(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مور بي بي په مړېنه

[02.Jun.2021 - 14:08]

د مور بي بي نسیم ولي خان په مړینه دPSDP دغمرازۍ  څرګندونه
درهبر تحریک خان عبدالولي خان میرمن،  نسیم ولي خان  د ۲۰۲۱ ع کال د مۍ په ۱۶مه نېټه ديوه نۍ (اتوار/ یکشنبې ) په ورځ په 88کلنۍ کښې  لدې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټې کړي.نن ماښام شپږ بجې به یې په ولي باغ ، چارسده کښې جنازه خاورو ته سپارل کېږي.
انا لله و انا الیه راجعون
د پښتنو میرمنو ونډه په سېاسي هلو ځلو کښې له تاریخي پلوه  ډیر لوې ارزښت لري، خدایبښلې مور بي بي نسیم ولي خان  په ډېرو ترینګلو وختونو کښې د قامي سېاست ډګر ته راووتله او په ډېره زړورتېا یې د قامي مبارزې بیرغ اوچت کړ، دپښتنو مبارزو میرمنو او په تیره بېا د میوند د ملالې ېاد یې تازه کړ.
ارواښادې مور بي بي نسیم ولي خان هم لکه د نورو قامي مشرانو په څیر د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دمشرانو  سره ډېرې نژدې اړیکې اوراشه درشه  لرله. 
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (پشتون سوشل ډیموکراټیک پارټۍ) ارواښادې مور بي بي نسیم ولي خان مړینه پښتون ملت ته ستر زیان بولي، د لوې خدای له درباره ورته د جنت فردوس غوښتنه کوي، ښاغلي اسفندیار ولي خان او دکورنۍ نورو غړو او د عوامي نشنل ګوند سره په دې دروند او نه جبران کېدونکي غم کې ځان شریک ګڼي.
اروا یې ښاده.

نصیر ستوری

 دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند
#RIPBegumNasimWali

-
بېرته شاته