(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغاني وارو

[05.Aug.2023 - 11:44]

افغاني وارو ، هغه پښتانه وه چې،  دلر او بر يووالی یې په حقيقت کښې نه مانه او په سياسي ليحاظ دومره خام وو، چې فکر يي هم نشوه کولی،  چې دا طبعي خاوره او جغرافيه به بيرته خپل اصلي ځاي ته يو وخت راګرځي، چې دا د طبعيت قانون دي

بله داچې دوي دلراو بر وحدت په خوله وايه خو د عمل په ډګر کښې  يي ورله هيڅ نه کول او حتا مونږ ته به يې هم دا پيغور راکاوه، چې تاسې  په سوابۍ ، سوات ، چارسده او وزيرستان کي ډير ملګري لرئ ، خو په غزني او ميدان وردګ کښې يي نلري

مونږ به ورته ويل، چې  زمونږ ملګري په هر ځاي کښې ډير دي او رښتيا ډير دي

دوي د پښتو او پښتون په نامه سياسي او ادبي هلي ځلې هم نه کولي او دا یې يو قسم شرم ګاڼه. دليل به يي دا راوړ چې بيا پارسي ژبي اونور مليتونه خفه کيږي .

پښتانه بايد نور پدي پوه شي چې اقليت په دوي حکومت کوي اودا عدالت نديډير هغه پښتانه چې په جرمني اوپه ځانګړي ډول د کولن په ښار کي ژوند کوي د همدغو (( افغاني وارو  ))کلک پلويان وه

 دوي  ۱۸۰ درجي تغير وکړ، ځکه  نن د پښتو او پښتون په کلېمو کي اقتصادي ګټي دي

خداي او رسول ته وګورئ ، چې دې خپل ځپلي قوم او اولس غم وخورئ،  پيسي هيچا ګور ته ندي وړي . وخت ډير حساس دي د خپل ميړني تاريخ او هويت غم وخوري او د خپل ملت د زخمونو پټۍ شئ، که نه تاريخ مو والله کي وبخښي. خپلو راتلونکو نسلونو ته د نيکونو په شان يو ځلانده تاريخ پريږدئ

په درنښت 

محمد شيرين ګرديوال

-
بېرته شاته