(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

که ځواکونه ډېر نه شي، کيدای شي ناکامه شو

[24.Sep.2009 - 11:17] سپينې ماڼۍ ټينگار وکړ چې ولسمشر بارک اوباما به د افغانستان د حالاتو تر هر اړخيزې څېړنې مخکې هغه هيواد ته د نورو عسکرو د استولو پرېکړه ونه کړي . پرون واشنگتن پوست ورځپاڼې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د لوى قوماندان جنرال مکرېسټل يو پټ رپوټ خپور کړ چې په کې راغلي و، که افغانستان ته نور عسکر وانه ستول شي، کيدای شي ناکامه شو. خو د سپينې ماڼۍ يوه وياند وويل چې د عسکرو غوښتنه لا نده ور رسېدلې او ښايي ژر ور وهم نه رسېږي، ځکه چې پر حالاتو غور لا روان دى . پخپله ولسمشر اوباما تر دې وړاندې، يوه امريکايي ټلوېزيون ته ويلي وو چې افغانستان ته د نورو عسکرو د استولو ژمنه نه کوي : "زه چې هره پرېکړه کوم، بنسټ به يې لومړى هغه تگلاره وي چې موږ خوندي کولى شي او وروسته به پر دې غور کوو چې څنگه هغې ته امکانات ومومو. نه غواړم چې گاډۍ له آس نه مخکې روانه شي او فکر وشي چې يوازې د عسکرو په لېږلو سره امريکاييان خوندي کېدلى شي." خو قوماندان مکرېسټل وايي چې وخت په تېرېدو دى او که ژر پرېکړه ونشي بهرني ځواکونه ښايي د جگړې د گټلو وړتيا له لاسه ورکړي . هغه په واشنگټن او بروکسل کې د امريکا او ناټو مشرانو ته په خپل رپوټ کې يادونه کړې چې د طالبانو زور ډېر شوى او سره له دې چې يوازې ډېر عسکر هم د بري ضمانت نشي کولى، خو لږ امکانات د ماتې سبب گرځېدلى شي . په اروپا کې د ناټو يوه مخکني لوى قوماندان، جنرال ويزلي کلارک بي بي سي ته وويل، واشنگټن دغه ارزونه له پامه نشي غورځولى. له هغه نه وپوښتل شول چې آيا د نورو عسکرو لپاره به د جنرال مک کرېسټل غوښتنه ومنل شي: د جګړې له ډګره په زور ويستل "هو، د عسکرو غوښتنه به يې ومنل شي. کله چې د جگړې د ډگر قوماندان وايي ددې لپاره چې له ډگر نه په زور ونه ايستل شي، نورو عسکرو ته اړتيا لري، فکر کوم د امريکا ولسمشر به يې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي. امريکا او ناټو نه غواړيي چې د جگړې له دغه ډگر نه په زور وايستل شي ." په افغانستان کې د ملگرو ملتو د استازۍ – يوناما مشر کاى آېده وايي د بهرنيو ځواکونو په شمېر کې هر ډول زياتوالى بايد ددې لپاره وي چې د افغانستان خپل امنيتي ځواکونه پياوړي کړي : "زه دا نظر منم چې نورو بهرنيو عسکرو ته اړتيا ده. غواړم پر يوه ځانگړي اړخ ډېر تاکيد وکړم: او هغه د افغان پوځ او پوليسو روزونکي او سرپرستي کوونکي عسکر دي . دغې برخې ته زما له نظره ډېره اړتيا ده. د ساري په توگه موږ دومره پوليسو ته اړتيا لرو چې تر اوسنۍ کچې خورا ډېر وي . د عسکرو د شمېر د ډېرولو ترڅنگ، ښو تجهيزاتو ته اړتيا ده چې هغوى د جنگېدو جوگه کړي او دا وس ورکړي چې خپله دنده سمه تر سره کړي ." د افغانستان حکومت هم، په داسې حال کې چې د بهرنيو عسکرو ډېرېدل ضروري، بولي وايي لومړيتوب بايد د افغانستان د پوځ او پوليسو پياوړتيا ته ورکړ شي. د ولسمشر کرزي يوه وياند صبغت الله سنجر وويل چې کلتوري حساسيتونو ته په پام سره د افغان پوځ پياوړتيا د حل يوازينۍ او اوږدمهالې لار ده: افغان حکومت په دې باور دى چې د بهرنيو عسکرو ډېرېدل مهم نه دي، مهم دادي چې په کوم ځاى کې دېره کېږي . د حکومت اشاره په ښکاره له پاکستان سره د پولې ساتل دي چې وايي د طالبانو او القاعده مشران يې تر شا، په افغانستان کې ناکراريو ته لمن وهي . د ناټو مخکنى اروپايي قوماندان جنرال ويزلي کلارک هم له دغه نظر سره موافق دى : "دا بايد هسې يوه تگلاره وي چې د افغانستان له جغرافيايي پولو نه ستره وي. د ويتنام د جگړې يوه ناوړه تشبيه داده چې غليم يوازې په جنوبي ويتنام کې نه و . هغه له جنوبي ويتنام نه ورهاخوا و. نو کله چې په جنوبي ويتنام کې مو د ياغيانو خلاف عمليات سمبالول، بې له دې چې له کمبوديا، لاووس او شمالي ويتنام سره د سرحدي مسالې غم وخوړل شي، په حقيقت کې داسې يوه تگلاره راجوړه شوه چې نشواى کېداى پوره اغېزمنه وي. موږ نه غواړو چې په افغانستان کې هم همدا کار وشي." په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو لوى قوماندان جنرال مکرېسټل، د عسکرو د غوښتنې ترڅنگ، په خپله ارزونه کې د افغان ولس د راخپلولو اړتيا هم ياده کړې ده . هغه وايي چې په دې برخه کې بايد لومړتيوب د ولسي وگړو د ژوند ساتنه ولري . په بي بي سي کې د امنيتي چارو خبريال فرانک گارډنر وايي چې په افغانستان کې مېشت بهرني پوځيان دا گڼي چې د جنرال تگلاره ښايي په افغانستان کې د جگړې د گټلو تر ټولو غوره او آن يوازينۍ لار وي : جنوبي کړکېچنې سيمې "پوځي افسرانو په خصوصي خبرو کې منلې چې په لېرې پرتو سيمو کې د طالبانو د تعقيبولو او وژلو او په ايسارو او تقريبا" شاړو سيمو کې د پوستو د جوړولو تگلاره کار نه ورکوي . د جنوب د کړکېچنو سيمو ډېر اوسېدونکي شکايت کوي چې ناټو ونشواى وکړى خوندي يې کړي. ځکه به نو له دې وروسته ډېر ټينگار د خلکو پر ساتنه وي، آن که په دې سره ځينې سيمې طالبانو ته پاتې کېږي هم باک يې نشته ." خبريالان وايي افغانستان ته د نورو عسکرو د استولو غوښتنې ولسمشر اوباما پر يوې دوه لارې درولى دى . د ولس نظر ته پام وکړي چې په زياتېدونکي ډول له افغان جگړې نه زړه تنگى کېږي، که د پوځي مشرانو خبرې ته غوږ ونيسي چې په افغانستان کې پاتېدل د امريکا د امنيت لپاره خورا ضروري بولي . ولسمشر اوباما ته اوس د يوې خورا کلکې پرېکړې کول تر مخه دي Source: BBC Pashto: داود جنبش لندن 22.09.09 - مکرېسټل
بېرته شاته