(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتنو دیوالی د ورځی دغونډی بلنه

[05.Nov.2009 - 16:10]
Die Sozialdemokratische Partei der Paschtunen (Pashtoons Social Democratic Party -PSDP) www.pashtoonkhwa.com
ښاغلی ... د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندد پښـتـنـو د یووالی ورځ د ۱۲/۱۱/۱۹۹۳ راهیسی هر کال په بیلابیلو بڼوکی نمانځی. سږکال د پـښتـنـو د یـــووالـــی ورځ د ۲۰۰۹ ع کال د نوامبر د میاشتی پـــه پنځلسمه ( ۱۵) نیټه نمانځل کیږی. هیله ده چی د خپلو درنو کورنیو سره یوځای پدی تاریخی او جشني غونډه کی ګډون وکړئ . په درناوی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند کاري کمیسون نیټه او وخت : ۲۰۰۹ع کال د نوامبر د مياشتى۱۵ نېټه د یکشنبی (اتوار) ورځ د مازیګر څلور (۴) بجی Event Palast : د غونډی ځای Max–Planck-Str. 9a, 50354 Hürth, Germany www.event-palast.com 02233-717980-90 تلیفوني اړیکي: Mobile/Handy: 01799892913 - 01713734566 - 015777924690 - 01732435350 017142553220 - 01632871280 -0228/9876701 E-Mail: [email protected] - [email protected] ___________________________________________ Pashtoons Social Democratic Party-PSDP Sozialdemokratische Partei der Paschtunen د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوندد پښتنو د ملی ازادۍ دعدم تشدد د غورځنګ يوه برخه ده چې په 1929ع کال کې د انګريزی ښکيلاک په ضد د باچا خان « فخر افغان » په مشرۍ منځ ته راغلی دی. پښتانه چې په اوسنی وخت کې له 50 ميلونو نه زیات اټکل کيږی د نړۍ په لرغونو قامونو کې شميرل کيږي او د يوه بډای او موړ کلتور خاوندان دی چې پښتونولی نوميږی. پښتونولی د جرګو يو ولسوليز سيستم دی چې بنسټ ئې په پښتو ولاړ دی ، پښتو يوازی د پښتنو ژبه نده بلکی د يو لړ صفتونو مجموعه ده لکه پت ، ښيګړه ، ميړانه ، توره ، ورور ولی ، ننګ او داسی نور... چې هر پښتون ئې که موړ وی او که غريب بايده دی چې ولری. پښتو د ټولو پښتنو ګډه ښکلا ده نو ځکه پښتون نيکه خوشحال خان بابا وائی: درست پښتون له کندهاره تر اټکه سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار د جرګو سيستم چې د پښتونولۍ بنسټ جوړ وی او اوس په مونږ کې رواج دی د هډی ټولنو محصول دی چې لس زره کاله د مخه اټکل کيږي دا ددی مانا لری چې پښتون قوم لس زره کاله د مخه موجود ؤ .پښتنو پدى خپل اوږد تاریخ کې ډیری سړی او تودی ليدلی دی خو تل ئې خپل ملی او قامی هويت ساتلی دی . په1893 ع کال کې پيرنګيانو ددی هڅه وکړه چې د ډيورنډ د کرغيړنی کرښی پواسطه په مصنوعی توګه پښتانه په برخو وويشی خو پښتانه چې نه يوازی ګډ تاریخ ، ګډه ژبه ، او ګډ کلتور لری بلکی جغرافيائی وحدت هم جوړوی . دغه کرښه په عمل کې نده مراعت کړی او بې له پاسپورته يو د بل سره تګ راتګ لری . څنګه چې د هند د نيمی وچی څخه د پيرنګيانو په وتلو سره د ډيورنډ توافق لیک د ولسونو د حقوقو له مخی په اوتوماتيکه توګه د اعتباره لويدلی و ځکه چې په کومه موخه چې دغه توافق منځ ته راغلی وو هغه موخه له منځه تللی وه ، نو د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند په1993 ع کال د نوامبر په دولسمه نیټه دغه توافق ،چې هډو د اعتبار موده پکې نده ليکل شوی په رسمی توګه د تل لپاره لغوه اعلان کړ او د ردی کاغذونو ټوکرۍ ته ئې وغورځاوه اود نوامبر دولسمه نېټه ئې د پښتنو د يووالى د ورځى په نامه ونوموله. او ۱۹۹۳ راهیسی د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند هر کال د پښتنو د يووالى ورځ په مختلفو بڼو کې لمانځى. افغانستان د ورونو قومونوګډ کور دى او پښتون ډيره کى قام او مشر ورور دى نو پکار ده چې د افغانستان ورونه قومونه د پښتنو دقامى وحدت ملاتړ وکړى. پښتانه یو وجود دی او یو له بله نه شی بیلیدای. که د افغانستان او پاکستان حکومتونو نه غواړى چې په سيمه کې امن او سوکالی وى نو د پښتنو د يووالى لپاره دى کوټلى ګامونه واخلى . مونږ د افغانستان په اوسنى حکومت کی د هغه پښتنو څخه چې د پښتنو د حق تر نامه لاندى د پښتنو برخه خوری او په دولتى کورسیو ناست دى په کلکه غوښتنه کوو چې د پښتنو د حقوقو دفاع وکړى او پښتو چې د هيواد د ډیره کى قام ژبه ده د ښونى، روزنى او د فتر ژبه کړى پښتو وکړی او په زغرده پښتو ووائى ، پښتو وليکى تر څو د پښتو حق ادا او خپله زمه وارى تر سره کړى. د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند د ټولو پښتنو / افغانانو د پوهانو ، سياستوالو ، اديبانو ، شاعرانو ، ليکوالانو، ټولنيزو، ملى ، ولسی او دولتى سړيتوبونو ( شخصيتونو ) څخه غوښتنه کوى چې خپلى ژبې پښتو د ودى او پر مخ تګ لپاره کار وکړى چې نه يوازى پښتو ژبه مخ په وړاندى لاړه شى بلکه د پښتنو د قامى وحدت عزم پیاوړى شى . قامى وحدت زمونږ فطرى اوقانونى حق دى. پښتانه په سيمه کې يو ستر ځواک دى ، سيمى ته ثبات او امنيت بخښى، پغير د پښتنو د قامى وحدت، سولی او ارامۍ څخه په دغه سیمه کې امن او سوکالى نه شى راتللى نو د پښتنو ټولنيز ولسوګوند د نړۍ د سوله غوښتونکو او ډيموکراټيکو هيوادونو او ځواکونو څخه په کلکه غوښتنه کوى چې د پښتنو په بيا يووالى کې مرسته وکړى. د پښتنو يووالى په سيمه کې د امن او ثبات ځامن دى. په درناوی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشرتابه دفتر - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته