک هم نه وو، ۱۷ کسانو ددې زهرجنو خوړو له لاسه خپل ژوند هم له لاسه ورکړ. د جېل نه خلاصون ددوۍ د جنازو په زریعه وشو.  امینسټي انټرنیشنل باچا خان زما په خیال ۱۹۶۱ ع کال یا ۱۹۶۲ ع کال کې داسې قیدي اعلان کړو چې انسانیت ته پېغور دی، ددوۍ ضمیر مړ دی.

باچا خان ډېر سخت ناروغ (بیمار) شوی و، د باچا خان د خلاصون لپاره په بین الاقوامي سطح باندې شور جوړ شو، چې دې کې امنیسټي انټرنیشل ډېرې منډې کولې

امنیسټي انټرنیشنل په خپلو اعلامیو کې ویل، چې د عدم تشدد ستر سالار پاکستاني ډیکتاتوري حکومت بندي کړی دی، دی صرف د جمهوري حقونو خبر کوي، خلکو ته حق غواړي، د ظلم او زور  زیاتي مخالف دی، دغه دده ګناه ده، دغه هر څه د عدم تشدد په لاره غواړي.

چې کله  د انسان دوسته قوتونو زور (دباؤ) ډېر شو ، نو جنرال ایوب خان باچا خان ، چې ډېر سخت ناروغه ؤ، خلاص کړو، ددوۍ دا خیال و، چې که په جېل کې ساه ورکړي، نو دا به خطرناکه پاېلې (نتیجې) ولري . ددوۍ دا خیال و،چې باچا خان هسې هم مرګ ته نژدې دی، که له جېل نه ورچانی (بهر/ دباندې) په حق ورسي نو ښه ده. دغه ۱۹۶۴ ع کال و، د بهر تګ اجازت ورکړی شو، خو صرف د پېرنګي وطن ته، چې درملنه (علاج) به صرف په لندن کې کوي.

باچاخان دوۍ د درملنې (علاج) لپاره باهر ته ځکه پرېښود، چې بین المللي حالات بدل شوي وو.

د پښتونستان طرفدار سردار محمد داؤد خان سپټمبر ۱۹۶۳ کې له واکه لرې کړی شو. دپاکستان او افغانستان اړیکې د داؤد خان نه پس بیرته نارمل شوې

د باچا خان دسنګر  ملګری د هند وزیر اعظم  جواهر لعل نهرو په ۱۹۶۴ ع کال  په مئ میاشت کې په حق رسیدلی و.

درېیم فکټور  د سویټ یونین (شوروي اتحاد) تکړه مشر خروشیف،چې د پښتونستان سخت طرفدار و، بې واکه شوی و. بې مالګې او پېکه  بریژینیف په قدرت راغلی و.

څه وخت چې (یو ټو) امریکنۍ جاسوسي الوتکه د بډه بیرې د هوایې ډګر نه پورته شوې وه، په سویټ یونین (شوروي اتحاد) کې دوۍ ویشتلې وه، برژینیف پاکستان ته سخت په غوسه و، له پېښوره يې سره کرښه تاو کړې وه، که چېرې جنګ شي، نو لومړي  به د دبډه بېرې اډه ولي.

پاکستاني، امریکني او پېرنګي مشران پوه وو، چې بهر دونیا کې د پښتونستان د غورځنګ هیڅوک پاتې نه دي،چې باچا خان سره  مرسته وکړي، سردار محمد داؤد خان او خروشیف بې واکه شوي وو او جواهر لال نهرو مړ شوی و.

چې څه وخت بابا د درملنې (علاج) لپاره لندن ته لاړو، دانسانیت پر بنسټ پېرنګیانو ورسره ښه سلوک وکړو، مګر د بابا د سیاسي هلو ځلو یې ځانونه خبر ساتل. د پاکستان د سفارت خو هډوله بل کار نه و،چې څوک به د بابا د لیدلو لپاره ورتلل، هغوۍ به یې څارل .

په دې مینځ کې امریکه میشت پښتانه خبر شوي وو، چې بابا لندن ته راغلی دی. دوۍ یوه ډلګه ګۍ (وفد) د ډاکتر اورنګزیب یوسفزي تر مشرۍ لاندې لندن ته رالیږلی و،چې  امریکا کې ډېر پښتانه ډاکتران وو، چې هغوۍ به دبابا سمه درملنه (علاج) وکړي، چې څه وخت پاکستانیان او پېرنګیان په دې خبر شول ، نو امریکایانو ته یې د بابا نه لویه بلا جوړه کړه، چې دا ډېر خطرناک سیاسي پښتون دی، چې هلته به په یونایټیډ نیشن (ملل متحد/اقوام متحده/ یو این او) درته څملي ، بیا به امریکا څه کوي، د پښتونستان ربړه به بابا  (یو این او) ته ورسوي.

 ډاکتر اورنګ زیب یوسفزي ډېر کوښښ وکړو، خو امریکا د پاکستان او پېرنګي په لمسون د وېزې د ورکولو څخه انکار وکړو او ډاکتر اورنګزیب  خفه بیرته امریکا ته لاړ.

بابا خو یو عام وګړی نه و، بلکه یو بین المللي شخصیت و، اخبارونو، رادیوګانو او تلویزونو به پرې تبصرې کولې  او دبابا هلې ځلې به یې یادولې.

دوۍ خو د امریکا وېزه ورنه کړه، په پاکستانیانو، پېرنګیانو او افغاني سردارانو داسې لوبه وشوه، چې ددوۍ خوب او خیال کې هم نه وو. هغه داسې، چې بابا ته د مصر انقلابي ولسمشر (صدر) جمال عبدالناصر له خوا بلنه ورکړل شوه. مصري حکومت بابا مصر ته بوتلو، دا ځکه چې بابا د پېرنګیانو خلاف و، جمال عبدالناصر دبابا د شخصیت او د استعمار( سامراج) ضد سیاسي مبارزې نه پوره  خبر وو او چې څه پاتې وو، هغه جواهر لال نهرو وخت په وخت انقلابي مشر ته ښودلي وو.

جمال عبدالناصر بابا ته په  اسوان علاقه کې یو ښکلی کور د اوسیدو لپاره ورکړو، عربو ورته ویلې وو، چې د سید جمال الدین نه مونږ ډېر څه زده کړي دي.  بابا ته یې ویل، چې تاسې هم افغان یاست ، ستاسو د استعمار( سامراج) ضد سیاسي مبارزه او زمونږ مبارزه یو بل سره سمون خوري. مصریانو د پېرنګیانو نه ډېر داغونه زغملي وو، چې جمال عبدالناصر په یو وخت د دریو سامراجي قوتونو (برطانیه ، فرانسه او اسرایل)خلاف وجنګیدو، نهر سویز (سویس کانال) یې ددوۍ نه واخست، قومي یې اعلان کړ .

برطانویانو یانې پېرنګیانو یهودي ریاست د عربو په سینه د خنجر په څېر ومنډه، دغه بربریت او ظلمونه عرب قومپرستو چرته زغملی شو، ځکه دوۍ دبابا سره د پېرنګانو د ظلم ډېر ښه درک کولی شو.

 هسې هم نړۍ په سامراجي کیمپ او ضد سامراجي کیمپ کې ویشلی شوې وه.

د پېرنګیانو او پاکستانیانو  خیال وو، چې که بابا لندن کې پاتې کیږي، نو ددوۍ تر نظر لاندې به وي او که بیرته پاکستان ته ځي، یا به کور کې نظربند وي او یا به په جېل کې وي.

چې څه وخت پاکستانیان، پېرنګیان، امریکایان او د کابل منافق واکداران خبر شول، چې بابا د انقلابي مشر جمال عبدالناصر میلمه شو، نو په دوۍ ټرار ولګیدو. په هغه وخت کې مصر د افریقې، ایشیا ، ان تر لاطېنې امریکا پورې ضد سامراج مرکز وو

ټولو انقلابي ګوندونو(تنظیمونو) په قاهره کې دفترې لرلې، مصر ورته پوره پوره اجازت ورکړی و. اوس د پاکستاني حکومت، پېرنګیانو او امریکایانو سره دغه ډار پیدا شو، چې مصر کې د باچا خان بابا موجودیت به ددې سبب شي، چې د پښتنو ملي غورځنګ به ددوۍ د اثر او رسوخ نه ازاد د نړۍ د نورو ضد سامراجي غورځنګونو سره رابطه او راشه درشه جوړه شي او دوۍ به هیڅ کوټلي (دقیق) مالومات نه لري، چې بابا څه کوي.

دافغان منافق شاهي حکومت سره بل ډار پیدا شو، چې تر اوسه پورې خو پښتونستان په نوم مرستې دوۍ راټولولې، د پښتونستان ټېکه داران دوۍ وو. اوس د پښتونستان مدعي پخپله مصر کې دېره شو، زمونږ د مکر ډرامه به ختمه شي، ټول انقلابي قوتونه به د بابا سره مرسته کوي. هند چې کومې پیسې د پښتونستان د پروپیګنډې (ډنډورې) لپاره افغان حکومت  ته ورکولې ، نو ددې خبرې خطره پیدا شوه، چې هند به دغه مرستې نېغ په نېغه باچا خان سره کوي، په ځانګړې توګه (خاصکر) دپښتونستان او د قبایلو بودیجه (بجټ) به د هند نه راتلله، چې څه به افغاني سردارانو وخوړه او څه به یې قبایلي ملکانو ته بډې (رشوت) ورکړه، چې دغه یې اقتصادي اړخ وو.

بل ډار د شاهي کورنۍ او سردارانو سره داو، چې د پښتونستان مبارزه د دوۍ د څار او کنټرول نه وځي او د اصلي دعوه ګیر ( باچاخان) په لاس ورځي او پښتانه د نړۍ د نورو انقلابي غورځنګونو سره اشنا او بلدیږي، چې ددې اثرات به د پټ تماس په زریعه په افغانسان وي. دوۍ به د کابل پر ځای د مصر نه خپل ریډیایي پروګرام او اخبارونه ولري، افغاني نوی کول (نسل) به د دوۍ د مبارزې نه خبر او تر اغیزې (تاثیر) لاندې راشي او مونږ به په تیارو کې وو د پېرشامي په څېر او دغه نورې بلاګانې به قبایلو سېمو کې سر راوچت کړي او مونږ به د خپل منافقت ښکار شو، خلکو ته به زمونږ تر ځمکې لاندې حرامیتوب څرګند او جوت شي.

پېرنګیانو او امریکایانو ته دغه خطره وه، چې ددوۍ بړیڅی پاکستان به مات رامات شي، هغه دېوال، چې مونږ د شوروي اتحاد (سویټ یونین) خلاف جوړ کړی دی او د سینټو او سیټو په پړي مو سره تړلی دی د ګډوډۍ سره مخامخ شي.

دوۍ خپله غلطي محسوس کړه، چې د وېزې نه ورکول ډېره لویه غلطي وه. مګر اوس داسې علاج پکار دی، چې بابا په خوږه ژبه د مصر نه کابل ته وهڅوو، چې دغه کار صرف او صرف افغان حکومت کولی شي، ځکه بابا په پېرنګیانو، پاکستانیانو او ارمریکایانو هیڅ باور نه لري.

د هند نه یو ډلګه ګۍ (وفد) راغلی وو، بابا  هند ته د تګ نه بخښنه (معذرت) غوښتلی و او هند ته لاړ نه شو. بابا ته پته وه، چې هسې هم پاکستان کې پښتانه د هند د ایجنټانو په نامه وهل کېږي، که زه  پخپله هند ته لاړ شم د پښتنو مبارزې ته سخت تاوان  دی او ګټه یې هیڅ نه وه.

پاکستان ته به دپښتنو د ځپلو ډېره ښه وسله او موقع په لاس ورشي، هسې هم هندوانو د هند د تقسیم په وخت کې د خدایې خدمتګارانو سره دوکه کړې وه، نو ددې نه دخیر نوره څه تمه .

اوس درېواړود  افغان شاهي حکومت غوښتنه (خواست) وکړو، چې څه چل وکړي او بابا راضي کړي، چې کابل ته راشي، بیا به ستاسو د څار لاندې وي، چې څه کوي او یا څوک ورسره ګوري، نو تاسې به ترې خبر وۍ.

کابلي واکدارانو دغه مشوره ومنله  او افغان حکومت د غوړ ژبو ،مکرجنو او لومړی درجه حرامیانو یوه جرګه مصر ته ولیږله،چې بابا راضي کړي. ددوۍ په کپرو (ککریو/سرونو) کې چې څه دچل ول او حرامیتوبونو نسخې وې هغه ټولې یې وکارولي او استعمال یې کړې، څوک یې په پښو کې رغړیدل، چا ژړاګانې کولې او ورته ویل یې، چې سید جمال الدین افغان زمونږ د زړه داغ دی، چې دده د پوهې او استعداد نه عربو او ترکانو ګټه واخسته او مونږ افغانان بې برخې پاتې شو،اوس  هوباهو دستاسو د دروند حضور نه د ستاسو افغان خوار ولس بې برخې پاتې کیږي. علیحضرت محمد ظاهرشاه تاسو ته کاکا وایې او وایې، چې کله د شپې راویښ شم او کاکا (باچاخان ) د خپل هیواد نه لیرې په عربي هیواد کې ژوند کوي، نو باقي شپه رانه خوب لاړ شي، نود خدای لپاره خپل غریب ولس باندې رحم وکړه  او چې څه کار په مصر کې کوې، نو هغه کار خپل هیواد افغانستان کې کولی شې، علیحضرت موږ ته خواست کړی دی، چې اوس هغه پخوانی یا زوړ افغانستان نه دی،موږ پیاوړی پوځ، هوایې ځواک او اوس ډېر قوت لرو. چې دغه ټول د بابا تر حکم لاندې او  په خدمت کې وي او دغه راز د لاندې پښتنو یا محکوم (مقبوظه) پښتونستان  یانې پېښور سره به اړیکې نیول او رابطه ډېره اسانه وي . ټول حکومت به ستاسو په چوپړ کې وي، کومه خدایې خدمتګارۍ پروګرام چې تاسې لاندې خوا کې پیل کړی دی ، نو دغه پروګرام به اوس په بره خوا یانې افغانستان کې پیل کړئ. علیحضرت ستاسې په پردیسۍ ډېر نا ارامه دی. دغې جرګې بابا ته حقیقت او ریښتیا نه ویلو، چې محمد ظاهرشاه خان ته خوب په دې نه ورځي، چې تاسو مصر کې یاست، بلکه په دې خوب نه ورځي، چې ولې بابا زمونږ د څارنې نه لرې دی.

بابا پریکړه وکړه ، چې د افغان ملت چوپړ (خدمت) څه په کابل کې ، څه په پېښور کې. لره خوا مې خدمت وکړ اوس به خپل پاتې عمر بره خدمت وکړم ، بابا د جمال عبدالناصر نه مننه وکړه او ورته یې ویویل : چې دغه عزیزان راغلي دي ا افغان ولس او د علیحضرت په غوښتنه (خواهش) ځم. جمال عبدالناصر ورته ویلې و، چې په دواړو سترګو مصر او افغانستان دواړه ستاسو هیوادونه دي.

افغان سفارت چې کابل ته خبر ورکړ، چې بابا راضي شو، نو محمد ضاهر شاه د خوشالۍ نه په ارګ کې اتڼ کړی و او د چاینکي غوښې فرمایش یې ورکړی و.

بابا سره د جرګې د ډسمبر ۱۹۶۴ کې د کابل په هوایې ډګر کوز شو، د ستړي مه شې او هرکلي لپاره صدراعظم محمد یوسف   سره د ټولې کابېنې غړو، مخورو او قامي مشرانو او دکابل عام ولس راغلي وو.

دبابا د څرګندیدو سره سم د بابا زنده باد ، فخر افغان زنده باد ، پشتونستان زنده باد ،  باچاخان زنده باد  او علیضرت محمد ظاهر شاه  زنده باد او تل دې وي زمونږ علیحضرت او زموږ هیواد نعرو او شعارونو او غږونو کابل ولړزاوه. پاکستان، برطانیې ، امریکې او شاهي کورنۍ دوده دوه رکعته د شکرانې لمونځ ادا کړ، چې لویه بلا (باچاخان) یې بیا تر سېنې لاندې کړ.

دظاهر خان خیال و، چې بابا عمر خوړلی کاکا دی، ناروغ (بیمار) به پروت وي، کله زکام، کله بلغم ،کله دسېنې درد  او کله د ملا درد، نو په کټ به پروت وي او خلکو ته به زړې کېسې کوي، خو د محمد ظاهر شاه خان دغه ټوله اندازه غلطه ثابته شوه، که څه هم بابا د ۷۵ کالو و، چې ځمونږ د هیواد د ژوند  (مطابق) بوډاګان ټوله ورځ کوړوخ، کوړوخ کوي، مګر د علیحضرت کاکا (باچاخان) د انرژۍ کارتوس و، هیڅ کمزوري یې نه لرله.

د شاهي کورنۍ خیال و،چې د تبارک لپاره به یې صرف د خلکو د تیرایستلو(غولولو) لپاره د پښتونستان په ورځ ښکاره کوو، نور به کټ کې پروت وي.

بابا یو عملي انسان و، یوه دقیقه (منټ) یې نه ضایع کولو. بابا د ټول افغانستان دورې پیل کړې. په لومړي سر کې شاهي حکومت په چل ول کوښښ وکړو، چې بابا صرف د پښتنو په علاقو محدود کړي. مګر د علیحضرت کاکا (باچاخان) چا ایسارولی نه شو، د افغانستان ګوټ ګوټ ته لاړ . پښتون ، هزاره ، ازبک، تاجک او هیڅوک یې پرینښودل.

دبابا هر ځای دغه وعظ وو، چې علم زده کړئ، خپل وطن اباد کړئ او د جنکو په تعلیم یې ډېر زور اچاوه، بابا به ویل چې زمونږ جنکۍ ډېرې لایقې دي، باید ددوۍ زده کړې او تعلیم ته ځانګړې (خاصه) پاملرنه وشي.

ورو، ورو د بابا د دورو  محبوبیت نه شاهي کورنۍ بې ارامه کیدله.

بابا ته به د کابل پوهنتون  هلکان  او محصلینې جینکۍ ډلې ډلې راتلل. سیاسي ګوندونه نوې جوړ شوي وو. ددوۍ مشران به هم د بابا خدمت کې حاضریدل. دبابا کور د سیاسي بحث مباحثې او د لاندې باندې افغانانو د پیژندګلوۍ او د نظریو اوخیالونو د بدلولو مرکز و، چې په دې افغان حکومت نا ارامه وو.

د فخر افغان باچا خان د راتګ نه مخکې د ۱۹۵۳ نه تر ۱۹۶۴ ع کال پورې ښاغلی ایوب خان اڅکزی دبدبه وه . دپښتونستان سټاک مارکیټ کې یې د لومړۍ درجې حیثیت وو، مګر چې څه وخت بابا راغلو، نو د پښتونستان سټاک مارکیټ کې یې ارزښت د سلو نه ۲۰ ته راټېټ شو. ددې سره د کندهار د بخت ستوری هم تت شو، او په جلال اباد کې د بابا د اوسیدو په وجه دننګرهار د بخت ستوری وځلید.

د افغان اینټیلیکچویل ښاغلي شپون صیب په قول چې ایوب خان اڅکزي ورته ویلې و، چې پښتونستان خو رانه پاتې شو، مګر په کابل کې ښه اشپز(باورچي یانې کوک) رانه جوړ شو .

د ایوب خان  اڅکزي متعلق ظهورالدین رمضاني خبره کوله، چې څه وخت اپریل ۱۹۶۰ کې فقېر ایپي له نړۍ سترګې پټې کړې، نو افغان حکومت د ایوب خان اڅکزي تر مشرۍ لاندې یوه ډلګه ګۍ (وفد) ګورویک وزیرستان ته ولیږلو،چې د نیاز غلي خان پر سر د فقې ایپي پګړۍ کیږدي. رمضاني ویل، چې مونږ بیرته راغلو علیحضرت مونږ ته په پغمان کې ډوډۍ کړې وه،ظاهر شاه ډېر خوشاله و، د اچکزي نه یې تپوس وکړو، چې خلک په نیاز علي خوشاله وو؟. اچکزي ورته ویلې و، چې هو صیب. یوه شېبه وروسته یې ترې بیا تپوس کړی و، چې خان صیب خلک په نیاز علي خوشاله وو؟.  ده بیا ځواب ورکړ ، چې هو صیب. څه وخت پس ظاهرشاه تې بیا تپوس کړی و، چې ټول خلک پرې خوشاله وه، نو ایوب خان اچکزي صیب سپین ځواب ورکړی وو، چې ټول خلک په تاسو هم نه دي خوشاله، نو په نیاز علي به څه خوشاله وي.  رمضاني ویلو چې ظاهر شاه خان کلک کلک وخندل.

اوس د پارسي ژبې شوې محمدزیانو د مکر او فریب پېشو رو رو د بوجۍ نه راووتله. اوس دوۍ رو رو د باچاخان د حیثیت د راغورزولو پلانونه پیل کړل. دحکومت دلالانو کوښښ کولو،چې د پښتونستان غورځنګ د کندهار او ننګرهار په سیالۍ بدل کړي، یانې پېښور او ننګرهار یو اړخ ته او کندهار او کوټه (کویټه) بل اړخ ته سره په جنګ واچوي .

داچې باچاخان او ایوب خان اڅکزی لوبیدلي سیاسي مشران (لیډران) وو، او نه کندهاریانو او ننګرهاریانو سره ډزې کړې وې، چې څوک دوۍ په جنګ اخته کړي،سره ددې پارسي ژبې قزلباشي شاهي بیوروکراسۍ کوشش کولو، چې دوۍ کې بې باوري ( بې اعتمادي) او درز واچوي.

د شاهي کورنۍ په اشاره رو  رو پارسیانو پخپلو محفلونو کې ويل، چې باچاخان یو قومپرست پښتون دی، زمونږ په درد نه خوري. پېرنګیانو، امریکایانو او پاکستاني جاسوسانو خپل زاړه یاران یانې ملایان، پیران او حضرتان ګرم کړل . مخامخ خو یې په باچاخان وس نه رسیده، دوۍ به ویل، چې پاکستان اسلامي هیواد دی باید ددې خلاف خبره ونه شي.

بې باوري هغه وخت نوره هم زیاته شو،چې ۶ سیپټمبر ۱۹۶۵ کې د هند او پاکستان جنګ جوړ شو. افغان حکومت غلی پاتې شو، هیڅ حرکت یې د پښتونستان د خپلواکۍ لپاره ونه کړ، بلکه وروسته مالومه شوه، چې افغان حکومت پاکستان ته ضمانت ورکړی و، چې مونږ نه بې غمه شئ، مونږ به صرف په  راډیو کې پروپاګند کوو.  نور الله الله خیر صلاح

په دې افغان ملت پال ( قومپرست) خلک شکمن شول، چې ددې موقع نه  افغان حکومت ولې ګټه (فایده) وا نه اخسته. د شاهي کورنۍ خلاف رو رو پس پس پیل شول.

هند چې خبر شو ، نو د پښتونستان لپاره یې چې کومې روپۍ ورکولې  هغه یې پرې بندې یې کړې. شاهي دلالانو دا اوازې خورې کړې، چې هند د بابا په اشاره د پښتونستان لپاره مرستې بندې کړې. حقیقت دغه و، چې شاهي حکومت د هند سره هم منافقت وکړ، چې په دې د هند حکومت ډېر زښت خفه وو، چې شاهي حکومت په پټه د هند دښمن سره سازوباز کړی و.

شاهي حکومت کوښښ کاوه ،چې باچا خان خوشاله وساتي، نو په جلال اباد کې ورته کور ورکړی و، چې اوړي کې به په کابل او ژمې کې به په جلال اباد کې و،خو په ډېرې استاذۍ سره به یې دسیاسي هلو ځلو او د قام او ولس او د ټولنې د چوپړ (خدمت) نه لرې ساتلو. د قبایلو ریس او نور به چې بابا سره ګرځیدل، لکه د بابا خپله سوره(سیوری). په جوته (ښکاره/څرګنده) توګه دوۍ دبابا ډېر عزت او درناوی کاوه او تر اخره پورې احترام کیده، چې دغه دوۍ دزړه نه و، بلکه ددوۍ مجبوري وه، ځکه چې بابا  په لاندې پښتونخوا کې لوې ګوند (ای این پی) لرلو او دغه راز بابا یو قبایلي ملک هم نه و،بلکه  نړیوال سړیتوب (شخصیت) و.

دوۍ به څرګنده (ظاهره) د بابا درناوی کاوه او په پټه به د سردارولي ډلې ورپسې خبرې کولې.

شاهي کورنۍ ډېر پاک او غیرتي قبایلي مشران کابل ته د پښتونستان د مبارزې لپاره  رابللي وو، بیا یې یو بل پسې بیکاره کړي وو، په سیاسي توګه پنچر شوي وو، ریاست قبایل کې به ډوډۍ ته ناست وو، نه پاکستان ته تللی شول او نه یې افغانستان کې قدر وقیمت وو.

ایوب خان اڅکزی ډېر ناروغه (بیمار) و، وزیر اکبر خان روغتون (هسپتال) کې بستر شوی و، اجمل خټک صیب ، زه او شیر محمد د سوات یې پوښتنې ته ورغللو، چې مونږ یې ولیدلو خوشاله شو. مونږ ته یې ویل : چې پاخه راغلې یاست ؟ . اجمل خټک صیب ورته وویل ،چې دوۍ ماسره ستا د لیدو لپاره راغلي دي او سبا بیرته ځي.  په کوټه کې ورسره د قبایلو د وزارت ځوان معین ، چې په قوم وردګ و، هم ناست وو.

ایوب خان اڅکزي  صیب یو لوې اسویلی وکړ او هوباهو یې داسې وویل: چې په ژوند کې مې سیاسي غول خوړلي دي، چې د پښتونستان لپاره کابل ته  راغلی یم. مونږ ټول خفه شو.  اڅکزی صیب پارسي بیروکراسۍ پنچر کړی و، کال پس په ۱۹۷۶ کې یې د نړۍ نه سترګې پټې کړې، دې په خپله علاقه کې  ډېر دروند سړی و.

یوځل د کوچیانو او هزاره ګانو شخړه جوړه شوې وه، باچا خان د روغې لپاره ورغلی و، هزاره ګانو ته یې ویلې وو،چې یزید کوچی نه و، او کوچیانو ته یې ویلې وو، چې امام حسین هم هزاره نه و، تاسو افغانان یاست، دوۍ دواړه عرب وو، ددوۍ خپله ربړه وه، په تاسو کومه ټکه پریوتې ده، چې یو بل سره وژنۍ! نو د کوچیانو او هزاره ګانو روغه یې کړیوه.

بابا لا کابل ته رسیدلی نه و،چې د سردارولي دلالانو هزاره ګان او کوچیان بیا په جنګ اچولي وو.

رو رو بابا د شاهي حکومت نه او شاهي حکومت  دبابا نه ستومانه شوي وو. زما خیال دی، چې محمد ظاهر شاه به په پټه  خدای ته دوعا کړیوه، چې د کاکا (باچاخان) نه مې خلاص کړه.

داسې وشول، چې په ۱۹۶۸ ع کال کې  لاندې خوا د جنرل ایوب خان خلاف غوبل جوړ شو، جنرل ایوب خان د حکومت نه لرې شو. مارچ ۱۹۶۹ ع کال کې جنرال یحیی خان په قدرت راغی. جنرال یحیی خان ون یونټ مات کړ،د پښتنو خپله سوبه (ولایت) بحال شو. اکتوبر ۱۹۷۰ کې سوبايي (ولایتي) او مرکزي ټولټاکنې (ایلکشن)  وشوې

په ټول پاکستان کې شیخ مجیب الرحمن په لومړی او زولفقار علي بهټو په دویېم نمبر ؤ. نیشنل عوامي پارټۍ (نیپ) د خان عبدالولي خان تر مشرۍ لاندې په پښتونخوا او بلوچستان کې تر ټولو زیات ممبران او د سوبایې اسمبلۍ سیټونه وګټل.

پنجابیانو بنګالیانو ته واک نه ورکاوه ، په دې ترڅ کې پاکستان مات شواو بنګله دیش جوړ شو، په پاتې پاکستان کې په مرکز کې د بهټو د پیپلز پارټۍ حکومت جوړ شو، دغه راز په  سند او پنجاب کې ددوۍ سوبایې حکومتونه هم جوړ شول. پښتونخوا (دهغه وخت شمالي مغربي سرحدي سوبه) او بلوچستان کې د ۱۹۷۲ ع کال د مئ په میاشت کې د نیشنل عوامي پارټۍ (نیپ)  حکومتونه جوړ شول.  ارباب سکندر خان خلیل د پښتونخوا ګورنر او ښاغلی غوث بخش  بزنجو د بلوچستان ګورنر شو. زمونږ د پښتونخوا سوبې د سوبایې حکومت مشر مولانا مفتي محمود او د بلوچستان د سوبایې حکومت مشر سردار عطاالله خان مینګل وټاکل شول.

اوس لوې خدای د علیحضرت محمد ظاهر شاه سوال قبول کړی وو، د باچا خان بابا د بیرته راوستلو تیاریانې پیل شوې.

په پښتونخوا سوبه کې د نیپ حکومت و او پښتنو ته دا درک او پته لګیدلې وه،چې د افغانستان شاهي حکومت د پښتنو یووالی نه غواړي، ځکه چې د ۱۹۶۵ ع کال او د۱۹۷۱ ع کال په جنګونو کې افغان حکومت هیڅ حرکت ونه کړ. غني خان به مونږ ته ویئل، چې د پښتنو خر په ډېران ولاړ دی. یوه سترګه یې ډیلي ته او بله سترګه یې کابل ته نیولې ده، لاندې ډېران ته نه ګوري، چې خېټه مړه کړي. د افغانستان شاهي حکومت د بابړې قاتل قیوم خان ته ۱۷ لکه کلدارې د ینګ یوسفزي په واسطه رالیږلې وې، چې د ۱۹۷۰ ټولټاکنو (ایلکشن) کې نیپ بریالی (کامیاب) نه شي.

دغه د منافقت حد دی، یو اړخ ته د پښتونستان، پښتونستان سندرې وایې، بل اړخ ته د پښتنو د قاتل سره مرستې کوي.

د قیوم خان سره مرسته هله جوته (ښکاره) شوه، چې په ۱۹۷۳ ع کال کې سردار مخمد داؤدخان په قدرت راغی.

باچاخان ډسمبر ۱۹۷۲ کې د ټولو افغانانو سیاسي ډلو،ولسي او مخورو مشرانو او نورو افغانانو په بدرګه  تورخم ته راورسید، زه پخپله هم په تورخم کې حاضر وم. د پښتون سټوډنټس فیډریش ګڼ شمیر مشران راغلي وو، پښتون ځلمي او د نیپ وګړي او خدایې خدمتګار درې ورځو را هیسې  په تورخم کې د بابا دیدار ته دېره شوي وو. دخلق ډیمکراټیک ګوند،پرچم ګوند او افغان ملت ګوند فعالان د شمشاد غره ته  وختل او ټول شمشاد غر یې په بیرغونو (جهنډو) پوښلی وو. یوه عجیبه ښکلې منظره وه، لاندې هم په لکونو خلک راغلي وو، دجلوس  لکۍ  په تورخم کې وه او سر یې جمرود ته رسیدلی و، دومره موټرې، بسونه او موټر سایکلې وې، چې جلوس د میږي په قدم روان وو او ماښام ناوخته پېښور ګنهګم پارک کې جلسه جوړه شوه. اوس نو بابا په پېښور کې وو، علیحضرت محمد ظاهر خان د کاکا (باچاخان) نه خلاص شوی واو کاکا د اعلیحضرت نه.

                     دپښتو ټپه ده چې:

په شمله ګۍ دې شوم غلطه

د پکه سره دې زه څه خبره ومه

Adv. Ali Khan Mahsood (تاریخپوه ایډوکیټ علي خان محسود)

-
 بېرته شاته