(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسولې دخبرو په هکله

[24.Mar.2021 - 10:10]

24.03.2021 رسنیزه څرګندونه!!
د افغانستان د ربړې او د ټولیزو(عمومي) حالاتو  داسې څرګندېږې، چې یو څه اووښتونونه او بدلونونه راروان ديپدې لړ کښې د ډیورند دتش په نامه  کرښې اخوا میشت پښاته هم بې اغېزې نه شي پاتې کیدای، نو که په راتلونکي کښې هر اوښتون/ بدلون راځې نو اړینه  ده، چې دا اوښتون لکه د ۲۰۰۱ کال د بن د کنفرانس دپرېکړې  په شان  غیر عادلانه او  دپښتنو پر ضد نه وي.

 د روسیې په کوربه توب د18.03.2021 نېټې غونډې  وښوده، چې د افغان حکومت او د تالېبانو پلاويو کښې د پښتنو  استازو ته ځای نه وو ورکړل شوی

تالېبان  چې په ښکاره ډېره کی (اکثریتنژادي پښتانه دي، د پښتنو استازولي نه شي  کولی او نه د پښتنو استازي دي او هغوۍ هم  ځانونه د پښتنواستازي نه  بولي.

دا چې پښتانه په سيمه کې يو ستر ځواک دى، هېواد او سيمى ته ټېکاو(ثبات) او امنيت بخښي، نو د دوحې د سولې په خبرو کښې او د ترکیې په راتلونکې غونډه کښې د پښتونخوا ( احمدشاه بابا افغانستاند ملت پاله سیاسي او غیري سیاسي ډلو ټپلو ونډه او برخه اخستل به تلپاتې اوربند ته  ارومرو لاره اواره کړي، د سولې خبرې اترې به لا ګړندۍ کړي او ريښتینې سوله به پلي کړي.  

مونږ د سولې د خبرو اترو له اړونده ډلو او واکمنو څخه  په کلکه سره غوښتنه کوو، چې د سولې په خبرو کښې دې پښتنو  ته د غوڅ ډېره کي او د قربانیو پر بنسټ ونډه ورکړل شي، تر څو امن او سوله یقیني شي.

 دغه راز تالېبانو ته په کار ده، چې  تر هرڅه لومړی اوربند اعلان کړي، چې د بېلابېلو نومونو لاندې د پښتون وژنې لړۍ بنده شي او د بهرنيو  پوځونو وتلو ته لاره برابره شي.

د نړیوالو او ډیموکراټیکو نورمونو سره سم دې دملګرو ملتونو تر څارنې لاندې  ولسمشرېزې ټاکنې تر سره شي،   په سوله ایزه لاره دې  نوې حکومت ته واک  وسپارل شي.

که اړتېا ولیدل شي، په اساسي قانون او دغه راز د  شته نظام په  ادارو کښې   دې سموونه (اصلاحات) راوستل شي.

د سولې د خبرو ځنډول  ېا اوږدل د پښتنو/ افغانانو د وژلو او د ملي شتمنیو لوټولو او ویجاړولو غزول دي

بی  له  خبرو اترو، اوربند او سېاسي هوکړې بله لار نه شته،  مخکې وي او که  وروسته، ټول به دې لارې ته راځي. په جنګ او زور کلي نه کېږي

په پایې کښې یوځل بېا دسولې  دخبرواترو په ښکېلو  غاړو  په کلکه ټېنګار کوو، او غوښتنه ترې کوو، چې د پښتنو وژنه چې د هر لورې له خوا تر هر نامه لاندې  سره کېږي  بنده کړي.

په درنښت

نصیر ستوری

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند جنرل سیکرټري

*****************************

 

 

مننه او کورودانی

دافغانستان د ولسي جرګې مرستیال الحاج محمد نذیراحمدزی په 29.03.2018 نېټه المان ته راغلي وو، چې ښاغلي سرور  احمدزي او په بن کښې دافغانستان جنرل کونسل نعمت الله ثایر يې ملتیا کوله

ښاغلي احمدزي د کولن په ښار کښې د یو شمیر روڼ اندو افغانانو سره لیدنه وکړه او خپل نظرونه یې شرېک کړل. ددې لېدنې کتنې په لړ کښې مې له ښاغلي احمدزي څخه غوښتنه وکړه، چې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند غوښتنې د افغانستان جمهورریئس ښاغلي اشرف غني ته ورسوي او پخپله هم ددې غوښتنو په پلې کولو کښې مرسته وکړي، چې په ورین تندې یې ژمنه وکړه، چې هیواد ته درسیدو سره به ګام پورته کړي..

د ژمنې سره سم الحاج محمد نذیر احمدزي زمونږ غوښتنې جمهور ریئس ته رسولې او پخپله هم لاس پکار شوی  دي مونږ ترې د  زړه له تل نه  مننه او خوښنه کوو ، کور یې ودان

***********************

دافغانستان جمهور رېئس ښاغلي اشرف غني نه اړینه غوښتنه

پتمنه!

لکه چې څرګنده ده د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې ګڼ شمیر قامونه یوځای وسیږي، چې د ډیره کی(اکثریت) قوم ژبه اوکولتور پکې بر لاسی(حاکم) دی اودلږه کیو قامونوبرخې( حقوق) پکښې دهغوۍ د شمیر (نفوس) په کچه (اندازه) د بنسټیزکړنلارښود(اساسي قانون) په کړۍ کې خوندي دي. افغانستان هم د ورونو قومونوګډ کور دى،چې ګډ تاریخ، ګډکولتور اوګډ ویاړونه لري.

د افغانستان دغوڅ  ډیره کي (اکثریت) قام ژبه «پښتو» په اساسي قانون کښې دهیواد قامي (ملي) او دفتري (رسمي) ژبه ده، د بنسټیزکړنلارښود(اساسي قانون) او دنړیوالوجمهوري( ډیموکراټیکو) نورومونوپرخلاف په رسمي، اقتصادي، ټولنیز او سیاسي ډګر کې د افغانستان د ځینو لوړ پوړو چارواکو او ادارو له خوا د هیواد دننه اوبهر په شعوري توګه په دولتې/ حکومتي ادارو،دفترونو، رسمي اوغیر رسمي غونډو، سیمینارونو او کنفرانسونوکې له پامه غورځول شوې ده او هیڅ شتون نه لري.

دجمهوري ریاست (دربار) اداري او دوتري (دفتري) کارونه،رسمي مکتوبونه، فرمانونه،رسنیزې خبرتیاوې اعلامیې اواړیکي (کمونیکیشن) په دري ژبه دي.

دجمهوري ریاست (دربار) د وزارتونو،مشرانو جرګې،ولسي جرګې،سترې محکمې، د ټاکنو د کمیسونونو، امنیتي ادارواو دملي امنیت شوری اداري او دفتري کارونه،  رسمي مکتوبونه، لیکنې، رسنیزکنفرانسونه،خبرتیاوې ، انټرنیټي دېرې (ویب پاڼې)، فرمانونه،  اړېکې (کمونېکېشن)او تړونونه په دري ژبه دي .

رسنۍ او میډیا په سلو کې 95 په دري ژبه ده او په زیاترو دولتي/حکومتي ادارو کې د خپلسرو زورواکو له خوا د متنازعه اشخاصو انځورونه زوړند شوي،چې هیڅ اړتیا ورته نه لیدل کیږي.

له هیواده بهر دسفارتونو اوکونسلګریو انټرنیټي ویب پاڼې،خبرتیاوي، اړین مالومات، دپاسپورت غوښتنلیک، نکاح لیک، وکالت لیک،د زیږیدو د تصدیق او نورې pفورمي په انګلیسي او دري/پارسې ژبه دي. کله چې ئې له چارواکو وپوښتل شي، نو هغوۍ وائې چې موږ ته بهرنیو چارو وزارت پښتو فورمې نه دي رالېږلي، چې په دې سره په لوې لاس تر اوسه پورې داساسي قانون پرخلاف د هیواد غوڅ ( قاطع)او مطلق ډیره کي (اکثریت) قام «پښتون قام» د ژبې، کولتور،حقوقو او ارزښتونو سپکاوی کیږي چې دا غیر عادلانه کړنې نور د زغملووړ نه دي ، ولسي غبرګون راپاروي، چې ښې پایلې به ونه لري.

پښتانه په هیواد او منطقه کې يو ستر ځواک دى، هیواد اوسيمى ته ټیکاو( ثبات) او امنيت بخښى. زمونږ په اند «پښتو ژبه» دافغانستان داساسي قانون د16 مې مادې پر خلاف له دولتې/حکومتي ادارو لرې ساتل او دپښتني کولتور ارزښتونه او حقه حقوق له پامه غورځول یو ناوړه، غیرانساني، غیر قانوني، غیر عادلانه او دانساني ( بشري) حقونو نه بهر خبره ده، چی هیڅ اخلاقي،حقوقي او قانوني جواز نه لري.

د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند په دې وسیله له تاسې ښاغلي جمهور ریئس څخه په ډېر درناوي په کلکه غوښتنه کوي، چې د هیواد د لومړي زمه وار شخص په حیث، دملګرو ملتونواو دنړیوالو ډیموکراټیکو نورمونو پربنسټ،دقانون دتطبیق په موخه دافغانستان د اساسي قانون د 16 مې مادې قانوني حقوق برحال اود پلې کولو ا و تطیبق لپاره ئې کوټلي ګامونه واخلئ، ترڅو دپښتو ژبې په مقابل کې روانو بې عدالتیو ته د پائې ټکی کیښودل شي او په رښتیني توګه قانون او ډیموکراسي پلې شي.

په درناوی

نصیر ستوری

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند جنرل سېکرټري

E-mail:[email protected] E-Mail: [email protected] Web.: www.pashtoonkhwa.com

Mobile/Handy: 00491621356202

 

-
بېرته شاته