(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پروفیسر امین په مړینه د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند غمرازی

[31.Oct.2009 - 12:05]
Pashtoons Social Democratic Party (PSDP) Presidential Secretariat
جرمنی: ۳۱/۱۰۲۰۰۹ په ډیره خواشینئ سره مو خبر ترلاسه کړ چی د پوهنې پخوانی وزیر د ازاد افغانستان د لیکوالانو د ټولنی (وفا) مشر د کابل پوهنتون استاد او د افغانستان د مطالعاتو د مرکز مشر پروفیسور عبدالرسول امین د۲۰۰۹ ع کال د اکتوبر د میاشتی په ۳۱ نیټه د خالی (شنبی) په ورځ د سهار په اوه بجو په اسټرالیا کی د ورپیښی شوی ناروغي له امله لدی فانی نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی. انالله وانا الیه راجعون داروا ښاد جسد به د هغی په پلرنۍ هدیره کې د کونړ ولایت کې خاوروته سپارل کیږی. ارواښاد پروفیسر امین علمي سړیتوب (شخصيت)، سیاستوال وطنپالوونکی او د پښتو ژبی لیکوال ؤ چی ارزښتناک کتابونه ئی په پښتو ژبه لیکلی او بی شمیره څیړني ئی کړی دی ، په تيره بيا له انګریزی او نورو بهرنیو ژبو څخه ئی ګڼ شمير ارزښتناک کتابونه پښتو ته ژباړلی دي چې له دې لارې يې خپل ولس او دپښتو ژبې کلتور ته ستراو تاريخي نه هيرېدونکي خدمتونه سرته رسولي دي اود پښتو ژبی د غنی کیدو لپاره ئی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کړی دی چی تل به یاد ساتلی شی. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند، د ارواښاد پروفیسور عبدالرسول امین په مړينه د ژور غم او خفګان څرګندونه کوي او دا غم د ټولو پښتنو شريک غم ګڼي. د لوي خداى په درباره پروفیسر امین ته جنت الفردوس ، خپلوانو، دوستانو، شاګردانو ته ئی صبر او زغم غواړی په درناوی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند کاری کمیسون د ارږاښاد پروفیسر عبدالرسول امین لنډه پیژندګلوی ارږاښاد پروفیسر امین په ١٩٣٩ دمى دمياشتي په لسمه نيټه دکونړ ولايت په مرکز پورې اړوند دواټا پور په کلي کې دمحمد امين خان په کور کې زيږيدلي و لومړنۍ زده کړې يې په افغانستان کې سرته رسولى او دمينځنيو او لوړو زده کړو ترسره کولو لپاره په ١٣٣٤ کال کې پېښور ته راغلى و په پېښور کې يې يو کال دانګريزي او اردو ژبې زده کړه وکړه او بيا دمينځنيو زده کړو دسرته رسولو دپاره د فارورډ سکول اينډ کالج کې شامل شو او په ١٩٦٠ کال کې ترې فارغ شو دلوړو زده کړو دپاره دپېښور په اسلاميه کالج کې داخله واخيسته ، چې بيا ١٩٦٠-١٩٦١ کلونو کې دزده کړې په دوره دخيبر يونين (دخيبر محصلينو اتحاديه ) عمومي مرستيال وټاکل شو . په ١٩٦٤ کې يې BA او په ٩١٦٦کې دماسټرۍ سند ترلاسه کولو وروسته بيرته افغانستان ته ستون شو . رسول امين افغانستان ته په بيرته ستنيدو دپښتو ټولنې غړيتوب ترلاسه کړ او بيا دکابل پوهنتون دادبياتو او بشري علمو په پوهنځي کې داجتماعي علومو داستاد په توگه وټاکل شو ، چې دمهاجرت تر وخته دکابل په پوهنتون کې دخپل هيواد دځوانانو په روزنه بوخت و پروفيسر امين په ١٣٥٨ کال کې دوخت د رژيم دمخالفت په اثر زندان ته وليږل شو او د زندان څخه تر خلاصيدو وروسته په افغانستان باندې دسرو لښکرو دراتگ سره جوخت پېښور ته مهاجر شو د. ١٩٨٠ څخه تر ١٩٨٥ کالو پورې په پېښور کې دملي اسلامي محاذ په تنظيم کې او هم دافغان اطلاعاتي مرکز کې کار کاوه په ١٩٨٥ کال کې ، چې دده او يو شمير نورو وطن پالو افغانانو له خوا دازاد افغانستان دليکوالو ټولنه (وفا) جوړه شوه دې يې درييس په توگه وټاکل شو وروسته دغه ټولنه دافغانستان دمطالعاتو په مرکز بدله شوه چې بيا هم پروفيسر امين يې مشري کوله رسول امين دهجرت په دوران دمرکز له خوا يو لړ ملي او نړيوال سيمينارونه او کانفرانسونه جوړ کړل . دخپلواکۍ په نوم مجله ، دوفا مجله ، دوفا اخبار ، دافغانانو جريده او په سلگونو کتابونه يې ددغه مرکز څخه چاپ او خپاره کړل . همدارز دافغانستان دمسيلى په اړه په ډيرو ملي او نړيوالو سيمينارونو او کانفرانسونو کې هم کډون وکړ ، چې دهغې په ترڅ کې دامريکي متحده ايالاتو ، انگليستان ، فرانسي ، المان ، مرکزي اسيا ، ډنمارک ، هالينډ ، بلجيم ، سويس ، يونان ،ايټاليا ، ناروى ، مصر او نورو هيوادونو ته سفرونه وکړل کله چې په روم کې دافغانانو له خوا دافغانستان دمسئلې دحل په اړه افغانان سره راټول شول رسول امين يې دمخکښانو دډلې څخه و او بيا وروسته کله چې دبون دتاريخي پريکړې وروسته په افغانستان کې لنډ مهاله اداره رامينځته شوه . رسول امين دلنډ مهاله ادارې دپوهنې دوزير په توگه وټاکل شو درسول يو شمير ليکني اثار چاپ شوي او هم دنورو ژبو څخه يې ډير اثار ژباړلي او چاپ کړيدي . پروفيسر امين دلنډ مهالې ادارې تر شپږ مياشتو پورې وزارت څخه وروسته دافغانستان دمطالعاتو درييس په توگه خپله موسيسه پر مخ وړله او له دې لاې يې دخپلو افغانانو په خدمت کې و او په پاې کې د ٢٠٠٩ کال داکتوبر دمياشتې په ٣١ داسټريليا دملبورن په ښار کې دورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته