(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طالبانو سره نښته کې دامن کميټې مشر اولس تندلاری وژل شوي

[10.Aug.2009 - 21:10] ډیوه ۹/۸/۲۰۰۹ د مومند ايجنسۍ په خويزۍ تحصيل کې دتندلارو سره نښته کې دامن کميټې د مشر ملک اجمل خان په گډون ددغه کميټې پنځه غړي او لس تندلاري وژل شوي دي. دسرچينو له مخې دمومند ايجنسۍ په خويزۍ تحصيل کې بيگاه ناوخته تندلارو دامن کميټې دمشر ملک اجمل خان په کور بريد وکړو چې له امله يې هغه لومړى سخت ټپي شو او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه. سرچينې وايي په دغه نښته کې دامن کميټې نور څلور غړي هم وژل شوي دي . دسرچينو له مخې اجمل خان په سيمه کې يو حکومت پلوه قبائيلي مشر ؤ او تيره اوونۍ يې۱۲ جنگيالي نيولي او هغوي يې پوځيانو ته سپارلي وؤ. سرچينې دا هم وايي دامن د کميټې مشر اجمل خان گڼو هاغو خلکو ته پخپل کور کې پناه ورکړې وه چې دطالبانو دليکو څخه بيل شوي وؤ. څو مياشتې وړاندې دامن کميټې پخوانى مشر شاه خالد هم په دغه رقم جگړه کې وژل شوى ؤ چې له دې وروستو ملک اجمل خان ددغه امن کميټې مشر وټاکل شو. مهمند ايجنسۍ دکونړ ولايت سره په پوله پرته قبائيلي سيمه ده او دغلته تندلاری اکثره وخت په قبائيلي مشرانو او امنيتي ځواکونو بريدونه کوي. همدغه راز دمهمند ايجنسۍ په اسپينکۍ تنگۍ سيمه کې دتندلارو په ضد دامنيتي ځواکونو عمليات دوام لري په دغو عملياتو کې په يو کور دمارټر دگولې لگيدو له امله درې تنه ژوبل شوي دي. اخوا دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې هم دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد عمليات دوام لري. سرچينې وايي امنيتي ځواکونو دهيلي کاپټرو څخه دتندلارو پر پټن ځائيونو گوله باري هم کړې ده چې پکې ٧ تنه ژوبل شوي دي. دسرچينو وينا ده په دغه گوله بارۍ کې دتندلارو دوه ځالې او يو شمير گاډي هم له مينځه وړل شوي دي. بل لوري ته هم داتوار په ورځ په بنو سيمه کې تندلارو دپوليسو په کاروان بريد کړى چې له امله يې يو پوليس او دوه اولسي وگړي وژل شوي دي. دسرچينو له مخې درې پوليس چې دبنو په ميريان کلي کې په گزمه بوخت وؤ په دغه مهال شاوخوا ١� ؤ وسله والو جنگيالو په هغوي بريد وکړو. دسرچينو وينا ده په دغه پيښه کې يو پوليس او دوه هاغه زميداران چې په نزدې پټو کې موجود وؤ وژل شوي دي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته