(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ااا له واکمنو

[28.Jul.2022 - 15:40]

د ګوګل پښتو ژباړن 

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د افغانستان د علومو اکاډمۍ   د  ژباړې د مرکز  د پرانستو ستاینه کوي او خپله  غوښتنه چې د تېر حکومت  واکمنو څخه یې کړی وه اوهغوۍ  پدې هکله کوم ګام نه دی پورته کړی د ااا واکمنو مخې ته د پلي کولو په پار ږدو.
د پښتو ژبې په سلګونو  زرو  مینه والو دانټرنټ له لارې له ګوګل څخه غوښتنه کړې وه، چې  پښتو  ژبه چې له ۷۰ میلونو  زیات ویونکي لري، د  ګوګل پښتو  ژباړې ته ورداخله کړي.
په زرګونو پوهانو، لیکوالانو، څیړونکو او  د پښتو ژبې او کولتور خدمتګارانو او په ځانګړي ډول د هیواد بهر او دننه د پښتنو ځوان کول (نسل)  پکې په خپله خوښه  په وړیا توګه، بې له مادي ګټې د زړه له تله کار وکړ ، چې له نیکه مرغه  او د کوګل دمشرانو نه په مننه  ۲۰۱۶ ع کال د فبرورۍ د میاشتې په ۱۷ مه نېټه  ګوګل د ۱۲ نورو ژبو تر څنګ پښتو ژبې ته هم  ګوګل ژباړن کې ځای ورکړ، چې د ډېرو نیمګړتیاوو او ستونزو سره سره دا د پښتو ژبې د ودې، پرمختګ او بډاینې  په برخه کې یو  بې ساری او ستر ګام دی، خو دشته ستونزو ، خنډونو او نیمګړتیاوو د له مینځه  وړلو  او سمولو لپاره  او په ګوګل کې د پښتو ژباړن د تلپاتې  ساتلو او پالنې لپاره اوس هم لاډیر کار ته  اړتیا ده.
د۲۰۱۶ ع کال د فرورۍ د ۱۷ مې نېټې راپدې خوا په ګوګل  پښتو ژباړن کې د پرمختیا  او ودې لپاره   ګڼ شمیر کسانو وړیا کار کړیدی، چې د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره  لکه څنګه چې لازم دي بسنه نه کوي.  
موږ  د ااا له واکمنو  څخه  په کلکه غوښتنه کوو، چې ګوګل  پښتو ژباړن ته لومړیتوب ورکړي او د علومو اکاډمۍ  د ژباړې مرکز  ته  دا دنده وسپاري، چې د ژبپوهانو، څیړونکو،  مسلکي کسانو او لیکوالانو  یوه تلپاتې  ډلګه ګۍ  او کاري ډله د ګوګل پښتو ژباړې لپاره وګوماري، چې د اطلاعاتو او کولتور، د مخابراتو او ټیکنالوژۍ ، د قومونو او قبایلو، د پوهنې او دلوړو زده کړو وزارتونو او د نورو   اړوندو  ادارو  سره په ګډه  د علومو اکاډمۍ د ژباړې په مرکز کښې  د ګوګل پښتو ژباړن لپاره ځانګړې څانګه پرانېزي او هره ورځ   په منظمه توګه پښتو ژباړن  مخ  پر وړاندې بوزي او د ګوګل پښتو غږیز ژباړن پیل شوي کار ته وده ورکړي.
د پښتو ژبې په کره کولو/معیاري کولو  او د پښتو ویونکو بیلابیلو لهجو په همغږي کولو  کې   دپښتو اکاډمۍ ـ  پېښور ، پښتو اکاډمۍ کوټې سره  هم په ګډه  لاس په کار شي او  له هیواده بهر ژبپوهانو  او څیړونکو  فعاله ونډه  پکې جوته کړي،  تر څو په ګوګل کې پښتو ژباړې ته ژوند وروبښخي او دا لاسته راوړنه په ګوګل کې تلپاتې ځای ولري.
پښتو ژبه د ټول پښتون ملت ګډه هستي ده ، نو په ولسي کچه  د پښتو ژبي ټولو هغه مینه والو او په تیره بیا هغه ځوانانو چې تر اوسه یې پښتو ژباړن کې کار کړی دي خپل کار ته دې لکه د پخوا په شان دوام ور کړي. 
د پښتني کولتور  او پښتو ژبې  د غوړېدا، بډاینې، ودې او غښتلتیا په هیله
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

-
بېرته شاته