(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ترانه PSDP د

[26.Aug.2019 - 11:00]

اې زما وطنه د لالونو خزانې زما

ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما

سترگې مې لوگی شه ستا د خاورو د کورونو نه

عقل مې ايرې شه ستا د پاره د فکرونو نه

ځار شمه، قربان شم ستا دغرونو د سيندونو نه

ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما

اې زما وطنه د لالونو خزانې زما

.........

زه يم ستا د خاورو ته زما د مينې جوړ يې

ته مې د غيرت او د پښتو رنگينې جوړ يې

ستا زړه کې پرتې دي ټولې تللې زمانې زما

اې زما وطنه د لالونو خزانې زما

............

ستا عزت چې نه وي، زه به نوم او عزت څه کړمه

ته چې خوار و زار يې زه به خوب او راحت څه کړمه

ستا سر چې وي ټيټ نو زه به شان او شوکت څه کړمه

مسته به دې خاوره کړم په وينې مستانې زما

اې زما وطنه د لالونو خزانې زما

........

يا به دې زه سيال کړمه وطنه د جهان

يا به ستا په پښو کې تورې خاورې کړمه ځان

زه به دړې وړې شم خو تا به کړم ودان

نر يمه پښتون يم تا ته يادې افسانې زما

اې زما وطنه د لالونو خزانې زما

غني خان

۱۹۳۸ ميلادي کال

-
بېرته شاته