(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون قامي جرګه

[10.Feb.2020 - 11:31]

پښتون قامي جرګه، پښتونخوا

عوامي نیشنل ګوند د 2020 کال د مارچ په لسمه نېټه د قامي جرګې د جوړولو غږ (اعلان) وکړ. مونږ د قامي جرګې ملاتړ او هر اړخیزه مرسته کوو.

پښتون قامي جرګه  دهېواد، سېمې او ورسره د  نړۍ د امن او  ټېکاو (ثبات) لپاره به زامن وي

پښتنو په خپل اوږد کړکیښ (تاریخ ) کې ډیرې سړې او تودې ليدلي دي، خو تل ئې خپل ملي او قامي پیژند ( هويت ) ساتلی دی  او خپلې  ستونزې یې په جرګو حل کړیدي.

 

 د پښتنو په خاوره  اور بل دی،  امن او ټېکاو (ثبات) د پښتنو بنسټي اړتېا ده. جرګه د پښتونولۍ ژوندی کړکېښ/ پېښلک ( تارېخ) دی. په کابل کې د امن جرګې ، په پېښور او  نوښار کې د پښتون جرګه فورم له خوا امن جرګې ، د پښتونخوا قامي ګوند له خوا  په پېښور کې قامي جرګې ، دعوامي نشنل گوند له خوا  په باچاخان مرکز کښې قامي جرګې،  د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا په بلوچستان کښې قامې جرګې او له هېواده بهر د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) له خوا  په جرمنې او برتانېا کښې قامي جرګې، چې  د پښتنو قامي (ملي)، سېاسي ، مذهبي مشرانو ، پوهانو،  د ډلو ، ټپلو، ټولنو او ګوندونواستازو او د نظر لرونکو پکې ګډون او برخه لرلې وه  جوړې شوې وي

 

دپردیو له خوا پر پښتنو راتپل شوې جګړې څخه پښتانه  ستړي شوي دي. پښتانه امن غواړي ، دامن جرګه غواړي، د امن غوښتنه کوي،  دامن غږ اوچتول غواړي،  خپل راتلونکې کول (نسلته ژوندون او رڼا سباوون غواړيد وخت دا غوښتنه ده، چې قامي مشران خپلو کښې سره کېنې د سېاستونو ښکار نه شي، د قام د ستونزو د حل لپاره لارې راوکاږي او ولس ته یې مخې ته کېږدي او داځل یې  دکوټلې پاېلو غوښونکي دي

 

مونږ په  ټولو ملتپاله  ګوندونو، غورځنګونو ، قامي مشرانو او سېاستوالو غږ کوو، چې د پښتون قامي جرګې  پریکړې په اتفاق پلي (عملي) کړيدغه راز  په سېمه اونړۍ کښې په سوله  خوښو او امن خوښو ځواکونو غږ کوو،  چې  د پښتون قامي جرګې د  روا  غږ ، چې په سېمه  او نړۍ کۍ به د امن ځامن وي په کلکه ملاتړ وکړي.

په درناوي

نصیر ستوری

جنرل سېکرټري دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

-
بېرته شاته