(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د قریشي د څرګندونو

[21.Jun.2021 - 13:32]

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قریشي د څرګندونو او طلوع نیوز د کړنې  غندنه! 
د پښتنو  ټولنیز  ولسولیز ګوند PSDP دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي څرګندونې د ډیورند کرغېړنې کرښې په هکله په کلکه غندي. 
د  ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ نه، بلکه د پښتنو دخپل ټاټوبي لرې او برې پښتونخوا  تر منځ ده. 
د ډیورنډ کرښې (ډیورنډ لاین) په هکله به  پردي هیوادونه او پردي خلک هر څه وائې مګر خبره د پښتون لوی ملت  پوري تړل شوي ده او بل هیڅوک دا حق نه لري چې د پښتون/افغان قوم د خوښې پرته  د پښتنو سرنوشت وټاکي
دغه کرښه د ډيفیکټو، de facto په بڼه (شکل) شته، مګر ډيجوري de jure نه ده. مطلب داچې کرښه شته خو قانوني حیثیت نه لري. دا کرښه پښتون/ افغان ولس او افغان حکومت  هم غیر قانوني اعلان کړي  او د de jure شکل ئې نه مني.
دغه راز مونږ د طلوع نیوز پښتون ضد کړنه په کلکه غندو او د افغان حکومت څخه غوښتنه کوو، چې  د ( طلوع نیوز )  ددې افغان ضد او ملي ارزښتنواو ملي ګټو ضد کړنې  پلټنه وکړي او د طلوع تلویزون  د تل لپاره وتړي.
#Durand
#WeNeverAcceptDurandLine
#TOLOnews

#AfghansNeverAcceptDurandLine

 

-
بېرته شاته