(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د جان الله هاشمزاده په مړینه دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام

[24.Aug.2009 - 22:28] نيټه: ٢/٦/١٣٨٨ - ٢٤/٨/٢٠٠٩ په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د هېواد ځوان او تاند خبريال جان الله هاشمزاده چي په پاکستان کې د پژواک خبري آژانس او د شمشاد د تلويزيون لپاره د خبريال په توګه کار کاوه نن د هېواد د دښمنانو لخوا د خيبر ايجنسي په سيمه کې د مسافر وړونکي موټر څخه کښته او وروسته په شهادت ورسول سو. انالله و انا اليه راجعُون خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د ارواښاد هاشمزاده شهادت هېواد ته يو فرهنګي ضايعه بولي او خپل د خواشينۍ مراتب د دوي محترمي کورني، فرهنګي ټولنو، د پژواک خبري آژانس او شمشاد تلويزيون ته وړاندي کوي، ارواښاد ته د لوي خداي (ج) د دربار څخه جنت الفردوس او محترم کورني ته ېي جميل صبر غواړي. په درنښت، الحاج غرزي خواخوږی د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو دخپلواکې ټولنې اعلاميه! لر اوبر: په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې ناڅرګندو وسله والو نن له غرمې مخکې په لره پښتونخوا کې وتلې افغان خبريال جان الله (هاشم زاده)دطورخم او پيښور تر منځ لاره کې په داسې حال کې چې جلال اباد نه پيښورته پر لاره وه دجمرود په سيمه کې دسپرلۍ له موټره ښکته کړى او په ډيره بې دردۍ يې وژلې دى. (انا لله وانا اليه راجعون) دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکې ټولنې مشرتابه په داسې حال کې چې دارواښاد وژنه په کلکه غندي او هغه دبيان پر ازادۍ يو بې دريغه ګوزاراو دخبريالانو پروړاندې يومرګونى ګواښ بولي دهاشم زاده مړينه درسنيو دکور لپاره يوه تشه بولې او ځان دهغه له کورنۍ او دوستانو سره په دې ستر وير کې شريک بولي او دارواښاد لپاره دکايناتو دستر څښتن نه دفردوس جنت هيله کوي. دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکه ټولنې مشرتابه د خواشنۍ او ډاډګيرني پيغام په زياته خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي د پژواک خبري اژانس ، شمشاد تلويزو او العربيه تلويزون خبريال جان الله هاشم زاده د نامعلومو وسله والو لخوا په بې رحمانه توګه هم دا نن د تورخم پر لويه لار شهيد کړل سو . د هلمند ولايت ټول ازاد ژورنالستان د ارواښاد جان الله د شهادت په دې درانه وير او غم کي د مرحوم له کورنۍ او دوستانو سره ځان په بشپړه توګه ځان شريک بولي هغه کسان چي د ژورنالستانو په قتل لاس پوري کوي بايد په دې پوه سي چي په دې ډول به بريالي نسي چي د ژورناليزم د سپېڅلي مسلک لمن ورټوله کړي . تير کال هلمند هم د يوې داسي وير جني پيښي شاهد وو چي ارواښاد روحاني يې له غيږي ووت . ځکه نو د هلمند ژورنالستان د الله جان هاشمزي د وير ښه ا ټکل کولاى سي . موږ به د الله جان هاشمزداده په شهادت وياړو ( د سپېڅلې دنده ، د شهادت مرګ ، بې ګناهي او د روژې مبارکه مياشت ) د انحضرت (ص) حديث دى (( په اخيره زمانه کي د نيکو انسانانو لپاره د مځکي تر سر د مځکي غيږ غوره ده )) . په اخير کي د الله تعالي له دربار څخه د ارواښاد جان الله هاشمزاده درنې کورنۍ او دوستانو ته د جميل صبر دعا کو . او ارواښاد ته د فردوس جنګ غوښتونکي يو چي پيدا سوې تا ژړل خلکو خندا کړه داسي مړسه چي ته خاندي خلک ژاړي د هلمند ژورنالستان د افغان ژورناليست شهيد جان الله هشمزاده د وحشيانه وژنې په اړه په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې خواشينليک په ډېره خواشيني مو يو زړه بوږنونکی خبر تر لاسه کړ چې په پښتني سيمه کې د يوشمېر غلو او نااهلو رزيلانو لخوا د افغان ژورناليزم تکړه، څانګپوه او په خپلو خلکو مين شخصيت تلپاتی جان الله هاشمزاده په شهادت رسېدلی، چې دغه ناببره پېښه د افغان ولس او د شهيد جان الله هشمزاده د کورنۍ لپاره لپاره يوه ستره ضايعه ده. افغاني کلتوري ټولنه په دې اند ده، چې د افغان ولس لپاره د يو څانګپوه روزل د ولس او ټولنې د مينې او وينې په لګښت تر سره کېږي، ځکه نو د څانګپوه خلکو ساتل، د هغوی له مسلکي پوهې ګټه پورته کول او د هغوی لپاره د کار د شرايطو رامنڅ ته کول يو له غوره ټولنيزو غوښتنو څخه ده. د ښاغلي جان الله هاشمزاده شهادت، نه داچې د ټولنې لپاره، بلکې د هغه د کورنۍ لپاره يو ستره بدمرغي ده او د اولاد، وروڼو او خويندو له سره د لارښود او ښوونکي ليرې کېدل دي او د کورنۍ مشر له لاسه ورکوي، نو افغانان او په تېره پښتانه بايد په دې پوه شي، چې يو شمېر غله د دوی ټولنه د جهالت کندې ته ورټېلوهي او په سيمه کې د جهالت جنډه رپوي، نو تاسو د سيمې خلک هم د مرحوم جان الله او نورو خلکو د وژلو په برخه کې د خدای په وړاندې مسؤل یې. په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه د افغانستان او د سيمي له چارواکو په زغرده غواړي، چې د شهيد جان الله هشمزاده د قاتلينو په نيولو کې ګړندي ګامونه پورته کړي او هغه جانيان د قانون منګولو ته وسپاري او له مقرراتو سره دې سم سزا ورکړي. په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه د شهيد هاشمزاده په غملړې شېبه کې د مرحوم جان الله له کورنۍ سره ځان شريک ګڼي او د لوی څښتن لخوا ورته د جميل صبر تمه کوي، (انا لله و ان الیه راجعون). په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه د افغان ژورناليست شهيد جان الله هشمزاده د وحشيانه وژنې په اړه په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې خواشينليک په ډېره خواشيني مو يو زړه بوږنږنکی خبر تر لاسه کړ چې په پښتني سيمه کې د يوشمېر غلو او نااهلو رزيلانو لخوا د افغان ژورناليزم تکړه، څانګپوه او په خپلو خلکو مين شخصيت تلپاتی جان الله هاشمزاده په شهادت رسېدلی، چې دغه ناببره پېښه د افغان ولس او د شهيد جان الله هشمزاده د کورنۍ لپاره لپاره يوه ستره ضايعه ده. افغاني کلتوري ټولنه په دې اند ده، چې د افغان ولس لپاره د يو څانګپوه روزل د ولس او ټولنې د مينې او وينې په لګښت تر سره کېږي، ځکه نو د څانګپوه خلکو ساتل، د هغوی له مسلکي پوهې ګټه پورته کول او د هغوی لپاره د کار د شرايطو رامنڅ ته کول يو له غوره ټولنيزو غوښتنو څخه ده. http://www.pashtoonkhwa.com/admin/?go=news&mode=insert د ښاغلي جان الله هاشمزاده شهادت، نه داچې د ټولنې لپاره، بلکې د هغه د کورنۍ لپاره يو ستره بدمرغي ده او د اولاد، وروڼو او خويندو له سره د لارښود او ښوونکي ليرې کېدل دي او د کورنۍ مشر له لاسه ورکوي، نو افغانان او په تېره پښتانه بايد په دې پوه شي، چې يو شمېر غله د دوی ټولنه د جهالت کندې ته ورټېلوهي او په سيمه کې د جهالت جنډه رپوي، نو تاسو د سيمې خلک هم د مرحوم جان الله او نورو خلکو د وژلو په برخه کې د خدای په وړاندې مسؤل یې. په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه د افغانستان او د سيمي له چارواکو په زغرده غواړي، چې د شهيد جان الله هشمزاده د قاتلينو په نيولو کې ګړندي ګامونه پورته کړي او هغه جانيان د قانون منګولو ته وسپاري او له مقرراتو سره دې سم سزا ورکړي. په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه د شهيد هاشمزاده په غملړې شېبه کې د مرحوم جان الله له کورنۍ سره ځان شريک ګڼي او د لوی څښتن لخوا ورته د جميل صبر تمه کوي، (انا لله و ان الیه راجعون). په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته