(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د عثمان کاکړ په مړینه

[21.Jun.2021 - 13:27]

انالله وانا الیه راجعون
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ او اېالتي مشر، د PTM غښتلي مټ  او د پښتون غمځپلي قام رسا غږ عثمان خان کاکړ   د ۲۰۲۱ ع کال د جون په۲۱مه نېټه د دوه نۍ (ګل/ دوشنبې) په ورځ   د شپېتو کلونو په عمر لدې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټې کړي.
قامي مبارز، غښتلي او ژمن ملتپال ارواښاد عثمان خان کاکړ په هر ډګر کښې په زړورتېا او میړانه د مظلوم اوځپلې پښتون قام غږ اوچت کړي. د پښتون قام او خاورې د ټیکاو، سوکالۍ  او ابادۍ  لپاره ې د یادوونې وړ اونه هېرېدونکي هلې ځلې کړي دي.
که څه هم ارواښاد په جسماني توګه له مونږ څخه بیل شو، خو په معنوي توګه به تل زمونږ.په زړونوکښې  ژوندی وي،کارنامې او ېاد به یې تل تازه وي.
ارواښاد کاکړ  هم لکه د نورو قامي مشرانو په څیر د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دمشرانو  سره  نژدې اړیکې اوراشه درشه  لرله. 
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (پشتون سوشل ډیموکراټیک پارټۍ PSDP) د ارواښاد عثمان خان کاکړ مړینه پښتون ملت ته ستر  زیان بولي، د لوې خدای له درباره ورته د جنت فردوس غوښتنه کوي، مشر محمود خان اڅکزي، ډاکتر امان کاکړ، خوشال خان، دوران خان او د کورنۍ نورو غړواو د پښتونخوا ملي عوامي  ګوند سره په دې دروند او نه جبران کېدونکي غم کې ځان شریک ګڼي.  اروا یې ښاده.
 دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند


#RIPUsmanKhanKakar
#UsmanKakar
#ShaheedUsmanKakar

-
بېرته شاته