(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافغانستان په هکله د

[23.Sep.2022 - 16:21]

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په ویانا کښې د "افغانستان کنفرانس" تر نامه لاندې غونډه په کلکه غندي او ردوي یې.  

د  اټکل له مخې د بهرنیانو په ملاتړ د داسې غونډو په جوړولو  او دغه راز امریکا زمونږ کنګل شوې شتمني دریمګړي هېواد ته په لېږلو سره غواړي، چې پر ااا واکمنو زور راوړي.

موږ نړیوالو او په ځانګړي ډول اروپایي هیوادونو ته په ډاګه کوو، چې  دغه کنفرانس کښې راټول شوي جنګسالاران، دجنګسالارانو اولادونه او د جمهوریت یو څو پاتې شونې (بقایا) ېوازې د شمالی جنګي ټلوالې استازیتوب کوي

دوۍ د جمهوریت مخکې او د جمهوریت په کلونو کې دهېواد د بربادۍ او د غمېزې عاملین دي. دوۍ ازمایل شوي او ولس ترې کرکه (نفرت) کوي او په افغاني ټولنه کښې هېڅ ریښه او ځای نه لري.

که چېرې تا لېبان خپلې کړنې (عملونه) د افغاناني دود، دستور او دنړیوالو اړیکو پر تول (معیار) او بنسټ برابرې نه کړي،  نو دا ددې مانا لري،  چې تا لېبان  کندې ته  ځانونه پخپله ګذاروي او هېواد به یوځل بیا دپردیو دګټو د جګړو ډګر شي

 

مونږ د ااا واکمنانو غږ کوو او په کلکه ترې غواړو، چې د وخت د غوښتنو سره سم  د نړیوال سیاسي، نظامي، اقتصادي او ټولنیزو  حالاتو ته په کتو سره خپل ځانونه برابر کړي ، سرزوري پرېږدي  او د کورني او بهرني مشروعیت او رسمیت   لپاره کوټلي ګامونه واخلي، تر څو د ولس لخوا رټل شوو جنګسالارانو او مفسېدونو  د بېا واکمنېدو لپاره شونتېا ( امکانات) برابر نه شي.

درنښت

17-August-2022

-
بېرته شاته