(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمشرانو جرګې غونډه

[28.Jan.2019 - 12:18]

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو جرګې غونډه په  25-01-2019  نېټه دالمان د وېسلینګ ښارکښې جوړه شوه، چې  په ګوندي چارو، پښتنو ته  ورپېښو ستونزو او د هیواد په  سیاسي حالاتو، هر اړخیزو خبرو وروسته لاندې پرېکړې وشوې:
(دګوند رسمي کول (راجسټرد/ثبت کول
په هیواد کښې  دګوند دراجسټر‌‌‌‌‌‌د لپاره اړېنه ده، چې دګوندونو قانون سره سم دکوند نوم ته بدلون ورکړل شي او ېو داسې نوم غوره شي، چې په بره او کوزه خوا کښې د ټولیز سوچ (عامه ذهنیت) او احساساتو سره ټکر کښې نه وي، نو پرېکړه وشوه، چې ګوند دې د سوسېال ‌‌‌‌‌‌ډیموکراتیک پارټۍ (ټولنیز ولسولیز ګوند) تر نامه لاندې په عدلیه وزارت کښې راجسټرد(ثبت/رسمي) شي،  په ولس کښې دې دګوند خپل نوم دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند  (دپشتون سوشل ‌‌‌‌‌‌ډیموکراټیک پارټۍ) وکارول شي.

کلنۍ غونډه ېا سېمینار 
دګوند راتلونکې لویې سېمینار ته به له لرې او برې پښتونخوا څخه کسان  رابلل کېږي. ټنګ ټکور او کولتوري ماښامی به هم دسېمیتار برخه وي . داچې په لنډ  وخت کښې دسمینار لپاره  دلوې هال پیداکول ستونزمن دي، نو  دفرانګفورت ملګرو ته دنده وسپارل شوه، چې داپرېل نه تر سیپټمبر پورې خامخا هال پیدا کړي.

ګډکار او ملګرتېا:
دګوند له خوا دې د نورو ګوندونو، خوځښتونو، ټولنو او سازمانونو سره په ګډو ټکو دګډ کار لپاره دلیکلې تړون له مخې کار او ملګرتېا وشي. هغه ګوندونه، ټولنې، غورځنګونه، تحرېکونه  او سازمانونه، چې دګوند موخو او هدفونو سره نژدیوالی ولري او ملي ارزښتونو ته ژمن وي، د ملګرتېا او دوستۍ د اړېکې دې ټېنګې شي او په ځانګړي حالاتو کښې په ځانګړو مسایلو دې  خبرې وشي او دګډ کار لپاره دې لارې چارې برابرې شي.

دپښتون ژغورنې غورځنګ (پ ټ اېم) ملاتړ
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (پ ایس ‌‌‌‌‌‌ډی پې) له لومړیو ورځو دپ ټ اېم هراړخیز ملاتړ اعلان کړی، دمشرانو جرګې غړو ېوځل بیا د ويډیوی تلیفون له لارې د غورځنګ سرلښکر منظور پشتین سره دپښتنو په روانو ستونزو د نظریو بدلون وکړ او د هراړخیز ملاتړ ‌‌‌‌‌دجاري ساتلو ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ یې ورکړ. ،  پ ایس ‌‌‌‌‌‌ډي پي به په لارېونوکښې چلانده (فعاله) ونډه اخلي، د پ ټ اېم مشرتابه سره به مشورتي  اړېکي ساتي، دلاریونونو په جوړولو او نظم کښې به ورسره مرسته کوي، 

دافغانستان دجمهوري رېاست ټاکنې:
دګوند هر غړی کولی شي، چې دخپلو اړېکو او برداشت له مخې دکوم نوماند ملاتړ وکړي
ګوند په ټولیز ‌‌‌‌‌‌ډول تر دې دمه دکوم نوماند ملاتړ نه کوي. خو په دې هکله نصیر ستوري ته دنده وسپارل شوه،  چې په لېکلي توګه دپښتون ولس دګټو او غوښتنو پر بنسټ اړېکې ونېسي او دجمهوري رېاست په ټاکنو کښې به له همهغه  کاندېد څخه ملاتړ وکړي، چې دګوند غوښتنې ومني.
په درناوي
نصیر ستوری
دګوند جنرل سیکرټري

-
بېرته شاته