(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو نړیوال کانفرنس مشر سلیم رازله کیدونکی کانفرنس څخه دپریکون اعلان

[10.Oct.2009 - 21:33] دنړیوال (عالمی) پښتو کانفرس مشر ښاغلی سلیم راز صاحب د روان ۲۰۰۹ ع کال داتم او نهم اکتوبر له هغی غونډی څخه چی په کابل کښی کیدونکی ده دپریکون اعلان وکړ او ددی غونډی له ایجنډا او د مندوبینو له بلن لیکونو څخه یی ناخبری وښوده . له زابلستان ویب لاګ سره د خبرو په مهال ښاغلی سلیم راز دتلفون پر لیکه زیاته کړه چی ددی کانفرس د بانی او بنسټ ایښودونکی په حیث د پښتونخوا او کراچی میشت لیکوالان ادیبان له ما سره په ارتباط کښی وو او د بلن لیکونو غوښتنه یی کوله ولی زه له ټول جریان څخه په تیارو کښی وساتلی شوم . دپښتو عالمی کانفرنس د تاریخی لړی په هکله ده وویل چی زما په نوښت په لومړی سرکښی په کال ۱۹۸۶ کښی په لومړی ځل دا کانفرانس د اپریل په میاشت کښی په پیښور کښی جوړ شو ، وروسته بل کانفرنس په پیښور کښي په کال ۲۰۰۰ کښی د نومبر په میاشت کښی راغوښتل شوی وو چی له افغانستان او ټولی نړی نه میشتو قلموالو پکښی ګډون درلود ، له دی برسیره موږ په جنوبی پښتونخوا کوټه کی هم غونډی ترسره کړی دی . راز صاحب زیاته کړه چی څه موده وړاندی دسولی دسیمنار د ګډون پر مهال په کابل کښی رانه ډاکټرخوشحال روهی ، عبدالغفور لیوال ، او زرین انځور صاحب غوښتنه وکړه چی راتلونکی غونډه دی په کابل کښی وشی چی بندوبس به یی دوی کوی ځکه دپیښور امنیتی حالت د ډاډ وړ نه دی . څو ورځی وړاندی ماته خبر راکړل شو چی د ګډون والو یو لست دوی ته ورکړم ، په دی اساس ما دوی ته د څلویښتو کسانو یو فهرست ورکړ چی په ترڅ کښی یی ماته اسدالله دانش وویل چی دا کسان زیات دی څلور او پنځه کسان پکار دی ، بیا کله چی ما له افغان قونصلټ سره اړیکه ونیوله نو ظاهربابری راته وویل چی زه به له کابل سره اړیکه ونیسم او تاته به حال درکړم ولی وروسته زما له مشوری پرته دوی د خپل منظورنظر څو اشخاص له پیښور او کراچی څخه وروغوښتل او زه یی له ټول جریان څخه ناخبره وساتلم اوبل داچی بلن لیکونه ټول په انګریزی لیکل شوی دی دخدای له پاره کانفرنس دپښتو دی او بلن لیکونه په انګریزی دی ؟ چی پر اساس یی زه له کیدونکی کانفرنس څخه دپریکون اعلان کوم . دا وی دسلیم راز څرګندونی . زما په فکر تیرو دولتونو دا ډیره ستره تیروتنه کوله چی تل به یی د جنوبی پښتونخوا څخه هغه کسان کابل ته ورغوښتل چی هغه به دخپلو شومو اهدافو له پاره او یا هم هلته د ای ایس ای لپاره دوفاداریو د رانیولو او جاسوسی لپاره ورتلل . کله چی اوضاع بدلون وموند دوی بیرته راستانه شول چا داسلام اباد خاوره ښکولوله چی شکردی خپل وطن ته راغلم او چا به رسنیو ته ویل چی زه د وطن(پاکستان) دسترو موخو په غرض تلم ، له بده مرغه دا ترخه تجربه یو ځل بیا تکراریږی نن هم له کراچی نه دری داسی کسان دی غونډی ته بلل کیږی چی دهغو له افغانیت پښتونوالی او قامی فکر سره تعلق څه چی لویه دښمنی ده . داکسان له نژدې څخه پیژنو ددوی له موږ سره مناقشه داوه چی موږ پاکستانیان یو او تاسو په لوی لاس پر موږ افغانیت تپی . یوه خو لا ماته اخطار راکړ چی ستاپه شاعری کښي خو بغاوت دی خو هغه دکابل دغونډو ټیکدار پخپله نه شاعر دی او نه یی له شاعری سره کار شته . دلته په سیند کراچی کښي د څلورو لویو ادبی ټولنو د پیوستون نه جوړه شوی پښتو ادبی رابط کونسل چی تر سلګونو زیات غړی لری له هر ډول جریاناتو بی خبره ساتل کیږی یواځې دجرس په نامه د یوی ټولنی چی اوس یی تش نوم پاتی دی او پنځه غړی لری هغوی د کابل پروګرامونو ته بلل کیږی او بس . دا خلک دلته ښه سابقه نلری او له رابط کونسل سره پر دی اساس تربورګلوی پالی چی دوی باغیانه (پښتونواله) فکر لری او جزباتیان دی . زابلستان- حلیم شملزی
بېرته شاته