(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون رساله په

[14.Apr.2022 - 13:27]

پښتون رساله  په جرمني کې

لیک: نصیر ستوری

تاریخ پوهانو او څېړونکو د پښتون قام موجودیت د مسیح څخه 1400 کاله پخوا اود نوې پلټنې له مخې د مسیح نه دری زره کاله وړاندي او د پټې خزانې په حواله پنځه زره کاله مخکې ښودلی دی

د پښتولیک چې پخوا میخي و، پوهاند ډوکتور ګل جانان ظریف دوه نیم زره کاله د مخه راپه ګوته کړیدی. (۱)

که وروستي تاریخي پیر ته لږ وګورو ،نو پښتنو مشرانو هر یو میروس  خان نیکه ، احمد شاه بابا او خوشال بابا د یرغلګرو پر ضد ښه په زړه ورتوب مبارزه کړی او ډګر( میدان) ئې د جنګ په زورګټلی دی

له دوۍ څخه وروسته باچا خان بابا  (فخرافغان) د عدم تشدد (بې تاوه پاڅون) لاره غوره کړې وه. محمدافضل خان ( خان لالا ) وائې " باچا خان لومړنی پښتون دی، چې هغه د تورې په زور نه ، د سردار په حیث نه، بلکې د یو پښتون په حیث مبارزه شروع کړه (۲)

باچا خان بابا دا کوشش کاوه چې د پښتنو د خپل منځي بې اتفاقیو او شخړو او بدو رواجونو مخه ونیسي او په دوۍ کې په مورنۍ ژبه ﴿ پښتو﴾ زده کړه عامه کړي او  پښتانه د  پوهې او علم خاوندان شي. حضرت باچاخان  په همدې موخه  په 1921 میلادي کال کې په اتمانزو کې یو  ازاد سکول ( ښوونځی) جوړ کړ. په کال 1928ع د مۍ په میاشت کې ئې دپښتنو د حقوقو د قامي احساس، شعوري بیدارۍ، دپښتنو د حقوقو د دفاع او ملا تړ په موخه او د پښتو ژبی ادب  او کولتور د ودې لپاره "پښتون رساله"  هم جاری کړه

"پښتون رساله" به  کله اووه ورځنۍ کله لس ورځنۍ کله میاشتنۍ او کله به درې میاشتنۍ خپریدله ، چې  په دې سره ئې پښتنو لیکوالانو، ادیبانو، پوهانو او شاعرانو ته د نظر او اند د څرګندولو  او پښتني کولتور ته د چوپړ (خدمت) کولو زمینه برابره کړه

د مبارزې پدې لړ کې  باچا خان  بابا په 1929 ع کال کې د خدائي خدمتګارانو د غورځنګ (تحریک) بنسټ هم کېښود. په 1930ع کې چې باچا خان بابا بندي شو، نو پښتون رساله هم بنده شوه، چې بیا د 1931ع کال د مۍ په میاشت کې پښتون رساله ښاغلي عبدالخالق خان خلیق ته حواله شوه . کله چې رساله په ډسمبر کې چاپ شوه،  نو بیا بنده شوه ، په کال 1938 ع کې پښتون رساله يو ځل بیاجاری شوه او په 1941ع کې بنده شوه،  په 1945 کې بیا خپره شوه او د پاکستان د جوړیدو سره سم بیا بنده شوه،  چې دپښتنو دغږ د اوچتولو  دبندېدو او چوپ كولو دا لړۍ  (سلسله) همداسی وغزېده . (۳)

پدی ترڅ کې د « پښتون رسالې» د بنسټ ایښودونکي (باني) فخرافغان باچا خان بابا په غوښتنه او دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشر ډاکتر کبیر ستوري په لارښونه د پښتون سوشل دیموکراټیک پار ټۍ(PSDP)  په  المان  کې د  پښتون ر سالې  خپرولو ته ملا وتړله اوپه 1981 ع کال کې ئې یوه ګڼه په الماني ژبه هم چاپ او خپره کړه. په 1982 ع کال د مارچ په میاشت کې ئې لمړنۍ ګڼه ، چې اخباري بڼه ئې لرله  چاپ او تیته (خپره) شوه. په کال 1982 ډسمبر کښې چې ډاکتر کبیر ستوری پښتونخوا ، پېښور ته دخپلوانو او سیاسي مشرانو لیدلو لپاره راغی، نو د ضیاالحق دپوځي  درژیم له خوا د پاکستان د ماتېدو او سېاسي  فعالیت په پلمه ونیول شو، چې پدغه وخت کښې ضیاالحق رژېم  د" پښتون رساله" چې په جرمنی کې چاپیدله او خپرېدله هم د قابل اعتراض موادو په پلمه ضبط کړه. (۴) 

کله چې ډاکتر کبیر ستوری د تور زندان راخلاص شو او جرمنی ته راغی، نو په 1984ع د اګست میاشت کښې د پښتون رسالې (مجلې)  دویمه ګڼه، په 1985 ع کال په فرورۍ کې  ئې دریېمه ګڼه، په 1986ع کال جنورۍ کې  ئې څلورمه ګڼه ،په 1986ع کال اکست میاشت کې  ئې پنځمه  ګڼه او په 1987ع کال نوامبر میاشت کې ئې  6 مه ګڼه  چاپ  او تیت (خپره) شوه او دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (پښتون سوشل ډیموکریټیک پارټۍ) د پښتون  رسالې خپرولو لړۍ وغزوله او د 1995 ع کال  تر جنورۍ ئې تر یولسمې ګڼې پورې هم خپره شوه، چې په دې سره ئې  دخپلی ګوندی مجلی "' پښتونخوا Pashtoonkhwa "' تر څنګ د باچا خان د پښتون رسالې توغ (جنډا/ بیرغ) هم اوچت وساته او د باچا خان بابا د عدم تشدد د نظرئې په عامولو او خپرولو کښې پوره ونډه ولرله.

لکه څنګه چې د پښتنو د ازادۍ سوکالۍ او ابادۍ په خاطر باچا خان بابا 37 کاله بند ( جیل ) تیرکړ اوستونزی ئې وګاللې، دغه  شان پښتون رسالې هم ډیرې لوړې ژورې او بندیزونه وګالل او د وخت دتاړاکونو او نا دودو  سره سره ئې ځان تر دې دمه (**) د پښتنو د خاورې وتلي او پیاوړي  لیکوال ،ادیب اوشاعر ښاغلي رحمت شاه ' سا ېل' صیب ته راورساوه

امید دی ، چې پښتون رساله  به پښتون قام ته د ځان پیژندنې روحیه  او د قامي یووالي د شعور دبیدارۍ حس ورکړي  اود باچا خان بابا نظر ئې ته به د عمل جامې واغوندي او ددې ټوټې ټوټې قوم د یووالي غوټۍ به یو ځل بیا ګل شي

لیک: نصیر ستوری

 (**) دلیکلو نېټه 20/May/2006 هاغه وخت  پتمن سایل صیب  دپښتون رسالې ذمه وار وو

اخستونځي:

(۱) ـ ظریف ګل جانان -  میخمري ډیبونه/  2500 کاله پخوا ـ  کال 1996 پیښور.

(۲) -پښتون رساله  -  جرمنی چاپ  / 8 ګڼه کال 1990 جنورۍ میاشت.

(۳) ـ   پښتون رساله  - پیښور /  8ګڼه کال1992 د باچا خان خصوص نمبر

(۴) -   ورځپاڼه (روزنامه) مشرق پشاور او  ورځپاڼه (روزنامه) شهباز پشاور.

Pakhtoon Magazine  in Germany , By: Nasir Stori

-
بېرته شاته