(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حامد کرزی د دويم ځل لپاره ولسمشر وټاکل شو

[02.Nov.2009 - 12:42] بی بی سی۲/۱۱/۲۰۰۹ : د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسمشريزو ټاکنو دويم پړاو لغوه اعلان کړ . کميسيون دا پرېکړه داسې داسې مهال کړې، چې تېره ورځ عبدالله عبدالله وويل د ټاکنو په دويم پړاو کې برخه نه اخلي . د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر عزيزالله لودين يوې خبري غونډې ته وويل چې دا پرېکړه يې د ټاکنو د اساسي قانون د ١٥٦ مادې او د ټاکنو د کميسيون د ٤٩ مادې له مخې وکړه . د اساسي قانون ١٥٦ ماده وايي :((د هر ډول انتخاباتو د څارنې او ادارې او په هېواد کې د خلکو عمومي رايو ته د مراجعې لپاره د انتخاباتو مستقل کمېسيون د قانون له حکمونو سره سم جوړېږي .)) د ټاکنو قانون ٤٩ ماده په لاندې توګه ده : (( تر دې چې د شمېرنون کړنلادې بشپړې او د رای اخيستنې او شمېرنې په اړه ټول شکايتونه د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون لخوا وڅېړل شول، د ټاکنو تصديق شوې پايلې په هره ټاکنيزه حوزه کې اعلام کړي . کمېسيون يا د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون کولای شي د پايلو له تصديق د مخه، د شمېرنې په يوه مرکز کې د رايې ورکولو د پاڼو د قسمي يا کلي بيا شمېرنې يا په هره ټآکنيزه حوزه کې د بيا رايې ورکولود سرته رسولو دستور صادر کړي . د ټاکنو پايلې د کمېسيون له تصديق وروسته نهايي او د تطبيق وړدي .)) ودين وويل د ټاکنو په دويم پړاو کې د زيات لګښت د مخنيوي او د دې پروسې د اوږدوالي د مخنيوي په موخه يې حامد کرزی د دويم پړاو لپاره د افغانستان ولسمشر اعلان کړ . وړاندې د ټاکنو کميسيون ويلي وو ښاغلي عبدالله په ډېر ځنډ سره خپله پرېکړه اعلان کړې ده، او په خبره يې له ټاکنو د انصراف موده وړاندې پاى ته رسېدلې وه . د ټاکنو خپلواک کميسيون دا پرېکړه داسې مهال کوي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون نن کابل ته رسېدلی . په کابل کې د يونما دفتر ويلي وو چې بان کي مون به له حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره وګوري . د افغانستان د دويم پړاوو له ټاکنو د ښاغلي عبدالله د په شاکېدو د اعلان په اړه د هغه د رقيب ښاغلي کرزي ډلې د انتخاباتي چارواکو، ملگرو ملتونو، امريکا سفارت او يوشمېر سياسي څېړونکو او ولسي افغانانو بېلابېل غبرگونونه ښوولي دي . اخوا د حامد کرزي انتخاباتي ډلې له ټاکنو د خپل سيال ډاکټرعبدالله په شاکېدل خواشينوونکي بللي او ويلي چې دوى داسې نه انگيرله چې ښاغلى عبدالله به د دويم پړاوو له ټاکنو په شاشي . د ښاغلي کرزي انتخاباتي ډلې له لورې په يوه خپره شوې ويناپاڼه کې ويل، په دې اړه د ټاکنو د کمېسيون او نورو قانوني سرچينو پريکړې ته به درناوي وکړي . افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي يوناما دفتر بيا ويلي چې د ښاغلي عبدالله له پريکړې وروسته ، دويم گام بايد دا وي چې انتخاباتي بهير په قانوني توگه او خپل وخت پاى ته ورسوي . په کابل کې د امريکا سفارت هم په دې اړه په خپل غبرگون کې د انتخاباتو د کمېسيون تر پرېکړې، له افغانانو سره د انتخاباتي پروسې په برخه کې پر خپلو ژمنو ټينگار کړى دى . اخوا د افغانستان پخوانى ولسمشر برهان الدين رباني د ښاغلي عبدالله پرېکړه ستايي او وايي چې له انصراف پرته يې بله لار نه درلوده : ((زما په فکر د دغه موقف له خپلولو پرته داسې کومه بله لار نه وه،داسې يوه بهير ته بيا ورگرځېدل چې بيا به په کې درغلۍ کېږي، دا به دافغان ملت لپاره يو نوى ناورين و .زموږ له انده بايد د دغه ناورين د مخنيوي لپاره کار وشي .)) د افغانستان د ملي محاذ گوند بياويلي د ښاغلي عبدالله د پرېکړې په اړه ډېر احتياطانه گام اوچت کړى او يوه څه ناڅه يې انديښنه ښوولې ده، خو له ښاغلي کرزي يې په ډاگه ملاتړ کړى . ډاکټر عبدالله د دويم پړاوو د ټاکنو د نېټې له اعلان شاوخوا يوه اوونۍ وروسته په ټاکنو کې د نه گډون اعلان وکړ . ټاکل شوې وه چې دويم پړاوو ټاکنې د راتلونکې اوونۍ په شنبې ورځ (د لړم پر شپاړسمه، د نومبر پر اوومه) ترسره شي . د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د رايي اچونې په پاڼو کې به د ښاغلي عبدالله او حامد کرزي عکسونه وي او دغوو دواړو ته به اچول شوي رايي حسابېږي . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته