(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نجونو ښوونځي د پرانستې

[20.Jul.2022 - 17:16]

 

د ااا له واکمنو اړېنه غوښتنه
که د افغانستان د تارېخ پاڼې راواړو، نو پښتانه تل د خپلو پښتنو واکمنو له خوا ځپل شوې، دپښتني کولتور ارزښتونه او حقه حقوق یې له پامه غورځول  شوې  او د پرمختګ ټولې لارې یې په بېلابېلو پلمو نیول شوي دي.
چې دا لړۍ  تر دې دمه راورسېده او نژدې کال پوره کېدونکی دی، چې زمونږ د ټولنې له نیمایې زیات وګړو (ښځو) په زده کړو بندېز لګېدلی دی. 
د اټکل له مخې درې نېم  میلونه ښځې ښونځیو ته تللې.   ګڼ شمیر ښځو د ښوونکو په توګه او ډېرو نورو ښځو په روغتېايې برخو او نورو دولتي ادارو کښې  هم دنده تر سره کوله.
که ښځې زده کړې وکړي او د پوهې په ګاڼه سمبال شي، نو د خپلو اولادونو روزنه به هم  په ښه توګه وکړي، نو د ښځو د  زده کړو ارزښت او اړتېا ته دې پوره پاملرنه وشي، چې د هېواد په ابادۍ او سوکالۍ کښې کره ونډه ولري او په ټولنه به بار (بوج) نه وي.
دافغانستان د ااا له خوا د هېواد په  11 ولایتونو کښې د ښځو په زده کړو بندېز نه شته، په 23 ولایتونو کښې  له 6م تر 12 م ټولګي د ښځو ښوونځي تړلي دي.  

د پښتنو ټولنیز ولسولېز ګوند د ااا له واکمنو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې، په  23 ولایتونو کښې دې ژر تر ژره د ښځو په زده کړو  بندېز لرې کړي.
( د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند)
#د_نجونو_ښوونځي_پرانیزئ
#LetAfganGirlsLearn
#د_نجونو_ښوونځي_پرانیزئ

18.07.2022

-
بېرته شاته