(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواخوږي پيغامونه

[01.Nov.2009 - 10:02] نيټه: ٩-٨-١٣٨٨/٣١-١٠-٢٠٠٩ په ډېري خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړي چي د هېواد نوميالي سياست پوه او ټولنيز شخصيت پوهاند رسول امين د فاني نړي څخه سترګي پټي کړي. انا لله و انا اليه راجعون ارواښاد پوهاند امين د کابل پوهنتون استاد، د وفا ټولني مشر او د پوهني د وزير په توګه چاري تر سره کړي وي. ارواښاد پوهاند د پښتو ژبي پياوړي ليکوال وو چي ارزښتناک ليکني او ژباړني ېي کړي دي. د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني ټول غړي د ارواښاد مړينه يوه لويه ضايعه بولي، نوموړي ته جنت الفردوس، و کورني، دوستانو او فرهنګپالو ته د زړه صبر غوښتونکي دي. په درنښت، الحاج غرزي خواخوږی د ټولني مشر د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواخوږي پيغام نيټه: ٩-٨-١٣٨٨/٣١-١٠-٢٠٠٩ په خواښيني سره مو خبره ترلاسه کړي چي د هېواد د پوهني رښتني خدمتګار، سياسي او ټولنيز شخصيت، د پخواني مهال د حبيبيي ليسي مدير، د کابل والي، د کورنيو چارو وزير، د پوهني وزير، سلاکار وزير او د صدر اعظم مرستيال دکتور نعمت الله پژواک په حق ورسيد. انا لله و انا اليه راجعون ارواښاد دکتور پژواک چي د هېواد په يوه نوميالي علمي او ټولنيزي کورني پوري تړاو درلود، د خپل ژوند ډېر کلونه ېي د پوهني په خدمت کې وقف کړي وه. د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د ارواښاد دکتور پژواک مړينه يوه لويه ضايعه بولي، نوموړي ته جنت الفردوس او محترمي کورني ته ېي د زړه له کومي جميل صبر غواړي. په درنښت، الحاج غرزي خواخوږی د ټولني مشر - الحاج غرزي خواخوږی
بېرته شاته