(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

انقلابي سندرغاړی

[28.May.2020 - 16:14]

خوږ غږی انقلابي سندرغاړی کبیر خان امیري 

 

په  سترګو نه ويـنم  په غوږو  يې  اورېدلى    شمه 

په ليك كې مه راوړه پيغام د ساز نغمو كې راوړه

 

سندرغاړي ، فنکاران او هنرمندان د ولس په بیدارۍ کې کره رول لوبوي، ځکه چې د پښتني ټولنې زياتره وګړي نالوستي كسان دي، ليك لوست نه شي كولاى خو موسيقي، ټنګ ټكور، فن او هنر سره مينه لري. د شاعر كلام او پيغام د شعر، نظم،  يا سندرې په بڼه د موسيقۍ په بدرګه اوري 

􏰀

خوږغږی سندرغاړی او ټولنیز چارند (مدني فعالښاغلى كبيرخان اميري د هېواد د هغه بااستعداده او لوستو  نومېالیو  هنرمندانو او فنکارانو  له ډلې څخه دى، چې د خپلې زده كړې  او کار تر څنګ يې دپښتني كولتور چوپړ (خدمتته ملاتړلې ده. په خپل زړه راښکونکي او خوږ غږ یې د موسېقۍ په ملتېا د ولس په بیدارۍ کښې پوره او درنه ونډه لرلې ده.د پښتون ژغورنې غورځنګ لپاره یې ډېرې ترانې ویلی دي. ددې قامي غورځنګ د غښتلو او نه ستړی کېدونکو مبارزینو له ډلې څخه دی.

ښاغلی کبیر خان پر 1977ع كال د ننګرهار ولايت د حسارك په ولسوالۍ كې  دپوځي افسر  امیرخان په کور کښې دې نړۍ ته سترګې غړولي دياو اوس په سويډن كې د مالمو په ښار كې استوګنه لري . د سويډن د مالمو په پوهنتون كې د سياسي پوهنځي څخه فارغ شوی او تر لسانس پورې یې خپلې زده کړي سرته رسولي دي.

دښاغلی کبیر خان کورنۍ هم د پښتني کولتور ، هنر اوادب په ډکر کښې ځلنده نوم لري.   دكورنۍ مرستې او ډاډ او  د پردېسۍ  په ژوند کښې  د دوستانو او ملګرو تشويق دې ته هڅولی، چې موسيقۍ ته مخه كړي. د موسيقۍ كوم خاص لارښود نه لري، موسيقي طرزونه پخپله جوړوي او د موسيقۍ د الاتو د غږولو په برخه كې ورسره نجيب الله خان، فريدون خان او فيض الله خان امیري مرسته كوي ، ارمونيه (باجه) او کېبورډ غږولى شي . سويډن، ناروې، ډنمارك، انګلستان، جرمني او نورو اروپایي هېوادونو كې یې  ژوندي (لايف) پروګرامونه هم وركړي دي.

 

ښاغلی کبیر خان.وایيزه چې كله جرمني ته راشم، نو خپل وطن راته راياد شي او داسې احساس كوم، لكه چې خپل وطن ته راغلى يم، دا ځكه چې دلته اوسېدونكي مساپر پښتانه له خپل پښتني كولتور سره ډېره مينه لري. د المان د پښتنو پښتنه مينه، پښتني غېرت، له پښتو موسيقۍ سره مينه او د پښتنو هنرمندانو او فنکارانو  تشويق، مېلمه پالنه او افغاني غرور زما پښتني احساس راتازه كوي او ماته ډاډ حاصلېږي او د خوشحالۍ احساس كوم.

 فن ، هنر او موسيقي انسان ته روحي خوشحالي او تسكين وركوي، دی وایي: په دې خبره باندې هغه كسان ډېر ښه پوهېږي، چې له وطن څخه لرې او په مساپرۍ كې ژوند كويهغه زېاتوي ، چې له موسيقۍ سره درې نور بنسټي څېزونه  هم تړلي دي لكه شعر، ادب او هنر

هر هغه څوك چې موسيقي غږوي، نو هرو مرو بايد د ادب چوكاټ ته ننوځي او د شعر په مفهوم باندې يې ځان پوه كړى وي اوپه هنر باندې ئې رنګين كړي

شعر، هنر، فن ، موسېقۍ،  سندرغاړي او هنرمند ته بايد په درنه سترګه  وكتل شي.هرهغه شعر چې دشاعر او ناظم  د زړه څخه راوځي سندرغاړی او هنرمند یې په موسېقۍ کې راونغاړي، نو  په زړه  او روح باندې اغیز كوي پدې هکله ښاغلی کبیرخان  امیري وایيكله كله چې زه د ملنګ جان استاد شعرونه لولم اوواېم،  نو د هغه دا خواږه الفاظ په ما  دومره اغېزه كوي، چې بې اختيار مې له سترګو اوښكې راځي.  

موسېقي زموږ د دود دستور، رسم و رواج، ژوند ژواک  يوه بنسټي  برخه ده، د پښتنو حجرې او دېرې په ټنګ ټکور تودې وي. نوپکار ده چې د موسيقۍ پالنه وشي او  دقدرپه سترګه ورته  وكتل شي.

درنښت

نصیر ستوری

-
بېرته شاته