(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دلاېق زاده لاېق

[05.Dec.2018 - 16:10]

د ښاغلي لايق زاده لايق کار، زیار او ادبي ژوند

لیک: نصیر ستوری

ستاد ښائست ګلونه ډېر دی  *** ځولۍ مې تنګه زۀ به کوم یو ټولومه

 

 پښتني کولتور او ادب د هر اړخه موړ اوبډایه دی، په ټولیزه  او فطري توګه  پښتانه امن خوښی قام دی.   شعر، شاعرۍ  او موسیقی  سره مینه لري. هر هغه  لوستي او نا لوستي پښتانه  چې  د  خپل کولتور نه پردي  شوي  نه وي، لږې او يا ډېرې پښتو لنډۍ او ټپې به ئې خامخا زده وي.

د  پښتو  د ادب په  اسمان  ډیر ځلانده ستوري   ځلېدلي  دي  او پښتون   ملت  چې زرګونه  کاله  روڼ  پیښلیک ، کړکېښ (تاریخ) لري ، په خپله خاوره ډیر ویاړلي نومیالي، منلي  پوهان،  ادیبان،  شاعران  او لیکوالان  زیږولي دي،  چې  د  پښتني کولتور د سمسورتیا او بډاینې   لپاره  ئې نه ستړي  کېدونکې  هلې ځلې کړي او لا کوي ئې ، پدی  ډله کې   ښاغلی  لايق زاده  لايق  ځلانده  او وتلی نوم، پېژند ګلو او شهرت لري.

ښاغلی لايق زاده لايق  پېدائشي شاعردی، د پښتو ژبې منلی او  وتلی  لیکوال، کېسه لیکونکی ،ادیب ، ژورنالست او  څیړونکى  دیيو ډیر اړخيز سړیتوب (شخصیت) دید ادب   په  ډګر کې په ټولو لارو ګرځیدلی دی.   د خپل  لوړ فکر،  نظر، پوهې، هنر، مهارت او  پوره  تجربی  له امله د ادب په ټولو  برخو  برلاسی دی اوپه ادبی بهیر  کی یو ځانګړی مقام لريد خپل ژوند ډېره برخه ئی د خپلې مورنۍ ژبې ( پښتو) او  پښتني کولتور د چوپړ  لپاره وقف کړېدهد پښتون  قام  او  پښتنو د ابادۍ  ،سوکالۍ، امن، پوهې او بېدارۍ  لپاره   ئې   قلم  پورته کړی دید پښتني کولتور لمن يې   په  ارزښتناکو  لیکنو، شعرونو، نظمونو، نثرونو،  لنډو کېسو،  کالمونو،  مقالو، ډرامو اوپه څیړنو ښکلې او غني کړې دهد  ګڼو لیکوالانو او شاعرانو په کتابونو ئې سریزې  لیکلي ديد لیک  ژبه  ئې   روانه، ساده او اسانه دهټول  خلک  پرې  پوهیږي ـ

ښاغـلی لایق صیب د ۲۰۱۱ء کال د اکتوبـرپه میاشت کې د اروپايي يون (سفر) په لړ کښې  جرمني  ته   راغلی ؤ،  نوموړي  په جرمني کښې هم  خپلې ادبي  هلې ځلې جاري  وساتلې او  د  ګڼ  شمېر بهر مېشتو پښتنو ادیبانو، شاعرانو،  لیکوالانو،سیاستوالواو ژورنالستانو سره ئی لیدنې کتنې  وکړې ـ

په بون ښار کښې یې د المان غږ راډیو، په پراګ کی  ئی  د ازادۍ را‌‌‌‌‌‌ډیو او مشال راډیو له  کار کوونکو او ملګرو سره د نظریو بدلون وکړ او خپلې تجربې یې ورسره شرېکې کړېپه  هغه ادبي  بنډار کښې یې هم ګډون وکړ،چې  دده په  ویاړ د جرمني دکولن په ښار کښې جوړ شوی ؤ.

د’’خوبونو تعبیرونو‘‘په  نامه سفرنامه یې ولیکله،  چې   دا سفرنامه یې د ’’ماته ائینه ‘‘ دلنډو افسانو په  بڼه د سفرنامو   په  پیر کښې یو ځانګړی  نوښت ‌ؤ.دغه  راز  د نوموړي  د  ډیرو نوروګټورولیکنواوکتابونو ترڅنګ’’فنکار نه مری‘‘هغه څیړنیز کتاب دی،  چې تازه چاپ  شویدی

’’فنکار نه مری‘‘د پښتنی کولتور اوادب په برخه کښې یوه ډیره ګټوره پلټنیزه څېړنه ده چې لایق صیب پکښې ‌‌‌‌‌‌ډېره ستړتېا ګاللې تر لرې، لرې پسې تللی دیدا څېړنه (فنکار  نه  مريیې د ډیرو کلونو په ترڅ کښې تر سره کړېده.   د پښتو  ژبې د پنځوسو  هغه هنرمندانو ژوند لیکونه او حال احوال یې  په کښې  خوندي کړی، چې اوس زمونږ سره جسمانی  موجود  نه  دیدا څیړنه  ئی  بې ساری او ډیره ارزښتناکه ده.

د  فن  او  هنر په برخه کې هم د ښاغلی لايق صیب هلې  ځلې پوره   د ستاینې اوقدردانۍ وړ دي،  د ګڼ  شمېر  نامتو   پښتنو سندرغاړو لارښونه ئې کړې،  روزلي  اوپاللي ئې  دي ،  له دوئي سره  ئې د فن اوهنر د زده کړې  په برخه  کښې   پوره  پوره مرسته کړی ده  چې له دغه ډلې څخه د بیلګې   په  توګه  د مېرمن  نازیه اقبال، د پښتو موسیقۍ د بابا استاد  خیال  محمد کشر  ځوی ښاغلی وصال خیال،  ښاغلی خالد  ملک،  ښاغلی  ماسټر  رحیم ګل،خدای بخښلې مېرمن  غزاله  جاوید او داسې نورو  هنرمندانو نومونه د یادونې وړ دي.

د پښتو موسیقۍ د نـــامتــوکمپوزرانو اوموسیقۍ           جوړونکو  استاذانو هر یو  ښاغلی ماسټر علي  حیدر،  استاد  نظیر  ګل، ښاغلي  شاکر زیب نوشیروي،  ښاغلی نظر محمد  زرو، ښاغلی  فرخ  زیب نوشیروي او داسی نورو سره یې د موسیقۍ  په ډګر کښې ددوئ  په پیژندګلوئ کښې پوره ونډه لرلې ده.

له ۸۰۰ نه زیات  شعرونه  یې د لوې پښتونخوا  د  بیلابیلو  پیژندل  شویو نامتو سندرغاړو او  هنرمندانو له خوا په راډیو،  تلویزیون، فلمونو،حجرو،دیرو او  نورو محفلونو کې  ویل  شوي  دي چې  پدی سره یې   د  نالوستو  پښتنو  غوږونو  ته هم خپل پیغام رسولی دی. د ښاغلی لایق  صیب په اثارو او ادبی  هلوځلو لیکنې به خپلو  درنو پوهانو   ته پریږدواو دده  ادبی ژوند ته به یو ځغلند نظر  واچوو:

ښاغلی لایق زاده لایق د ۱۹۵۹ءکال د جنورۍ د  مياشتې  په  پنځلسمه نېټه د پښتونخوا د سوات په ښکلې  سیلاني سیمه کې  د مدین په کلې کې  دنیا  ته سترګې غړولی  دیلومړنئ  زدکړه ئی د خپل کلي د هائی سکول (لیسېاو  لوړې  زده  کړې  ئی، په  سیاست،   پښتو  ادب  او  اردو ادب  کې سر ته  رسولی دی ، د وکالت  ډګرۍ او په پښتو  ادب  کې  د انرز  خصوصی  سندونه هم لاس ته  راوړی دی. د  ورکوټی والی راسې  ئی د پښتو ادب لمن ټینګه نیولې ده،  د شعر  لیکل ئی د ۱۹۷۱ء کال  راسې  شروع کړی  دی  د  شاعرۍ  سربېره ئې د نثر او څېړنې  په برخه کې پوره  زیار  ګاللی دی.

د نورو ګڼو ادبی هلو ځلو تر څنګ ئی په ۱۹۷۸ کې  په جهانزیب کالج سوات کې د سرحد سټوډنټس  فیدریشن   بنسټ  هم کېښود،  چې د مترقې ذهن  پوهیدونکي (سټوډنټان) پکې  راټول  شول.

ښاغلی لایق زاده لایق   په ۱۹۸۳ء کال کې د ژورنالیزم  په  ډګر  کې د پیښور راډیو د پروډيوسر په توګه د خپل عملي ژوند پېل وکړ ـ د ګڼو ورځپاڼو او مجلو سره سره د وحدت ورځپاڼې همېشنى قلمي همکار پاتې شوى دى ـ د ښونځي (سکول) او کالج په دوران کښې ئې ګڼ شمېر افسانې او شعرونه په ’’ايلم‘‘ مجله کښې خپاره شوي دي ـ له ٣٧٠ زياتې ريډيائي ډرامې ئې ليکلې او نشر شوي دي ـ

ښاغلي لايق زاده لايق د پېښور او د کوهاټ راډيو ډائرېکټر د دندې سربېره په ګڼو بېلابېلو سرکاري لوړو کرسيو هم کار کړى دى چې د پښتون قامي وحدت ستر لارښود ښاغلى محمد افضل خان لالا ( د پاکستان په مرکزي کابينه کښې وزير وۀ) پرائيوېټ سيکرټري هم پاتې شوى دى ـ

د ادبي او کلتوري خدمتونو په دې لړ کې چې کله په کال ١٩٩٨ء کې په پېښور کې د پښتونخوا د پوهنې ديره جوړه شوه نو ښاغلى لايق زاده لايق ئې د مشر او ښاغلى بصير بېدار ئې د مرستيال په توګه وټاکل شول چې د پوهنې ديرې په چوکاټ کې ئې تر اوسه له دوه سوو زيات کتابونه چاپ کړي او ګڼ شمېر د موسيقۍ ماښامي ئې جوړ کړي ـ د ګڼو پښتنو پوهانو ، شاعرانو او اديبانو د کتابونو سريزې يې ليکلې ، د کتابونو په چاپ او پروف کې ئې ورسره هر اړخيزه مرسته کړې او د دوي ليکنو ته کتابي بڼه ورکړې ـ دغه راز نوموړي ته دده د ادبي خدمتونو له امله د پاکستان سره سره په بهرنيو هېوادونو کې له ٣٠ څخه زيات ايوارډون او ستاينليکونه ورکړى شوي دي ـ

زه چې کتاب پسې کتاب ليکم

حال د زړګي خانه خراب ليکم

د لېونتوب د هرې ساه په نامه

يو بې عنوانه اضطراب ليکم

په ادبي تاريخ کې د ښاغلي لايق زاده لايق ادبي زيار او ليکنې ځانګړى ځاى لري ـ د ادب په بېلا بېلو برخو کې يې له ٦٠ نه زيات پنډ پنډ ارزښتناک او ګټور کتابونه ليکلي او خپلې ټولنې ته وړاندې کړي دي ـ يو څو کتابونه ئې د ’’محنت مېوه‘‘ (د ماشومانو لپاره ) ، ’’ګيلې‘‘ (شعري ټولګه) ، ’’ويښ خوبونه ‘‘ (شعري ټولګه ) ، ’’ستا په نوم‘‘ ( شعري ټولګه) ’’ راځئ چې بيا وخاندو‘‘ ( د منتخبو ټوقو ټقالو ټولګه ) ، ګلبانو او ظفر خان (اولسي قيصه ) ، ’’اوښکې او لمبې‘‘ ( د کشمير په حقله) ، ’’د احمد دين طالب ديوان ( د خصوصي مقدمې او اضافو سره ) ، ’’ډالۍ ‘‘ ( د علي خان بابا او عبدالحميد بابا د شاعرۍ موازنه )، ’’مشکڼې‘‘ ( شعري ټولګه ) ’’لېونتوب‘‘ ( شعري ټولګه) ، ’’صل عليه وآله ‘‘ ( نعتيه ټولګه ) چې دې نعتيه ټولګې ته د پاکستان جمهور رئيس له خوا په ١٩٩١ء کال کې ايوارډ ورکړل شوـ ’’جلوې‘‘ (نعتيه ټولګه) چې ورته په کال ٢٠٠٧ء کې وزيراعظم له خوا ايوارډ ورکړل شوى دى ـ ’’ما هېرولے نۀ شې ‘‘ ( شعري ټولګه) ’’ډاکټر کبير ستورى ژوند او مبارزه‘‘ ( د ارواښاد کبير ستوري د ليک او شخصيت په حواله د بېلابېلو ليکوالو د تاثراتو ټولګه) ’’اى ګنبد خضرٰى ( نعتيه ټولګه ) چې ورته د پاکستان وزيراعظم له خوا په کال ٢٠١٠ء کې ايوارډ ورکړل شو ـ ’’ماته آئينه‘‘ ( د افسانو ټولګه ) چې نن سبا د خېبر تلويزيون په پرده د لنډو ډرامو په بڼه خپرېږي ـ ’’فنکار نۀ مري ( څېړنه ) په دې څېړنه کې د تېرو هېرو آوازونو په نوم د پنځوسو سندرغاړو او فنکارانو د ژوند ليکونه او حال احوال راټول شوى دى ـ ’’ځلنده ستوري‘‘ چې د سوات د ماماخېلو منظوم تاريخ دى ـ ’’راز ونياز‘‘ ( نعتيه ټولګه) ’’تۀ به ما يادوې‘‘ (شعري ټولګه) ’’ورانې کرښې‘‘ (شعري ټولګه) ’’خوبونه تعبيرونه ‘‘ ( د يورپ سفرنامه  ) ’’پښتو موسيقي پرون او نن ‘‘ ، ’’ بې خودي ‘‘ ( شعري ټولګه ) ’’د لفظونو ساندې‘‘ (شعري ټولګه ) ، ’’تضاد‘‘ ( شعري ټولګه ) ، ’’وه ايک شخص‘‘ (په اردو ژبه کې د خپل ژوند قيصه ) ’’مينه سندره شوه ‘‘ (شعري ټولګه ) ، ’’د حجاز په لور‘‘ (سفر نامه ) ، ’’الصلوٰة والسلام ‘‘ (نعتيه ټولګه ) ، ’’بائيللے داؤ‘‘ ( د افسانو ټولګه ) ’’لا خو دې تصويرنيمګړے پاتې دے‘‘ ( شعري ټولګه ) ، ’’شليدلي تارونه‘‘ ( د افسانو ټولګه ) ، ’’خوبونـــه تعبيرونــــــــه ‘‘ (سفر نامه ) ، ’’تۀ به ما يادوې ‘‘ (شعري ټولګه ) ’’لېونۍ سندرې‘‘ (شعري ټولګه)  ’’ستا په نوم ‘‘ ( شعري ټولګه ) يې ټولنې ته وړاندې کړي دي ـ

د تکړه قلم ليکنه نۀ ورانېږي

که ئې اووينځې هر څو ئې ښۀ صفا کې

د تکړه قلم رنګ پوخ وي نه څرېږي

ستورى ويل پوخ وي د ژوند په پرمختيا کې 

ښاغلى لايق صېب په تکړه قلم ليکنې کوي داسې يوه ورځ به ئې تېره کړې نه وي چې شعر ، نظم او يا نثر به ئې ليکلى نه وي ـ تر هغې نه ويده کېږي چې څۀ ئې ليکلي نه وي ـ په هره ليکنه او شعر کې ئې د امن ، د مينې ، ورورولۍ ، انسانيت او د قامي احساس د بېدارۍ ارزښتناک او اغېزمن پېغام پروت دى ـ فکر او ذهن ئې پښتون دى ـ د پښتنو د امن او سوکالۍ ارمان په زړۀ کى لري ـ په قلم او ليکنو دې برکت وي ـ

زما په اند د ښاغلي لايق صېب د ژوند او ادبي هلو ځلو په هر اړخ د کتابونو د ليکلو اړتيا ده ـ پښتانه پوهان ، څېړونکي او د قلم خاوندان بايده دى چې دې برخې ته پام راوګرځوي ـ د خپلې ژبې او ادب د ټولو چوپړيانو د ژوند او ادبي هلو ځلو بېلابېل اړخونه راوسپړي او پښتون قام ته د دوي خدمتونه او کارنامې وخت په وخت وړاندې کړي ـ

 

په درنښت

نصیر ستوری

-
بېرته شاته