(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بیلابیلې

[14.Jan.2022 - 08:23]

مونږ امریکایانو ته وایو، غربیانو ته وایو، چې خدای لپاره سوچ وکړئافغانستان کښې دا وینه بنده کړئ، دې منطقه کښې وینه بنده کړئ.

دلته قوت پښتون دی، دلته اکثریت پښتون دی، دا هېواد پښتون جوړ کړیدی، دا سمبالولی هم پښتون شي دا بل هېڅوک نه شي  سمبالولی

که تاسو پښتون ته لاس ورکړ، نو پښتون ښه دوست هم دی، په مینه درسره دوزخ ته هم ځي، اما په زور جنت ته درسره نه ځي

خواست مو نړیوالو ته دادی، چې باید دوۍ پښتنو سره خبره وکړي، پښتانه دلته ټېکاو(سټیبیلټي راوستلی شي.

پاکستان د یو خاص مقصد لپاره جوړ وو، هغه مقصد اوس خلاص شوی دی. مونږ جنګ نه غواړو، پاکستان پداسې یوه ښکلې طریقه باندې ، چې پنجاب چونکه نېم پنجاب پاکستان کښې دی اونېم هند کښې دی دا خپله خاوره یوځای شي. نېم سند په پاکستان کښې دی، نېم په هند کښې دی، نو دسندېانو خاوره به هم یوځای شي، بلوڅ نېم په پاکستان کښې دی او نېم په اېران کښې  دی، نو دا به هم خپل شي او پښتانه به هم خپل شي.

(علي خان مسید22.06.2013 )

...................

دپښتنوټولنیز ولسولیز ګوندSozialdemokratische Partei der Paschtunen(PSDP)  چې دپښتنو رسالت  ورپغاړه دی  د ټولو پښتنو ګډ کور اوشریک ملي (قامي)سنګردی چې، د پښتنو د قامي شعور او احساس د رابیدارولو ،د ولسولۍ  په  چوکاټ کې د پښتنو د حقوقو د لاسته راوړنو، سوکالۍ، ابادۍ، خپلواکۍ  او قامي وحدت   لپاره  بې له ستومانتیا او ستړتیا، دپښتني دود، رواج، دستور، عنعني اود پښتونولۍ  د ارونو (اصولو)سره سم مبارزه اوهلي ځلي کوی،  چې دخپل بنسټ راایسي  په دې لاره کې د ډیرو تودو، سړو، ربړو، ستونزو، کړاونو او د سختو  ازموینو سره مخ شوی ، خو خپله ډیوه ئي بله او روښانه ساتلی ده

دغه راز دهیواد دننه اوبهر ځیني کولتوري ټولنې سیاسي او غیرسیاسي خوځښتونه دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند پیداوار (تولید) ، لاسته راوړنه او ثمره هم ده .

پښتانه ټول د یو وجود حیثیت لري، دپښتنو ټولنیز  ولسولیز ګوند (PSDP) په دې پوره یقین اوباور لري چې " تر څوپوري پښتنو خپل قامي پیژند (تشخص) نه  وي  پیداکړی، تر هغې  پورې  د  دوئ ټولنیزي  (اجتماعي) ربړي ( مسئلي) نه شي حل کیدلی او هیڅ  یو پښتون دپت، عزت ، درناوي او  سرلوړۍ  مقام موندلی  نه شي .

.......................

ژوند دلوي خدای ج له لوری په خپل مخلوق لورینه ده. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)د انسانانو ژوند، انساني کرامت او درناوي ته تر هر څه زیات ارزښت ورکوي او غواړي چې هیڅوک په غیر انساني توګه جسماني او ساوال ( نفسي/ روحي) ونه ځورول شي  اود ژوندپه ټولوچارو کې  مساوي حق ولري

................   

اوسني حالات داسې راروان دي، چې د پښتنو په سیمو کښې  په راتلونکې نژدې وختونو کښې او ېا کېدای شي د ډسمبر نه وروسته په ټولو پښتنو سیمو کښې  ېو بدلون  رامینځ ته شي. ددې بدلون موخه خو به لا پوره جوته نه وي.

 پښتانه دې له اوس نه پدې هڅه کښې شي، چې د اراتلونکي لپاره چې کوم بدلوونه راروان دي ونډه پکې واخلي او راتلونکی بهیر چې پر کومه خوا روان دی، دخپل قومي تشخص او ملي هویت لپاره یې هغسې مخې ته پخپله برابر کړي، لکه څنګه چې یې د پښتون قوم په واقعي مانا کښې غواړي.

(محمد شیرین ګردیوال)

................

 

نو زه دوۍ (تالېبانو) ته اپیل کوم ، چې دوۍ دې د سره سوچ وکړي، چې په جنګ جګړو او زور حکومتونه نه کېږي، پښتانه دې تعلمېافته کړي.                                      تاسو (تالېبانو) لږ ځان کښې عقل راولئ، داخلک د ستاسو ملت دی، دا ستاسو بچي دي. د پښتنو منطقه کښې تاسو خپل ښوونځي ( سکولونه) مه ورانوئ

ستا ښځه، ستا لور ،ستا مور چې ناروغه ( بېماره) شي، چې ېوه افغانه ډاکټره وي، ، ېوه پښتنه ډاکتره وي، نو ستا هدف نه ماتېږي. که دا مور او خور "ډیلي" ته بېایې او ېا یې بل  بل ځای ته بیایي، نو پردی سړی ېا ښځه لاس پرې وهي،اېا دغه شرم دی ؟ او که دغه شرم دی،چې ته خپله لور تعلیمېافته کړې، خپله خور تعلیمېافته کړې .

نو زه دوۍ (تالېبانو) ته اپیل کوم ، چې دوۍ دې د سره سوچ وکړي، چې په جنګ جګړو او زور حکومتونه نه کېږي، پښتانه دې تعلمېافته کړي ، که چېرې دوۍ ته خدای اقتدار بیا په لاس ورکړي. دوۍ دې په (پښتنو) رحم وکړي.

علي خان مسید

  2013

.................

 

پښتون قام د زمانې په یو ډېر حساس پړاو کښې واقع دی. که چېرې دغه حساس وخت مو له لاسه ورکړ او د قوم غوښتنې او هیلې مو جدي ونه نېولې ، نو بېا به ددې قوم تقدېر څه وي؟.

پدې پوهاوی پکار دی، چې دغه قام ته په تېرو درې ېا څلورو لسېزو کښې چا څه ورکړل!

اېا پښتون قام د ډیورنډ په دواړو خواوو کښې د پردیو د مفاداتو قرباني نه دی؟

پښتانه چا ته په انتظار دي؟

که پښتون قام تر اوسه پورې خپل داخلي او بهرني دښمنانان نه دي په ګوته کړي او ېا یې نه شي په ګوته کولی، نوکه دلته د ناتوانۍ خبره مطرح وي، نو بېا خو پغیر د " قامي وحدت " نه بله لاره نه شته

(محمد شیرین ګردېوال)2014

.............

ګوم قوم کې، چې نفاق او ‌‌‌‌‌‌ډلې وي، هغه خپل منزل ته رسېدی نه شيباچاخان

......................

دهدف لپاره لارې لټوئ، خو دلارې لپاره هدف مه بدلوئکبیر ستوری

..................

« درې شیان د ډېر وخت لپاره پټېدای نشي : لمر ، سپوږمۍ او حقیقت » . بودا

...................................

« د حکمت په کتاب کې ، صداقت لمړی څپرکی دی » . توماس جیفرسن

.....................

« په رشتیا کې ښکلا شته ، آن که رنځوونکې هم وي . هغوی چې دروغ وایي ، ژوند داسې ورېشي  چې لټ ته خوندور ، ناپوه ته ځلېدونکی او بې زوره ته زورور ښکاره شي » . جوز ناریس

.................................

« د ټګمارۍ په زمانه کې د حقیقت ویل یوه انقلابي کړنه ده » 

« جګړه سوله ، آزادي مرییتوب ، ناپوهي قوت دی » . 

« مونږ پوهېږو چې هیچا هم ځواک د پرېښودو په نیت ندی غصب کړی . ځواک یوه وسیله نده ، دا یو پای دی » . 

« که چېرې ته د راتلونکې انځور غواړې ، نو داسې یې وګڼه چې یو بوټ بې پایه د انسان پر مخ غوبل کوي » . جان اورول

.............

 

دخان شهید 48 تلین ېاد

لیک: نصیر ستوری

خان شهید: خامتا (کرباسو) په ټول هېواد کښې دکام دوستۍ او دانګرېز راج نه د باغي کېدو نښان وو او ېو داسې وېړېا او بې خرڅه پرې پیژ انده وو، چې په اسانه د سړي د زړه په مراد نور خلک خبرېده. زما ‌‌‌‌‌‌ډېر ملګري او روشتني کام دوسته کسان زما په مراد په لومړي ځل هم په دغه خامتاخبر شوي دي. 282مخ ( اودل سمدخان اڅکزی/زما ژوند او ژوندون)

******

زما ژوند زما ژوندون څخه ېو څو ویۍ 

شومیا = بهوک اړتال 158مخ

ښکومی = مخبر 167مخ

مېانځګړی = جج 191مخ

زن = عادت 192مخ

اېله جاری = رضاکار 296مخ

څېرۍ = کاغذات 300مخ

هسکار = قصداء 191مخ

لوی مړی = کبر 260مخ

لاس ګری = ضمانت 137مخ

خوني = قاتل 138مخ

ژواک = تهذیب 143مخ

مونډېز باور = اېمان 280مخ

ورا = جلوس 279مخ

چوڼلی = منتخب 342مخ

نیکت = میراث 355مخ

پوهیت = شاعر 365مخ

سرکاري غم = مالیه /ټېکس 369مخ

نادربې = معجزات 488مخ

غرمه ترړی = سراب 497مخ

ارز = عزت 516مخ

غټ غږی = لاو‌‌‌‌‌‌ډ سپېکر 45مخ

دړی = قد 77مخ

اوږدکی = مستطېل 112مخ

سراښی = حرس 117مخ

اړخېځ = ضیمني 408مخ

پت = وفاداري 345مخ

دود = قانون/ائین 137مخ

ښور = تحرېک 139مخ

بول = وعده 271مخ

خت = کمېس 347مخ

.............

« هغوی چې نه غواړي دلیل او منطق راوړي ، هغوی په پټو سترګو منونکي دي ، هغوی چې نشي یې کولی ، هغوی احمقان دي ، او هغوی چې جرئت یې نلري ، هغوی مرییان دي ». جورج ګوردن بېرون

................................

په چوپړ (خدمت) کښې اختلاف نه وي. اختلاف په خودغرضۍ کښې وي.    (باچاخان)

...................

 

زه پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) ښه پېژنم. پر دا  وطن د تېر شوي ظلم په پاېله (نتيجه) کښي جوړ دی. پ ټ اېم کمه ناروا خبره کوي چي تاسو غصه یاست؟.

له سواته نيولې بيا تر چتراله چي کم ناورين په دې خاوره تېر شو د دې به يو ردعمل خامخا را تلو، پښتون ژغورنې غورځنګ د هغه ناورين ردعمل دى.

مشر محمودخان اڅکزی

#PTMZindabad #PTMSymbolOfPeace

#ManzoorPashteenOurPride

............

 

پدې مونږ ډېورنډ نه منو، چې هغه زمونږ خاوره ده. انګرېز راڅخه قبضه کړه، انګرېز چې ولاړل ده ته یې په میراث پرېښوده. قبضه شوې ځمکه پدې مانا نه ده، چې بالا زما نه ده، زما ده، خو بل پر ناست دی. د ډېورنډ منل دا مانا ، چې هغه مې دروبخښله او دا مې دروبخښله. پدې باب باید افغانستان ښکاره او واضح موقف ولري.

پاکستان ته مو دا ویلي دي، چې افغانانو د ډېورنډ په سر تاسې سره  هېڅکله جګړه نه ده کړې، جنګ یې هم نه دی کړی

د ډېورنډ نه منل دا پدې مانا نه ده، چې دوستي نه درسره کوو، ډېره دوستي درسره کوو، ډېره انډېوالي درسره کوو. که ډېورند دې هم وو، همسایه یې او که اټک دې  وو هم همسایه یې ، هلته هم همسایه یې د اټک پر اخوا، خو بالاخره سره همسایه ګان یو

كه اوس په ډېورنډ کښې ته وا، په اټک کښې هم درسره همسایه ګان یو، نو اټک مونږ ته راکړه هلته به ډېره ښه همسایه ګي درسره وکړو. دوستې به درسره وکړو.

ملت یې زمونږه خواخوږی ملت دی، باعزته ملت دی، که پنجاب دی او که سند دی.

(حامد کرزی)

دافغانستان پخوانی رئیس جمهور

..............

 

 

 

مننه  اصغر افغان ستاسې لاسته راوړنې به تلپاتې وي

(نصیر ستوری)

دا چې زمونږ ډېره کی ولس او په تیره بېا ځوانان د کرکټ دلوبې په نه ګټلو دکرکټ دلوبغاړو له کړنو څخه ناخوښي څرګندوي او د کركټ بورډ څخه غوښتنه کوي، چې په ټېم کښې بدلون راولي، نو دې ته هم هېوادنۍ مینه وایي، چې ټول هېواد پال او ملت پال ولس دخپل هېواد په سرلوړۍ شعوري خوښي څرګندوي

له کلونو راایسې د کرکټ لوبغاړو  ولس ته خوښي بخښلې که لوبې یې ګټلې وي او که ګټلې یې نه وي، خو دهېواد ملي  توغ (بیرغ) یې ځلاند ساتلی.  

دغه راز په تیر شل کلن مزل کښې زمونږ ډېره کی ځوانان  د زده کړو په ګاڼه سنبال شول. د پرمختللی تخنیکې ودې پرمټ افغانستان هم د نړیوال کلي سره ونښلول شو

کورنۍ او نړېوالې میډېا ( رسنیو) ته د سترګې په رپ کښې لاسرسی پیدا شو. د نړۍ په ګوټ ګوټ کښې دهمنظره  پښتنوافغانانو له یوبل سره اړېکې پیداشوې  او هېوادنۍ مینه یې په غورځنګونو شوه.

احساس او شعور وده کړېده د پښتنو/ افغانانو ځوان کول (نسل) په شعوري توګه  دخپل هېواد او ولس د ملي ارزښتونو ساتنه ، درناوي او ستاینه کوي. همدې ته هېوادنۍ مینه وایي.

نصیر ستوری

-
بېرته شاته