(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دډاکتر ولیزي په مړینه

[12.Jan.2021 - 15:31]

د غمرازۍ څرګندونه 

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) د مشرانو جرګې غړي د خوست پوهنتون پخوانی رئیس او د لوړو زده کړو وزارت مرستېال پوهنوال ډاکتر ګل حسن ولیزي د ورپیښی  ناروغۍ له امله  په ۱۱جنورۍ۲۰۲۱ نېټه د دوه نۍ  ( ګل/ دوشنبې ) په ورځ د جرمني د بن په ښار کې لدې  فاني نړۍ  څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې. اناالله و انا اليه راجعون .
 ارواښاد ډاکتر ګل حسن ولیزي  د پښتو، پښتونولۍ سره بې کچه مینه لرله ، چې له همدې امله یې دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو جرګې د غړيتوب ویاړ درلود اود ګوند د مشر د سلاکار په توګه یې د پښتونخوا (احمدشاه بابا افغانستان) دسیاسي ټیکاو، سولې، ابادۍ او د پښتنو د قامي یووالي لپاره د دیادوونې وړ هلې ځلې کړي دي.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر، د مشرانو جرګه  او د ګوند ټول غړې  دارواښاد  د کورنۍ اوخپلوانو سره  په دې دروند غم کې ځان شریک ګڼې د لوې خدای له درباره ورته د جنت فردوس غوښتنه او  د کورنۍ غړو او خپلوانو  ته یې د زړه صبر غواړي .
 
ارواښاد پوهاند ډاکتر ګل حسن ولیزی د  د ولی خان زوی د خوست ولایت تریزیو او علیشرو ولسوالۍ دزیړې غنډۍ اوسیدونکی دی. نومړي په ۱۳۳۱ هجری لمریز کال کې د خوست په ولایت کې نړۍ ته سترګی پرانیستی دي. لومړنۍ زده کړې يې د خوست د تریزیو لومړني ښوونځي او منځنۍ زده کړې يې د کابل ابن سینا منځني ښونځي کې کړي دي. نوموړی د کابل دار المعلمين څخه په ۱۳۴۷ هجري لمريز کال کې په لوړه درجه فارغ شو. ښاغلی دوکتور وليزی په ۱۳۴۸ کال کې د کانکور ازموينې ورکولو وروسته د کابل پوهنتون پ ساينس پو هنځي کې شامل او په ۱۳۵۲ کال کې د ساينس پوهنځي څخه په عالي درجه فارغ شو. تر فارغېدو وروسته نوموړی د ساينس پوهنځي د کيميا ډيپارټمنت په علمي کادر کي د استاد په تو ګه وګمارل شو. ښاغلی وليزی په ۱۳۵۸ کال کې دکابل پوهنتون له خوا دآلمان د Deutscher Akademischer Austausch Dienst (DAAD) موسسې د سکالرشېپ څخه په ګټې اخیستنې سره د آلمان بن (Bonn) پوهنتون ته د ماسټرۍ دورې بشپړېدو لپاره واستول شو. نوموړي د بن پوهنتون څخه د عضوي کیمیا په برخه کې په عالي درجه د ماسټرۍ ډېپلوم او دوکتورا (Phd) اسناد ترلاسه کړل. دوکتور ولیزي په آلمان کې د بن پوهنتون د کیمیا انسټیټوټ Deutschen Forschungsgesellschaft(DFG) د علمي غړي، د آلمان په Witzenhausen کې د GTZ په مالي مرسته د افغاني او آلمان متخصصینو کرنیزو پروژو غړی او د Firma Lilly Deutschland GmbH فارمسي سلاکار په توګه او همدارنګه نورو برخو کې دندې ترسره کړي دي. پوهنوال دوکتور ګل حسن ولیزی په ۱۳۸۴، ۱۳۸۵ او ۱۳۸۶ کلونو کې هر کال یو سمسټر د مېلمه پروفیسور په توګه د آلمان DAAD موسسې په مالي مرسته، په کابل پوهنتون ساینس پوهنځي کیمیا څانګه کې د عضوي کیما تدریس کړی دی.
پوهنوال ولیزی دخپل ول
نوموړی په ۱۳۸۶ کال زمري میاشت کې بیا د کابل پوهنتون ساینس پوهنځي کې د استاد په توګه وګمارل شو او وروسته یې د لوړو زده کړو وزارت له خوا د خوست شېخ زاید پوهنتون د رئیس په توګه مسئولیت پر غاړه واخیست. دوکتور کل حسن وليزی دخپل پنځه کلن رياست په وخت کې د شيخ زايد پوهنتون د ودې اوپرمختګ لپاره په زړه پوري او وړخدمتونه کړيدي.
دوکتور ولیزي د کابل پوهنتون سیانس پوهنځي لپاره په پښتو ژبه د عضوي کیمیا دوه کتابونه لیکلي دي. د عضوي کیمیا لومړی ټوک د (الیفاتیک) په برخه کې لیکل شوی دی او د ساینس پوهنځي کیمیا څانګه کې دویم ټولګي په دریم او څلورم سمسترونو تدریس کیږي. د عضوي کیمیا دویم ټوک د (اروماتیک او هیتروسیکلیک) په برخه کې لیکل شوی دی او د کیمیا څانګې دریم ټولګي په پنځم او شپږم سمسترونو کې تدریس کیږي.
پوهنوال دوکتور وليزی د ۱۳۹۱/۳/۲۸ راهیسي د لوړو زده کړو وزارت د مالي اواداري چارو مرستيال په تو ګه مسئولیت پر غاړه واخیست او تر ۱۳۹۴ چنګاښ ۱۵ پورې په یاد پوسټ پاتې شو.
نوموړي په ۱۳۹۱ لمريز کال کې نږدې دوې مياشتې د کابل پوهنتون سرپرست رئيس پاتې شوی اوهم په ۱۳۹۰ کال کې د مشورتي دوديزې لوی جرګې غړی او ديارلسمې کميټې منشي وو. 
پوهنوال دوکتور وليزی اتلس ۱۸ علمي آثار لري چي له هعې جملې څخه دوه د عضوي کيميا آثار يي په پښتو اودري ژبو  دهيواد دعالي دارالمعلمينونو لپاره ليکل شوي دي
http://www.pashtoonkhwa.com/?page=psdp&id=39

-
بېرته شاته