(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتنو دیوالی د ورځی دغونډی او جشن خبرتیا او بلنه

[25.Sep.2009 - 22:52] د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند درنو هيوادوالو ، پوهانو ، اديبانو ، ليکوالانو ، شاعرانو ، ادبى، ولسى او ملى سړيتوبونو ( شخصيتونو ) او ددوئ درنو کورنیو ته په درنښت بلنه ورکوی چی د روان ۲۰۰۹ عیسوی کال د نوامبر د میاشتی په پنځلسمه نیټه د اتوار (یکشنبی) په ورځ زمونږ سره د پښتنو دیووالی د ورځی په جشن کی ګډون وکړی هيله ده چې په خپل ګډون سره د پښتنود یووالی ورځ لا ښکلی او درنه کړئ په درنښت نیټه: ۲۰۰۹ع کال د نوامبر د مياشتى پنځلسمه نېټه د یکشنبی ورځ وخت : د مازیګر څلور (۴) بجی تلیفوني اړیکي:
Mobil/Handy: 01799892913/ 01713734566/ 015777924690/ 01732435350/ 017142553220/ 01632871280 and 02289876701 د غونډی د ځای پته
Event Palast Max–Plank-Str.9a 50354 Hürth Germany Tel.:02233-717980-90
د لاری د پيداکولو لپاره د لته ټک ورکړئ

www.event-palast.com

د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند (PSDP ــ Pashtoons Social Democratic Party) د پښتنو د ملی ازادۍ دعدم تشدد د غورځنګ يوه برخه ده چې په 1929ع کال کې د انګريزی ښکيلاک په ضد د باچا خان « فخر افغان » په مشرۍ منځ ته راغلی دی . پښتانه چې په اوسنی وخت کې 50 ميلونه اټکل کيږی د نړۍ په لرغونو قامونو کې شميرل کيږي او د يوه بډای او موړ کلتور خاوندان دی چې پښتونولی نوميږی . پښتونولی د جرګو يو ولسوليز سيستم دی چې بنسټ ئې په پښتو ولاړ دی ، پښتو يوازی د پښتنو ژبه نده بلکی د يو لړ صفتونو مجموعه ده لکه پت ، ښيګړه ، ميړانه ، توره ، ورور ولی ، ننګ او داسی نور... چې هر پښتون ئې که موړ وی او که غريب بايده دی چې ولری. پښتو د ټولو پښتنو ګډه ښکلا ده نو ځکه پښتون نيکه خوشحال خان بابا وائی :
درست پښتون له قندهاره تر اټکه سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار
د جرګو سيستم چې د پښتونولۍ بنسټ جوړ وی او اوس په مونږ کې رواج دی د هډی ټولنو محصول دی چې لس زره کاله د مخه اټکل کيږي دا ددی مانا لری چې پښتون قوم لس زره کاله د مخه موجود ؤ .پښتنو پدى خپل اوږد تاریخ کې ډیری سړی او تودی ليدلی دی خو تل ئې خپل ملی او قامی هويت ساتلی دی . په1893 ع کال کې پيرنګيانو ددی هڅه وکړه چې د ډيورنډ د کرغيړنی کرښی پواسطه په مصنوعی توګه پښتانه په برخو وويشی خو پښتانه چې نه يوازی ګډ تاریخ ، ګډه ژبه ، او ګډ کلتور لری بلکی جغرافيائی وحدت هم جوړوی . دغه کرښه په عمل کې نده مراعت کړی او بې له پاسپورته يو د بل سره تګ راتګ لری . څنګه چې د هند د نيمی وچی څخه د پيرنګيانو په وتلو سره د ډيورنډ تړون د ولسونو د حقوقو له مخی په اوتوماتيکه توګه د اعتباره لويدلی و ځکه چې په کومه موخه چې دغه تړون منځ ته راغلی وو هغه موخه له منځه تللی وه ، نو د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند په1993 ع کال د نوامبر په دولسمه نیټه دغه تړون چې هډو د اعتبار موده پکې نده ليکل شوی په رسمی توګه د تل لپاره لغوه اعلان کړ او د ردی کاغذونو ټوکرۍ ته ئې وغورځاوه اود نوامبر دولسمه نېټه ئې د پښتنو د يووالى د ورځى په نامه ونوموله، او هر کال د پښتنو د يووالى ورځ په مختلفو بڼو کې لمانځى. افغانستان د ورونو قومونوګډ کور دى او پښتون ډيره کى قام او مشر ورور دى نو پکار ده چې د افغانستان ورونه قومونه د پښتنو دقامى وحدت ملاتړ وکړى. پښتانه يو وجود دى او یو له بل نه، نه شى بيلیدلى. که د افغانستان او پاکستان حکومتونو نه غواړى چې په سيمه کې امن او سوکالی وى نو د پښتنو د يووالى لپاره دى کوټلى ګامونه واخلى . مونږ د افغانستان په اوسنى حکومت کی د هغه پښتنو څخه چې د پښتنو د حق تر نامه لاندى د پښتنو برخه خوری او په دولتى کورسیو ناست دى په کلکه غوښتنه کوو چې د پښتنو د حقوقو دفاع وکړى او پښتو چې د هيواد د ډیره کى قام ژبه ده د ښونى، روزنى او د فتر ژبه کړى پښتو وکړی او په زغرده پښتو ووائى ، پښتو وليکى تر څو د پښتو حق ادا او خپله زمه وارى تر سره کړى. د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند د ټولو پښتنو / افغانانو د پوهانو ، سياستوالو ، اديبانو ، شاعرانو ، ليکوالانو، ټولنيزو، ملى ، ولسی او دولتى سړيتوبونو ( شخصيتونو ) څخه غوښتنه کوى چې خپلى ژبې پښتو د ودى او پر مخ تګ لپاره کار وکړى چې نه يوازى پښتو ژبه مخ په وړاندى لاړه شى بلکه د پښتنو د قامى وحدت عزم پیاوړى شى . قامى وحدت زمونږ فطرى اوقانونى حق دى . پښتانه په سيمه کې يو ستر ځواک دى ، سيمى ته ثبات او امنيت بخښى، پغير د پښتنو د قامى وحدت، سولی او ارامۍ څخه په دغه سیمه کې امن او سوکالى نه شى راتللى نو د پښتنو ټولنيز ولسوګوند د نړۍ د سوله غوښتونکو او ډيموکراټيکو هيوادونو او ځواکونو څخه په کلکه غوښتنه کوى چې د پښتنو په بيا يووالى کې مرسته وکړى. د پښتنو يووالى په سيمه کې د امن او ثبات ځامن دى.

د ډيورنډ توافق ليک يا د 1793 کال کابل کانونشن

پښتو کوونکى: پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ په داسې حال کې چې د هندوستان په خوا کې د افغانستان د سرحدي سيمې په اړه ځينې مسئلې پيدا شوې دي او په داسې حال کې چې دواړه والاحضرت امير او د هندوستان حکومت هيله من دي، چې دغه مسئلې د دوستۍ په پوهاوي او د دواړو د نفوذ د ساحو د حد په ټاکلو سره حل شي، ترڅو په راتلونکې کې ددغو متحدو حکومتونو ترمېنځ ددغې موضوع په سر د اختلاف نظر نه وي، په دې وسيله په لاندې ډول سره موافقه وشوه: 1_ د والاحضرت د ختيځې او سهيلي سرحد توابع دې له واخان نه د پارس تر پولې پورې هغه ليکه تعقيب کړي، چې په هغې نقشې باندې ښودل شوې ده چې له دغه تواتفق ليک سره مله ده. 2_ د هندوستان حکومت به هېڅ وخت په هغو سيمو کې، چې له دغې ليکې نه اخوا د افغانستان په لور پرتې وي، مداخله ونه کړي او والاحضرت امير به هېڅکله په هغو سيمو کې چې له ليکې نه اخوا د هندوستان په لور پرتې دي، مداخله ونه کړي. 3_ د برتانيې حکومت په دې ډول موافقه کوي، چې والاحضرت امير دې اسمار او تر هغه پورته دره تر چاناک پورې وساتي. له بلې خوا والاحضرت موافقه کوي، چې دى به هېڅ وخت په سوات، باجوړ يا په چترال کې د باشګل يا ارنوابى درې په ګډون مداخله نه کوي. داسې هم د برتانيې حکومت موافقه کوي، چې د برمل سيمه والاحضرت ته پرېږدي، کومه چې په هغې مفصلې نقشې کې ښودل شوې چې والاحضرت ته دمخه سپارله شوې ده او والاحضرت د پاتې وزيري ملک او د اور په هکله له خپلې ادعا تنه تېرېږي. په همدې ډول واالحضرت د چاغه په اړه له خپلې ادعا څخه تېرېږي. 4_ د سرحدي سيمې ليکه به د افغان او برتانوي کمشرنانو له خوا له دې وروسته په نفصيل سره وکاږله شي او حدبندي به شي په کوم ځاى کې چې د تطبيق وړ او مطلوب وي. ددغو کمشرانو مقصد به دا وي، چې د سرحد په ټاکلو کې متقابلې پوهاوي ته سره ورسېږي. داسې چې دغه ليکه دې تر نهايي امکان پورې د هغې نقشې له مخې وي، چې له دغه توافق ليک سره مله ده، په داسې حال کې چې ددغې سرحدي سيمې د ګاونډيو کليو د موجودو محلي حقوقو رعايت پوره شي. 5_ د چمن د موضوع په اړه والاحضرت د برتانوي نوې قشلې په هکله له خپل اعتراض نه تېرېږي او برتانوي حکومت ته هغه حقوق پرېږدي، چې د سرکې تېلراج )Sirkai Telieraj( په اوبو کې يې په بيه اخيستي وو. د سرحد سيمې له دغه ټکي نه بۀ ليکه په لاندې ډول وکاږله شي. دغه ليکه به پښه کوتل ته نږدې د خوجه امران غرو له سر نه، چې د برتانيې په سيمه کې به پاتې کېږي، په هغه لور کښله کېږي چې مرغه چمن او د شه اوبو چينه به افغانستان ته پاتې کېږي او د نوي چمن چوڼۍ او د افغان پوسته، چې د لښکر ډنډ په نامه يادېږي، تر نيمايي پورې رسېږئ او په داسې حال کې چې ]ليکه[ به د جنوب په لور روانه وي، د خوجه امران غرو سره به بيا يوځاى کېږي. په دې ډول چې د غوښې پوسته به د برتانيې په علاقه کې او د غوښې په جنوب او لويديځ کې د شوراوک سرک به افغانستان ته پرېږدي. د برتانيې حکومت به ددغه سړک تر نيم ميلۍ پورې په هېڅ ډول مداخله نه کوي. 6_ ددغه توافق ليک دغه پورته فقرې د هندوستان د حکومت او د افغانستان د والاحضرت له خوا د نظر ټول عمده اختلافات، چې د سرحدي سيمې په اړه د دوى ترمېنځ پيدا شوي وو، د پوره او قناعت کوونکې فيصلې په ډول ګڼل کېږي او دواړه د هندوستان حکومت او والاحضرت په ذمه اخلي، چې د جزيياتو په هکله ټول اختلافات لکه هغه چې وروسته به د هغو منصبدارانو له خوا پرې غور کېږي، چې د سرحدي ليکې د حدبندۍ لپاره ټاکل کېږي، د روسيې په روحيې سره به فيصله کېږي. ددې لپاره چې تر هغو چې ممکنه وي د دواړو حکومتونو ترمېنځ د شکونو او ناسم پوهاوي سببونه له منځه ولاړ شي. 7_ د هندوستان حکومت، چې د والاحضرت له روغ نيتۍ نه د برتانيې حکومت په اړه پوره ډاډمن شوى او غواړي افغانستان پياوړى او خپلواک وويني، د والاحضرت له خوا د جنګي لوازمو په رانيولو او واردولو باندې به اعتراض ونه کړي او دوى به په دغه هکله په خپله څه مرسته ورسره وکړي. پر هغه سربېره ددې لپاره چې د والحضرت د هغې دوستۍ روحيې نښه وساتل شي، چې په دغو مذاکرو کې يې ښودلې وه. د هندوستان حکومت ژمنه کوي، چې په هغو دولسو لکو کې شپږ لکه روپۍ زياتى راوستل شي، چې والاحضرت ته هر کال د مالي مرستې په ډول ورکول کېږي. هنري ماتمر ډيورنډ د هندوستان د حکومت د باندنيو چارو وزير امير عبدالرحمن خان د افغانستان او د هغه د توابعو امير
Sehr geehrter … Die Sozialdemokratische Partei der Paschtunen feiert seit dem 12. November 1993 jedes Jahr in verschiedenen Formen als `` Tag der Einheit der Paschtunen``. Dieses Jahr wird der Tag der Einheit am 15.November 2009 in Hürth gefeiert. Wir laden Sie herzlich ein, mit Ihren Familien an dieser Feier teilzunehmen. Weitere Informationen können Sie unter den Tel. Nr. Mobil/Handy: 01799892913/ 01713734566/ 015777924690/ 01732435350/ 017142553220/ 01632871280 and 02289876701
Event Palast Max–Plank-Str.9a 50354 Hürth Germany Tel.:02233-717980-90
Sonntag, 15.November 2009 (16:Uhr)
event-palast.com

www.event-palast.com

Tag der Einheit der Paschtunen
Übersetzung der Rede des Vorsitzenden der Sozialdemokratischen Partei der Paschtunen Dr. Kabir Stori zum „Tag der Einheit der Paschtunen am 12.11.1994“
Sehr geehrte Gäste, liebe Landsleute! Ich danke Ihnen in Namen der Sozialdemokratischen Partei der Paschtunen für die Teilnahme am Fest der Einheit der Paschtunen. Die Sozialdemokratische Partei der Paschtunen, die Sie zu diesem Fest eingeladen hat, ist ein Teil der nationalen Befreiungsbewegung der Paschtunen, die 1929 unter der Führung von Batscha Khan „Fachri Afghan“ gegen die Engländer entstand. Nach der sowjetischen Invasion in Afghanistan sahen die Anhänger dieser Bewegung innerhalb und außerhalb von Paschtunchwa die Notwendigkeit einer sozialdemokratischen Partei, die auf dem Paschtunwali und dem nationalen Interesse basiert und die Stimme der Freiheit der Heimat und des Friedens erhebt. Nach langen Vorbereitungen und Kontakten entstand am 27. Februar 1981 die Sozialdemokratische Partei der Paschtunen, in der Paschtunen aus beiden Teilen Pashtunchwas zusammengekommen sind. Die Paschtunen, deren Zahl zur Zeit auf 35 Millionen geschätzt wird, werden zu den ältesten Völkern der Welt gezählt. Sie haben eine reiche Kultur, die Paschtunwali heiß. Paschtunwali ist ein demokratisches Rätesystem, das auf Paschtu basiert. Paschtu ist nicht nur die Sprache der Paschtunen, sondern eine Reihe von Eigenschaften wie Ehre, Brüderlichkeit, Mut und Solidarität usw. Diese Eigenschaften soll jeder Paschtun haben, ob arm oder reich. Paschtu ist das gemeinsame Gut aller Paschtunen. Deshalb sagte khushal khan Baba : “Alle Paschtunen von Kandahar bis zum Attak sind öffentlich und nicht öffentlich in der Ehre gleich“. Das Rätesystem, das die Grundlage des Paschtunwali bildet, ist ein Produkt der gentilen Gesellschaft, deren Entstehung auf vor zehntausend Jahren geschätzt wird. Das bedeutet, daß das paschtunische Volk seit zehntausend Jahren existiert. Paschtunen haben in ihrer langen Geschichte viele Krisen erlebt, aber immer haben sie ihre nationale Identität bewahrt. Vor hundertundeinem Jahr haben die Engländer durch die sogenannte Durand-Linie die Paschtunen künstlich geteilt. Aber die Paschtunen, die nicht nur eine gemeinsame Geschichte, Sprache und Kultur haben, sondern eine geographische Einheit bilden, haben diese Linie praktisch nicht akzeptiert und beachtet. Paschtunen von beiden Seiten der Durand-Linie verkehren miteinander ohne Paß. Weil mit dem Abzug der Briten aus Indien der sogenannte Durand-Vertrag völkerrechtlich ungültig geworden ist, weil das Ziel, für das dieser Vertrag zustande gekommen war, aufgehört hat zu existieren, hat die Sozialdemokratische Partei der Paschtunen voriges Jahr diesen Vertrag ausdrücklich für ungültig erklärt. Praktisch geht such der Prozeß der Einheit der Paschtunen voran. Dieser Prozeß hat mit der Flüchtlingswelle der Paschtunen aus dem oberen Paschtunchwa(Afghanistan) ins untere Paschtunchwa (Pakistan) begonnen. Die Kontakte zwischen beiden Teilen der Paschtunen sind verstärkt worden, auch durch Heiraten . Nach der Auflösung der Sowjetunion hat in der Geschichte der Welt eine neue politische Phase begonnen. Kennzeichen dieser Phase ist der Sieg der Demokratie über die kommunistische Diktatur, Zerstörung der Kette des Kolonialismus, Wiedervereinigung der geteilten Völker und die Entstehung unabhängiger Staaten. Eine neue politische Ordnung der Welt ist in Entstehung, eine neue politische Landkarte der Welt ist gemalt. Dies ist eine gute Nachricht für die Einheit und Unabhängigkeit der Paschtunen. Ein unabhängiger Staat der Paschtunen „Paschtunchwa“ ist Garantie für Frieden, Stabilität und Demokratie in der Region und kann nach dem Muster der ASEN-Staaten aufgrund des gemeinsamen Interesses mit den Nachbarländern zum wohl der Menschen der Region und der Welt zusammenarbeiten. Wenn wir von Paschtunchwa sprechen, so meinen wir das Afghanistan von Ahmad Schah Baba. Für Ahmad Schah Baba waren die Begriffe Paschtunchwa und Afghasnistan synonym. Als Ahmad Schah Baba Delhi erobert hatte, sagte er : „Die Krone von Delhi vergesse ich, wenn ich mich an die Spitze der Berge meiner Heimat ´´Pakhtunkhwa´´ erinnere“. Das Afghanistan von Ahmad Schah Baba ist das gemeinsame Haus der Brudervölker Hazara, Ozbak, Tajik, Turkmen, Baluch und andere. In der Satzung unserer Partei sind in einer föderalen Republik die Rechte der Brudervölker gesichert, daß sie entsprechend ihrer Zahl am wirtschaftlichen, politischen und gesellschaftlichen Leben teilhaben. Den Bruderkrieg und Brudermord, die zur Zeit in unserer Heimat gibt, verurteilen wir. Wir unterstützen die Bemühungen der vereinten Nationen und anderer, die mit den mitteln der Djarga und durch Gespräche den Frieden und eine pluralistische Demokratie in unserer Heimat etablieren wollen. Abschließend danke ich der Frauen-Organisation der Sozialdemokratischen Partei der Paschtunen, der Jugend- Organisation der Partei “Zwan Paschtun“, der Organisation der Partei „Nangjali Paschtun“, dem paschtunischen Kulturverein, dem Paschtun Kor, und alle denjenigen, diebei der Gestaltung und Organisation des Tags der Einheit der Paschtunen mitgewirkt haben. Mein besonderer Dank gilt den paschtunischen Sängern und Künstlern Ostad Shah Wali, Anwar Khyal, Sahibgul und Anwar Shah, die das Fest der Einheit der Paschtunen mit Liedern und Musik schoen und bunt gemacht haben.
Vielen Dank Dr. Kabir Stori
- دپښتنو ټولنیز ولسولیز کوند
بېرته شاته