(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ستوري یاد

[01.Jun.2022 - 09:33]

کبير ستوری د لر او بر افغان د سر تاج و, همدا ستر انسان و، چې په جرمني کې  يې لر او بر افغانان يووالې ته رابلل.

 

د ستورې په يادستوري صېب ته به افغانانو ښځو او نارينوو ماما صېب وايي ، خلکو راته د ماما صېب ډېره ستاينه کړې وه، چې ډېر مېلمه دوست او په افغانانو ميئن شخصيت دی، د ټولو لر او بر افغانانو مشر دی.

لومړی پښتون افغان مشر دی، چې لر او بر افغانانو ته يې د يووالې سياسي ګوند جوړ کړی دی، او ټول افغانان پکې راټول شوی دی، هيڅوک پکې د پرديوالې احساس نه کوي، هر افغان چې د هرې ژبې پورې تړاو لري، ورسره مرسته کوي، په جرمنې کې د ډېرو افغانانو په قبلېدو کې ددې ستر انسان لاس و.

زه هغه وخت کې کوچنی ووم، هيڅوک مې نه درلودل، نو په ډېر ستر امېد او هيله مې ماما صېب ته د خلکو په منځ کې ځان ورورسوه، ستړې مشې مې ورکړه، په ستړې مشې کې مې ورته وويل ماما صېب ! ماما صېب ! زه دلته څوک نلرم، ماما صېب راته لاس راکړ، او راڅخه روان شو، ډېر ناهيلی شوم، او ټول هغه خيالونو چې د ماما صېب په پاره راسره ملګرتيا کوله پرې خاورې واوختې ، په دې لږ وخت کې ډېر خواشېنې شوم، ماما صېب ديو څو قدمونو څخه وروسته مخ راواړو، او راته يې کړه؛« څوک چې ماما لري، نو هغه څنګه وايي، چې زه ځانته يم، ته ځانته نه يې، ستا ماما له تا سره دی».

حيران شوم، ما ويل خوب وينم بېرته مې ورمنډه کړه، بيا يې غېږ کې ونيولم، ادرس يې راکړ، بيا به کله کله د خپل ماما کورته ورتلم، په ښوونځي کې داخيل شوم،په جرمني کې د ماما صېب د برکته پښتو ژبه هم رسمي ده، مانا دا چې دلته دڅو ژبو يادول حتمې دي، نو ته کولای شې، يوه پښتو انتخاب کړې، او ازموينه پکې ورکړې، نو ازموينه به هم زما ماما صېب اخستله، کله چې به مې ازموينه وه، نو د ښوونځي له خوا به ماما صيب ته معرفي کېدو ماما صېب به راڅخه يو څو پوښتنې وکړې، راته به يې يو نمره راکړه، چې د سل نمرو معادلې دي، د ماما صېب د برکته ښکلې پښتو وايم او ليکم».

 

ستوری صېب!خاورې دې هم په جنت شه

 

د ستورې صېب دياد دا قيصه راته يو ځوان هلک کړې وه.

 

عباد پشتين

24.05.2022

#KabirStoriIsOurHero

#LetAfghanGirlsLearn

-
بېرته شاته