(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په باچا خان جوړ شوي فيلم د بهترين مستند فيلم جايزه وګټله

[19.Oct.2009 - 16:06] دټول افغان خبر ، ابوظبي: د پښتنو ستر مشر خدای بښلي فخر افغان باچا خان (خان عبدالغفار خان (رح)) په ژوند او اند جوړ شوي فيلم د منځني ختيځ د نړيوال فيلم په فيستوال کې د بهترين مستند فيلم جايزه وګټله. د فيلم پوره نوم (د سرحد ګاندي: باچا خان، د سولې یو مشال) او ګټلې جايزه (دتورې ملغلرې جايزه) نومېږي. د فيلم ډايرکټرې ته په جايزه کې یولک ډالر هم ورکړل شوي دي. فيلم کاناډایي ډایرکټرې ټيري مکلوهان د ۲۱ کالو خوارۍ په نتيجه کې جوړ کړی دی او پخوا په نيويارک کې هم نندارې ته وړاندې شوی و. د منځني ختيځ د نړيوال فيلم فيستوال په ابوظبي کې د شنبې په شپه پای ته ورسېد. دا فيلم د فيستيوال په ترڅ کې دوه ځل وښودل شو چې دواړه ځلې یې په متحده عربي اماراتو کې مېشتو افغانانو او بهرنيانو خورا زيات هرکلی وکړ. د فيلم ډايرکټرې ټول افغان ته ويلي دي چې د امريکا هېوادمشر باراک اوباما او پاکستان او افغانستان ته د نوموړي ځانګړی استازی ريچارډ هولبروک هم غواړي چې دا فيلم وګوري. د ويلو ده چې په فيلم کې د باچا خان د (NON-VOILANCE) یا سولييز فکر او پروګرام ډېره رڼا اچول شوې ده. فيلم ۹۲ دقيقې دی، په پښتو،دري،اردو، هندي او انګليسو ژبو په کې خبرې کېږي. په فيلم کې افغان هېواد مشر حامد کرزي او پخواني پاکستاني هېواد مشر پروېز مشرف هم د باچا خان په اړه اندونه ويلي دي. مېرمن مکلوهان اوس د دې فيلم په DVD هم کار کوي. په DVD کې به ټولې هغه مرکې، ويډيو، او نور غږيز او انځوريز مواد هم شامل وي چې په فيلم کې یې ځايول سخت وو. د مکلوهان په وينا په DVD کې به ټول هغه ۱۰۲ فيتې مواد شاملوي چې لا په فيلم کې نه دي ښودل شوي. هلال مومند 18.10.2009 د نورو معلوماتو لپاره رسنۍ په دې نمرو اړيکي نيولای شي: الله نور سيلاب: 00971505195802 هلال مومند:00971504574136 news.bbc.co.uk/2/hi/south_asia/8311549.stm- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته