(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون قامي جرګه

[09.Mar.2022 - 23:34]

د بنو د قامي جرګې په هکله رسنیزه څرګندونه (اعلامیه)

 

 

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) د خپل تارېخي رسالت له مخې، چې د خپل قام اوهېواد پر وړاندې یې لري، تل  د هغه شخصیتونو، ډلو ټپلو، سېاسي او ټولنېزو کړیو او ولسي غورځنګونو، چې د پښتون قام د یووالي، خپلواکۍ او پرمختېا په سپېڅلي بهیر کښې هلې ځلې کوي، ستاینه او ملاتړ کوي.
داچې د پښتونخوا ملي ولسي ګوند( پښتونخوا میپ)د
۲.۲۲کال د مارچ په ۱۱، ۱۲، ۱۳ مه  نېټه د بنو په  تارېخي سیمه کښې دپښتون  قامي جرګې د جوړولو تابیا کړیده، دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د دغه ارزښتناک ګام هرکلی او ملاتړ کوي.

په اوسني حساس ، سمه اېز او نړیوال پړاو کښې پښتانه د ډېرو ننګونو( چېلنیجونو) سره مخ دي. تارېخ دا په زبات رسولې ده، چې کله هم پښتون ولس د ورپېښو ستونزو پر وړاندې د ورورګلوۍ په یو ټغر راټول شوي، نو د بري او درنښت مقام یې خپل کړی دی.
مونږ د بنو تارېخي جرګه د موجوده ننګونو پر وړاندې ګټوره کړنه بولو، د پریکړو یې ملاتړ کوو، د پښتنو د یووالي او خپلواكۍ لپاره یې نیک فال ګڼواو هیله لرو، چې د پښتنو د سوکالۍ فکر لرونکي خلک او ډلې ددغسې  قامي جرګو د دوام او لاسته راوړنو لپاره نور کوټلي ګامونه هم واخلي.
په درنښت
د پښتون سوشل ډېموکراټیک پارټۍ
........
 
یادونه: داچې ګوند ته د بنو په جرګه کښې د ګډون او برخې اخستنې بلنه راغلې ده او مونږ  د وخت د کمښت له امله په جسماني توګه په جرګه کښې ګډون نه شو کولی، نو د جرګې د پریکړو په پلي کولو کښې به له دوۍ سره اوږه پر اوږه برخه اخلو.
Nasir Stori
Pontivystr.13
50389 Wesseling
Germany
E-Mail: [email protected]
Mobile: 00491631356202
Web: www.pashtoonkhwa.com

-
بېرته شاته