(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په کراچی کی یو افغان په مرموزه توګه وژل شوی

[02.Oct.2009 - 21:17] کراچئ ۲/۱۰/۲۰۰۹ : ديوخبرله مخې دکراچۍ ښارپه سهراب ګوټ سبزي منډۍ کي پوليسوتېره ورځ دنجيب الله په نامه يو افغان دغلاپه تور نيولی وو، خوپه محبس کي دغه تن بېګاشپه په نامعلومه اومرموزه توګه وژل سوی دی.دخلګوله وينا چي دی شاي له ډېرووهلومړسوی وي. دده مړی دکراچۍ سول روغتون ته دمعاينې لپاره يوړل سو،خوډاکټرانويې دمړينې علت په ډاګه نه کړ.اونه هم دامعلومه سوه چي دی د افغانستان دکوم ولايت دی. دیادولووړ ده،چي تردې وړاندې هم داسي ډېری افغانان چي دکارکسب لپاره پنجاب ياسنده ايالتونوته راځي،خودچارواکوله خواپه يوه اوبله بهانه نيول کېږي اوبيادپيسوپه بدل کي له بنده خلاصېږي. خوځيني افغانان لااوس دپاکستان په بېلابېلوزندانونوکي بېګناه بنديان دي. - رفيع الله مندوخېل ، ږوب
بېرته شاته