(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډیورنډ کرښه

[08.Nov.2019 - 14:18]

دپاکستان له خوا دبارډر په ېادولو او لیکلو ډیورنډ کرښه رسمي  کېدلی نه شي.دغه کرښه د ډي فیکټو، de facto په بڼه (شکل) شته، مګر د ډي جوري de jure

 نه ده. مطلب داچې کرښه شته خو قانوني حیثیت نه لري

     دپاکستان حکومت دا خیال کوي چې کرښه خو د ډي فیکټو de facto په بڼه 

شته ، که  ډي جوری de jure  شي نو ښه  ده او که نه شي نو دغه  بڼه  ئې هم ئې په ګټه ده

دا کرښه پښتون/ افغان ولس او افغان حکومت  هم غیر قانوني اعلان کړي  او د

 de jure

 شکل ئې نه مني 

د ډیورنډ کرښې (ډیورنډ لاین) په هکله به  پردي هیوادونه او خلک هر څه وائې مګر خبره د پښتون لوی ملت  پوري تړل شوي ده او بل هیڅوک دا حق نه لري چې د پښتون/افغان قوم د خوښې پرته  د پښتنو سرنوشت وټاکي.

 د ډېورنډ توافق لیک  پیرنګي د سردار یعقوب خان سره په داسې وخت کې لاسلیک  کړیدی،  چې د هغه پلار امیر شیر علي خان کابل نه وتلی ؤ او سردار یعقوب خان چې پلار قید کړی ؤ، پیرنګیانو له جیل نه  راوویست او دی ئې د کابل په تخت کښینولو، نو دا توافق لیک ئې ورسره لاسلیک کړ،  نو په بین الاقوامی (بین المللی)قانون کې دې ته تریټی اڼدر ډوریس وائي او ددې  څه  قانوني حیثیت نه وي.   ډیورنډ هغه کرښه ده، چې پیرنګي د پښتنو په وجود راښکلې ده ، قام ئې د قام نه، قبیله ئې د قبیلي نه ،خاندان ئې د خاندان نه، اوورور ئې د ورور نه جدا کړی دی اوددې قبائیلي علاقو دا تقسیم او ویش د پیرنګیانو او د افغانستان د حکومت تر منځه شوی دی او یوتوافق لیک  دواړو حکومتونو لاسلیک کړیدی،  چې هغه د " ګندومکد معاهدې په نامه یادیږي او د همدغه معاهدې په بنا دا د ډیورنډ کرښه راښکلی شوې ده ،چې نن په هغه شکل او صورت کې موجوده ده، لکه څنګه چې پیرنګي په ۱۸۹۳ ع کال کې راښکلې وه. د پاکستان دجوړېدو ورورسته د افغانستان بیلابیلو حکومتونو په هغې په خپل 

خپل وخت کې ېوازې اعتراضونه (نیوکې) کړي دي په کال ۱۹۴۷کې دبرتانوي استعمار د ختمیدو سره سم افغانستان د برتانوي

 معاهدو څخه ازاد شود افغانستان واکدارانو یو کوټلی او عملي ګام پورته نه کړ او د پښتون دا ټوټې  ټوټې شوي وجود یې بیرته یو ځای نه کړاو دپښتنو د یووالي او د پښتونخوا (احمدشاه بابا افغانستان ) دجوړېدو لپاره یې هېڅ کوټلي  ګام وانخست. د دې خبرې ثبوت زيات څه ته اړتېا  نه لري. يوازې دمحمد ظاهر شاه لنډې پيژندګلوۍ ( بيوګرافۍ) ته لنډ نظر اچول په كار دي

 ظاهر شاه په ١٩١۴ ع كال کښې ېږېدلی، په ۱۹۳۳ کال کښې پاچا شوی او۴۰ کاله یې پاچاهي کړی ا په ۱۹۷۳ کښې له پاچاهۍ کوښه کړی شو.

که د ظاهر شاه د باچاهۍ وخت په پام كې ونيسو نو پدغه وخت كې په نړۍ كې ستر بدلونه راغلي دي . دويمه نړۍ واله جګړه پاى ته ورسيده د ملګرو ملتونو موسسه ( اقوام متحده ) جوړه شوه انګلستان د هند دنيمې وچې 

څخه وتلوته مجبور شو. د پاكستان اسلامي جمهوريت په ١٩۴٧ ع كال كې جوړ شو. د پښتون قام نيم وجود په پاكستان كې پاتې شو.خو ظاهرشاه  د پښتنو ويش ومانه او په پاكستان كې ئې سفارت او کونسلګري جوړې كړې او ويل به ئې چې په پاكستان كې د ديره پښتنو يانې يوې برخې پښتنو حقوق غواړو چې د پښتونستان په نامه ځانته ملك جوړ كړي. په دې توګه ئې دا پوښتنه چې د كورنې سياست پورې ئې اړه لرله د بهرني سياست برخه وګرزوله او د اساسي قانون يا ائين د بهرنې سياست په برخه كې ئې وليكل. دهند او پاکستان په جنګ او د بنګله دیش په دازادۍ په وخت کښې یې د پاکستان ملاتړ وکړاو د خپلې خاورې  او ولس د راخپلولو لپاره یې هېڅ ګام پورته نه کړ.  

ظاهرشاه د فارس يا ايران سره خپله دوستي دومره پخه كړه چې خپل دربار ئې د فارسيانو نمانيده ګى وګرزوله او د دنني ښكيلاك بڼه ئې غوره كړه. ملك ازاد و خو ولس ئې محكوم و

مونږ پدې عقیده یو چې د پښتنو د پوهنیزې (علمي) ، ادبي،اقتصادي او ټولنیزي بیرته پاتي والي (پسماندګۍ) اصلی لامل د اد ډیورنډ غیر فطري او غیر طبیعي کرغیړنه کرښه  ده. چې پښتانه ئی په څلور ټوټو ویشلې دي. ترڅوپوري چې دغه کرښه وی، تر هغي به د پښتون/افغان وجود نه وینه بهیږي، دا پرهر رغول غواړي، که هر څو د ا کار ګران بریښي ولي که پښتون /افغان ولس  دمیرویس نیکه، خوشال بابا، احمدشاه بابا، پیر روښان، باچاخان،صمدخان اڅکزي ، کبیر ستوري او نورو قامي (ملي) مشرانو اومبارزینو په پل ،پل کیږدي، منظم شي نو دا ستونزه به حل شي.

-
بېرته شاته