(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سلېم راز په مړینه

[02.Jun.2021 - 13:46]

د پښتو د ادب دکاروان مخکښ هم وكوچېد.
17.05.2021: د پښتو ژبې د وتلی لیکوال، څېړونکی، شاعر، سېاستوال او ژورنالست سلیم راز د ورپیښې ناروغۍ له امله نن په پښتونخوا کښې لدې فاني نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړې.  انا لله واناالیه راجعون
ارواښاد سلیم راز د خپل عمر ډيره برخه په قامي  اوانقلابي  غورځنګونو  کې تېره کړې،  تر مرګه پورې یې د پښتنو د سوکالۍ او ابادۍ لپاره ملا تړلې وه. ګڼشمیر کتابونه او مقالي یې مونږ ته راپاتې دي، چې دده ېاد به تل تازه ساتي. 
ارواښاد سلیم راز  هم  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند سره ډیری نزدې اړیکې لرلې. چې پدې ترڅ کښې دپښتو عالمي کانفرنس تر سیورې لاندې نړیوال کانفرانسونه جوړ کړی وو، چې د ګوند مشرانو او استازو پکښې هم برخه اخستې وه. 
 د ښاغلي سلیم راز  مړینه د پښتنو/ افغانانو لپاره ډیره غټه تشه ده.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د ارواښاد سلیم راز کورنۍ ، خپلوانو، سېاسي او ادبي ملګرو سره پدې درون غم کښې ځان شریک ګڼي.اروا یې ښاده ، جنت فردوس یې  په برخه. درنښت

نصیر ستوری

Pashtoons Social Democratic Party 
(PSDP)
#RIPSaleemRaz

-
بېرته شاته