(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغان ملت ګوند مطبوعاتي اعلاميه

[09.Aug.2009 - 21:41] نيټه : ١٣٨۸ د زمري ۱۶ د افغانستان ټولنپال ولسواك (افغان ملت ملي مترقي) ګوند به د روان کال د اسد د ۲۹ د ولسمشرۍ لپاره انتخاباتو کې د حامد کرزي څخه ملاتړ کوي ـ د افغان ملت ملي مترقي ګوند د رهبرۍ هيئت تيره اوونۍ د ولسمشرې لپاره کانديد ښاغلي حامد کرزي سره يوه ځانګړې ناسته درلوده چه د انتخاباتو په شمول په نورو مهمو ملي مسايلو هم خبرې وشوې ـ د ګوند رهبرۍ هيئت په تيره دوره کې د حامد کرزي د لاسته راوړنو په ځانګړي توګه د هيواد د ملي يووالي د خوندي ساتلو ستاينه وکړه او ددې تر څنګ يي هيواد ته په سياسي ،امنيتي او اقتصادي برخو کې ور پيښ ګواښونو خپلې اندېښنې او نظر څرګند کړـ ښاغلي حامد کرزي د ذکر شويو مسايلوپه اړه خپل موقف څرګند کړ او ژمنه ېي وکړه چه د برياليتوب په صورت کې به ورته ځانګړې توجه وکړي ـ وروسته د افغانستان ټولنپال ولسواك افغان ملت ملي مترقي ګوند رهبرۍ شورا په يوه خصوصي ناسته کې د ولسمشرۍ لپاره راتلونکو انتخاباتو کې د رايو په اکثريت د حامد کرزي څخه د ملاتړ فيصله وکړه ـ د افغانستان ټولنپال ولسواك افغان ملت ملي مترقي ګوند په خپلو ټولوغړيوغږ کوي چه د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې کانديد حامد کرزي لپاره کمپاين وکړي او رايه ورکړي ـ د يادونې وړ ده چه افغان ملت ملي مترقي ګوند يواځې د هيواد د سترو ملي ګټو په پام کې نيولو سره دغه پريکړه کړې ـ په درناوي د افغانستان ټولنپال ولسواك )افغان ملت ملي مترقي (ګوند د مطبوعاتي څانګې لخوا - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته