(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپيښورچاؤدنه کې دوژل شوؤ کسانو شميره ١٠٨ ته رسيدلې ده

[29.Oct.2009 - 12:53] ۲۹/۱۰/۲۰۰۹ :د کوزی پښتونخواپه سرښار پيښور کې دچارشنبې په ورځ ترسره شوې بمي چاؤدنه کې دوژل شوؤ کسانو شميره ١٠٨ ته رسيدلې ده په وژل شوؤ کې ١٥ ماشومان او ٢٧ ښځې شاملې دي په دغه خونړۍ چاؤدنه کې د٢٠٠ؤ څخه زيات کسان ژوبل شوي هم وؤ چې پکې دزياترو حالت مرګونى ښودل شوى دى. دچاؤديدونکو موادو څخه په ډک ګاډي کې ترسره شوې دغه چاؤدنه دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن پاکستان ته درسيدو څخه څو ساعته وروستو ترسره شوې وه او په پيښور کې شوؤ چاؤدنو څخه دغه تر ټولو لويه چاؤدنه وه. دبمونو دشنډولو پوليسو وينا ده چې په دغه چاؤدنه کې ١٥٠ کلو ګرامه چاؤديدونکي مواد کارول شوي وؤ. دپيښې په ځايې کې تر ٤٠ؤ زياتو دوکانونو او کورونو ته زيان رسيدلى او دملبې لرې کولو کار نن په دوهمه ورځ هم روان دى. دپوليس سرچينې وايي اوس هم دملبې لاندې يو شمير کسان ګير دي چې پکې د٢٤ؤ ساعتو تيريدو وروستو نن دزيارت په ورځ هم دځينو کسانو غږونه اوريدل شوي دي. دسرچينو له مخې دشاوخوا دوکانونو او کورونو دړنګې شوې ملبې څخه نور ٨ مړي راويستل شوي چې ددې سره په چاؤدنه کې دوژل شوؤ مړو شميره ١٠٨ ته رسيدلې ده. که هر څو تر دې مهاله ددغه چاؤدنې مسؤليت کومې تندروه ډلې په غاړه نۀ دى اخستى خو تيره ورځ دصوبی داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين ډيوه راډيو سره په خبرو کې ويلي وؤ ددغه چاؤدنې ځيلې وزيرستان ته رسيږي او دغه چاؤدنه په وزيرستان کې دروانو عملياتو غبرګون کيدلى شي. دا مهال دپاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې دالقاعده او په القاعده پسې مربوط دځايې جنګيالو په ضد عمليات ترسره کوي. دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس تيره ورځ مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې ويلي وؤ تر اوسه دجنوبي وزيرستان په عملياتو کې ٢٦٤ تندلاري او ٣١ پوځيان وژل شوي دي. بلخوا پرون ۲۸/۱۰/۲۰۰۹د افغانستان ناستون کابل کې په یو نړیوال میلمستون شوي برید کې د ملګرو ملتونو شپږ کارکونکو په شمول نهه کسان وژل شوي دي. ځاي چارواکو ویلي درې وسله وال کسان چې افغان پولېسو وردي او ځان وژونکي جېکټې یي هم اغوستې وی په دغه میلمستون برید وکړو. برید کونکو د څه وخت لپاره امنیتي ځواکونو سره انښته وکړه او بیا خو یا ووژل شو او یا ځانونه الوزولو په دغه انښته کې دوه امنیتي کارکونکي او یو ملکي کس هم وژل شوی دی. د طالبانو یو ویاند ددغه برید مسولیت په غاړه اخستې دی او ویلي دي چې دغه برید د راتلونکي میاشت کیدونکي د ولسمشرئ ټاکنو دویم پړاو د ګډوی لپاره لومړی ګام دی. جنګیالو د شورو په ورځ یو اعلی هوټل او د جمهوررئیس په ماڼی هم راکټی داغلی دي خو کوم زیان یي نه دی کړی. په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د دفتر رئیس دغه حملی وغندلی او اعلان یی وکړ چه دا کار به ملګری ملتونه ونه ډاروی او خپل کار ته به دپخوا په شان په افغانستان کی دوام ورکوی. د امریکا د سفارت خانی یوه مطبوعاتی بیانیه چې نن په کابل کی خپره شوې وایی چې په ملکی خلکو باندی د طالبانو حملی ددی باعث نه شي جوړیدی چې امریکا د انتخاباتو لپاره او د افغانستان د اولس سره خپلې مرستې کمې کړي. همدا راز د پاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس ويلي دي امنيتي ځواکونو په جنوبي وزيرستان کې د طالبانو پر ضد روانو عملياتو کې تراوسه ٢٦٤ ترهګر وژلي دي اواوس جنګيالي په وزيرستان کې دپوځ دمقابلې کولو پځايې ددغه ځايې څخه تيښته کوي. ښاغلي عباس په جنوبي وزيرستان کې ترهګرو سره دنښتو په مهال د٣١ؤ عسکرو دوژنې خبر هم ورکړو دشورو (چارشنبی)په ورځ دپاکستان داطلاعاتو او نشرياتو مرکزي وزير قمر زمان کائره سره ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ميجر جنرال اطهر عباس وويل امنيتي ځواکونو دجنډوله څخه وړاندې تر ١٦ؤ کلو ميټرو پورې پرمختګ کړى دى او دازبک جنګيالو په مرکز کاني ګورم دواک ترلاسه کولو لپاره عمليات روان دي. دتير يو شواروز په مهال په جنوبي وزيرستان کې دپوځ او جنګيالو ترمينځ دنښتو په هکله پوځي وياند وويل امنيتي ځواکونو ٢٥ تندلاري وژلي دي. هغه وويل تندلارو سره په نښتو کې ٥ عسکر هم ژوبل شوي دي. نوموړي وويل اوس مهال کاني ګورم ددريوؤ اړخونو څخه دپوځ په ولکه کې دى او ازبک جنګيالي ددغه ځايې څخه تيښته کوي. ښاغلي عباس دپيښور دچاؤدنې غندنه وکړه او وې ترهګر په وزيرستان کې دپوځ مقابله نۀ شي کولى ځکه هغوي دغه رقم کارروايۍ کوي. پوځي وياند داستخباراتي معلوماتو په اساس وويل په وزيرستان کې کم عمره ماشومانو ته دځانمرګي بريدونو تربيه ورکول کيږي او وروستو دهيواد نورو برخو ته دورانکارۍ دپاره ليږدول کيږي. هغه وويل په دغه هکله امنيتي ادارې بيخي چمتو دي. دپوځي وياند ويناوه په سراروغه کې يې تر څلورو کيلو ميټرو پورې غرونه دطالبانو څخه پاک کړي دي. هغه وويل دترهګرو تربيتي مرکز کوټکۍ کې دترهګرو ٢٥ دتربيې مرکزونه چې پکې نهه په غرونو کې جوړ شوي وؤ تباه کړل شوي دي. نوموړی ادعا وکړه چې ترهګر اوس دپښو څخه پريوتي او هغوي هيڅ رقم مقاومت نۀ شي ښودلى. ديوې پوښتنې په ځواب کې ده وويل ترهګرو محسود قبائيل يرغمال کړي وؤ. هغه وويل دوزيرستان په عملياتو کې پوځ ته دقبائيلو او اولس کوټلى ملاتړ ترلاسه دى. دنوموړي وينا وه تندروه طالب کمانډران ولي الرحمان او قاري حسين په وزيرستان کې موجود دي او په سوات کې پوځ دطالبانو مشر مولانا فضل الله پورې درسيدو هڅه کوي. هغه وويل دثبوتونو ترلاسه کيدو سره سم به دمولانا فضل الله پر ضد ګيره تنګه کړل شي. همدغه راز قمر زمان کائره وويل پوځ ته په اوسنيو حالاتو کې دهر رقم مرستو ورکولو لپاره حکومت چمتو دى. Source:Deewa Radio- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته