(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د حکيم الله محسود دوژنې ادعا شوې ده

[03.Oct.2009 - 20:20] 03/10/2009 د امريکا استخباراتي چارواکو ادعا کړې ده چې دبيت الله محسود دوژنې څخه وروسته دپاکستاني طالبانو نوى مشر حکيم الله محسود هم څو اوونۍ دمخه دمخالفې ډلې سره جگړه کې وژل شوى دى. دامريکا استخباراتي چارواکو دحکيم الله محسود دوژنې دغه ادعا په داسې حال کې کړې ده چې تيره ورځ دپاکستان پوځي چارواکو ويلي وؤ دحکيم الله محسود ورور کليم الله محسود په جنوبي وزيرستان کې دپوځ په عملياتو کې وژل شوى دى. برټانوي خبري ادارې رائيټرز دامريکايي استخباراتي ادارې دچارواکو له خلې ويلي دي دحکيم الله محسود دوژنې دپخلي څخه وړاندې دټولو معلوماتو جاج اخلي خوباور لري چې حکيم الله محسود څو اوونۍ دمخه په جنوبي وزيرستان کې دمخالفې ډلې سره په جگړه کې وژل شوى دى. واشنگټن باور لري چېدبيت الله محسود دوژنې څخه وروسته طالب جنگيالي دمشرولۍ ترلاسه کولو لپاره دخپل مينځي جگړو له امله کمزوري شوي دي. دا دوهم ځل دى چې دبيت الله محسود پځايې دطالبانو دنوي ټاکل شوي مشر حکيم الله محسود دوژل کيدو په هکله دغسې راپورونه خپريږي. دبيت الله محسود دوژل کيدو څخه څو ورځې وروسته هم داسې راپورونه خپارۀ شوي وؤ چې حکيم الله محسود ديو بل طالب مشر قاري ولي الرحمان سره دجرگې په مهال په رامينځته شوې جگړه کې وژل شوى دى. وروستو يو تن چې ځان يې حکيم الله معرفي کولو دخبريالانو سره تماس ونيولو او وې ويل هغه ژوندى دى. ددغه تن په هکله داسې شکونه خوارۀ شوي وؤ چې هغه حکيم الله محسود نۀ بلکې دحکيم الله محسود په شکل دافغانستان څخه راغوښتل شوى دهغه ورور ؤ. دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک دوړاندې څخه ادعا کړې ده چې په پنځم اگست جنوبي وزيرستان کې په يو ميزائيلي بريد کې دبيت الله محسود دوژل کيدو څخه وروسته دطالبانو پخپل مينځي جگړه کې حکيم الله وژل شوى دى. دپاکستاني طالبانو دپخواني کمانډر بيت الله محسود دوژنې پخلى هم طالبانو تر څو ورځو نۀ کولو خو وروسته يې ومنله چې هغه په ميزائيلي بريد کې وژل شوى دى. Source: Deewa Radio- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته