(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتنویووالي ورځ

[12.Nov.2017 - 00:46]

رسنېزه اعلامیه

پښتانه چې يو وجود دى او جغرافیايي وحدت جوړوي، د اغزن تار او ماينونو ښخولو په ناکامه هڅه نه شي بيلیدلى.

په1893 ع کال کښې پيرنګيانو ددې  هڅه وکړه چې د ډیورنډ د کرغېړنې کرښې په راښکولو په مصنوعي توګه پښتانه په برخو وويشي، خو پښتانه چې نه يوازې ګډ کړکیښ (تاریخ )، ګډه ژبه ، او ګډ کولتور لري، بلکې جغرافيائي یووالی (وحدت ) هم جوړوي، دغه کرښه په عمل کښې نه منې
له هندوستان څخه د پيرنګيانو په وتلو سره د ډيورنډ توافق لیک د ولسونو د حقوقو له مخې  په اوتوماتيکه توګه له اعتباره ولوید، ځکه چې په کومه موخه دغه توافق منځ ته راغلی وو هغه موخه له مینځه تللې وه،نو د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند په1993 ع کال د نوامبر په دولسمه نیټه دغه توافق لیک چې هډو د اعتبار موده پکښې نده ليکل شوې په رسمي توګه په یوه غټه غونډه کښې د تل لپاره لغوه اعلان کړ او د ردي کاغذونو ټوکرۍ ته ئې وغورځاوه، د نوامبر دولسمه نېټه ئې د پښتنو د یووالي د ورځې په نامه ونوموله او هر کال د پښتنو د یووالي ورځ په بیلابیلو بڼوکښې لمانځي.. 
.
د پښتنو ديووالي لومړی پړاو ، لرې پښتونخوا ته د برې پښتونخوا د پښتنو په کډې کولو سره پيل شوی دی، يو د بل سره تماسونه زيات شوي او ښيخي ګانې هم پکې مینځ ته راغلي دي، چې دا لړۍ مخ په وړاندې روانه ده او په ولسي کچه هم راشه درشه ډېره شوې ده.

پښتانه چې يو وجود دى، د دیوال، خندق، اغزن تار، دروازو جوړولو او ماينونو ښخولو په ناکامه هڅه هېڅکله یو له بل نه، نه شي  بيلیدلى،نو د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوندله ټولو پښتنو / افغانانو څخه غوښتنه کوي، چې د پښتنود قامي یووالي(وحدت) د عزم دپیاوړتیا لپاره کار وکړي،دغه راز د نړۍ د سوله غوښتونکو ډيموکراټيکو ځواکونو او ګاونډیو هیوادونو څخه غوښتنه کوى، چې د پښتنو په قامي يووالي کښې مرسته وکړي.

 

د پښتنو یووالی،خپلواکي او د پښتونخوا(لوې افغانستان) جوړیدنه کوم بیلتون غوښتونکی ګام ندی . پښتانه یو سوله دوست قوم دی، د سیمې اونړۍ د نورو قومونو سره د خپلو ګډو علایقو پر بنسټ اوږه په اوږه ګامونه اخستل غواړي او د ګډ ژوند د بیلابېلو بڼو په یوه بڼه کې لکه د « آسین د ټولنې » په شان په سوله او ارامۍ کې ژوند کولی شي .
پښتانه په سيمه کښې يو ستر ځواک دى ، سيمى ته ثبات او امنيت بخښي ، زمونږ په اند پغير د پښتنو د قامي وحدت، سوکالۍ  او ارامۍ څخه په سیمه کښې امن او سوکالي نه شي راتللې

په درناوی

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند


 

 

-
بېرته شاته