(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام

[21.Sep.2009 - 07:08] نيټه: ٢٩/٦/١٣٨٨ - ٢٠/٨/٢٠٠٩ په ډېري خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چي د افغانستان ډېر نامتو ليکوال او پياوړي شاعر عبدالهادي ريشأ د دي فاني دنيا څخه ستري پټي کړي. ارواښاد عبدالهادي ريشأ نازک خياله شاعر او بادرده ليکوال ؤ چي د ده آثار ډېر د ټولني د ناخوالو او ستونزو انځورونکي او اشعار ېي په ډېره خوږه ژبه او د نيوکو څخه ډک د ټولني د سمون او د نوي نسل د روزلو د پاره کښلي وه. د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د ارواښاد ريشأ مړينه يوه لويه ادبي، فرهنګي او ټولنيزه ضايعه بولي او خپل د خواخوږي مراتب د دوي محترمي فرهنګپال کورني ته وړاندي کوي او ارواښاد ته د لوي خداي (ج) له دربار څخه جنت الفردوس غوښتونکي ده. روح دي ښاد وي په درنښت، الحاج غرزي خواخوږی د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر - الحاج غرزي خواخوږی
بېرته شاته