(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغان ملت ګوند ته

[15.Jan.2021 - 23:27]

دافغان ملت ګوند او د افغان ملت مترقي ګوند دیوځای کېدو له امله د پې ایس ډې پې د مبارکۍ پیغام.

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د پښتنو دحقوقو او قامي وحدت،  لپار هلي ځلي کوي او تل یې د ملتپاله ګوندونو او ټولنو د اتفاق ، یووالي او نژدوالي لپاره خپل غږ پورته کړیدی، چې له نیکه مرغه   د ښاغلي ستانه ګل شیرزاد تر مشرۍ لاندې دافغان سوشل ډیموکراټیک ګوند ( افغان ملت ) او د ښاغلي اجمل شمس تر مشرۍ لاندې دافغان ملت ملي مترقي ګوند یوځای شول

مونږ  د دواړه ګوندونو پتمنو مشرانو او غړو ته د زړه له تله مبارکي وایو او د پښتنو / افغانانو په نورو ملي،  ډیموکراتیکو  ګوندونو او ټولنو  غږ کوو،  چې  په شرېکو ټکو او ګډو موخو  سره د یوې  جبهې  په بڼه په یو ټغر راټول  شي او  د ملتپاله پوهانو، ليکوالانو، شاعرانو، ټولنيزو، قامي (ملي) ، ولسي او دولتي سړيتوبونو (شخصیتونو) په یو مرکز د راټولیدو هڅه دې وشي ، تر څو دیو غښتلي او کوټلي دریځ په لرلوسره  د پښتنو د حقوقو، د پښتو ژبې  د ودې ، پر مختګ او د قام د یووالي، سوکالۍ، تلپاتې امن او ثبات ( ټیکاولپاره  هلې ځلې وشي او دخپل راتلونکي نسل  د رڼا سباوون او خوشاله ژوندون لپاره کوټلي ګامونه واخستل شي

پښتانه په سيمه کې يو ستر ځواک دى ، پغير د پښتنو د قامي وحدت، سوکالۍ  او ارامۍ څخه په سیمه او هېواد کې ثبات ( ټیکاو) ،  تلپاتې امن او سوکالي نه شي راتللې.

 په درناوی 

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP

-
بېرته شاته