(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغان خپرندويه ټولنې د خواشينۍ پېغام

[05.Apr.2006 - 22:22] د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند مشر او د پښتو ژبې يو ځلاند ستورى پرېوت. دا خبر مونږ لپاره د ډېرې خواشينۍ او خفګان سبب وګرځېد. ډاکټر کبير ستوري د پښتو ژبې او ادب لپاره ډېر فعال کار کړى و او د هېواد څخه د باندې نړۍ کې يې نۀ يواځې په خپله د پښتو ډېر ستر خدمت کړى و بلکې نور پښتانۀ يې هم تل دې ته هڅولي وه چې د خپلې ژبې او ادب د ښېرازۍ او ودې لپاره کار وکړي. د هغه مړينه د پښتو ژبې او ادب لپاره يو نه سرکېدونکى تاوان دى. افغان خپرندويه ټولنه په دا غم د ټولو پښتنو شريک غم ګڼي او د افغانستان د حکومت څخه غوښتنه کوي چې د ډاکټر کبير ستوري د لوړو خدماتو د اعتراف لپاره په کابل کې د پښتو ژبې يوه نوې اداره د هغه په نوم جوړه کړي. عبدالهادي حيران افغان خپرندويه ټولنه، پېښور -
بېرته شاته