(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کبير ستوري ته

[08.Jul.2020 - 21:22]

 ارواښاد ډاکټر کبير ستوري ته

زه له په خړپوسو ووم چې ته وې  سر لښکر د  قام
ما به تل  واييل چې کاش  ملاو شي ماته  ستا مقام

 

کله  چې زلمې  شوم  ستا  په  لوري در روان  شومه
څومره تکليفونه ازميښتونه او سختې  ګام  په  ګام

 

ځان ته مې واييل  مقام د ستوري ته ختل ګران دي
چرته کې پړکه چرته کې لومه جرته پروت  دې دام

 

لاس  مې  په  تندي  دراني   کيـښودو  د   لرې   نه
دنګې  حوصلې  د کبير ستوري  ته  مې  سور سلام

شبير خان دراني

-
بېرته شاته