(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپوځ ولکه کې طالب کمانډر شيرمحمد قصاب مړ شوى

[21.Sep.2009 - 06:59] ۲۱/۹/۲۰۰۹د پاکستان پوځ وايي په سوات کې دطالبانو په ضد عمليات دوام لري او په بيلا بيلو سيمو کې دنښتو په مهال دتندروه طالب کمانډر چمتو خان په گډون ٨ طالبان وژل شوي، په لسگونو نيول شوي او يو بل لوړپوړي طالب مشر شيرمحمد قصاب چې دپوځ په ولکه کې ؤ مړ شوى دى. دپاکستان پوځ پخپل بيان کې ويلي ديچی ۲۰/۹/۲۰۰۹ نیټه داتوار (یکشنبی) په ورځ يولوړپوړي طالب کمانډر شيرمحمد قصاب چې تيره اوونۍ امنيتي ځواکونو دسوات سيمې څخه دعملياتو په مهال په ژوبل حالت کې نيولى ؤ دټپونو له امله يې ساه ورکړې ده دپوځ په بيان کې ويل شوي دي ډاکټرانو دشيرمحمد درملنه کوله خو هغه دټپونو له امله ساه ورکړه. شيرمحمد قصاب دپاکستان پوځ تيره اوونۍ دسوات سيمې څخه نيولى ؤ او دپلټنو لپاره يې پيښور ته وړلى ؤ چې دغلته هغه دپاکستان داستخباراتي شبکو چارواکو ته دا هم ويلي وؤ چې د٢ؤ ميرمنو او يو شمير عسکرو په گډون يې ٢٥ کسان حلال کړي دي. دپاکستاني پوځ يو چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط ويلي دي چې دشيرمحمد قصاب دنيولو لپاره په ترسره شوؤ عملياتو کې دهغه ٣ زامن وژل شوي او يو بل نيول شوى ؤ. دشيرمحمد قصاب پسر حکومت ديو کروړ روپو دانعام اعلان کړى ؤ او هغه دسوات دچارباغ سيمې تندروه طالب کمانډر ؤ. په ملاکنډ او سوات سيمو کې سږ کال داپريل په مياشت کې دطالبانو په ضد پيل کړل شوؤ عملياتو راپديدخوا دا دوهم طالب مشر ؤ چې دپاکستان دپوځ په ولکه کې يې ساه ورکړې ده له دې وړاندې دپاکستان پوځ په سوات کې دغيرفعاله کړل شوې مذهبې تحريک نفاذ شريعت محمدي وياند امير عزت خان او يو بل طالب کمانډر نيولي وؤ. نوموړى وروستو پيښور ته دپلټنو لپاره راوړل کيدو او دپاکستان پوځ په هاغه وخت ويلي وؤ طالبانو دنيول شوي طالب وياند امير عزت خان دخوشې کولو په غرض دهغوي په کاروان د سخاکوټ په سيمه کې بريد کړى چې پکې اميرعزت خان وژل شوى دى. خوطالبانو په هاغه وخت دريځ خپل کړى ؤ چې اميرعزت خان دپوځ په ډزو وژل شوى دى. سرچينو ويلي دي چې دسوات په چارباغ سيمه کې د٣ؤ طالبانو مړي هم ترلاسه شوي دي. پوځ پخپل بيان کې ويلي دي امنيتي ځواکونو سره دنښتې په مهال دسوات په جمبيل سيمه کې ٣،چارباغ او ډکورک کې ٣ او په بره بانډه کې ٢ تندلاري وژل شوي دي. دپوځ وينا ده دسوات بيلا بيلو سيمو څخه ٢٦ ترهه گر نيول شوي چې پکې دطالبانو دنيول شوي وياند مسلم خان يو دترۀ زوې هم شامل دى او ٢٤ؤ نورو وسلې په ځمکه ايښودې او ځانونه يې قانون ته سپارلي دي. اخوا د پيښور سره نزدې په نيمه قبائيلي سيمه دره ادم خيل کې په امنيتي پوسته ځانمرگى بريد ترسره شوى چې پکې ٢ عسکر وژل شوي او ٢ کسان ژوبل شوي دي دغه بريد ددره ادم خيلو په زوړ کلي کې په يوه امنيتي پوسته ترسره شوى دى ژوبل کسان دتداوۍ لپاره روغتون رسول شوي او دپيښې څخه وروستو امنيتي ځواکونو سيمه پخپله ولکه کې اخستې ده Source: Deewa Radio- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته