(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په سعودي عربستان کی دحج مراسم پيل شوي دي

[25.Nov.2009 - 21:00] ډیوه25/11/2009 د ټولې نړۍ څخه سعودي عربستان ته دحج دفريضې ترسره کولولپاره د ٢٥ؤ لکوڅخه زياتومسلمانودلبيک الهمه لبيک په شعارونوکې نن مني ته ورتگ پيل کړى دى اؤ دغسې دحج مراسم پيل شوي دي . ټاکل شوې ده سبا به خانه کعبې غلاف بدلولى شي. دخانه کعبې دپاره په نوي تيارکړل شوي غلاف دوه کروړه رياله لگښت شوى دى. دغوحج کوونکوته دسعودي دمکې ښارقطب ختيزکې د٦کلوميټره په واټن منى کې داسې خيمې ورکړل شوي دي چې ډزپرې اثرنۀ کوي. حج کوونکي به په منى کې دشپې تيرولوڅخه وروستو د زيارت په سحر دحج ترټولوستر رکن وقوف عرفات لپاره دعرفات ميدان ته روانيږي. سږکال دسعودي حکومت دحج کوونکوداسانتيادپاره دجمرات پل اؤ بيت الل دپراختياکار سرته رسؤ لى دى . دنړۍ د٢٥ؤ لکوڅخه دزياتو مسلمانانولخوا دحج ترسره کولوپه مهال دامنيت دپاره هم دسعودي عرب حکومت ځانگړي تدابيرنيولي دي اؤ د١٠٠ؤ څخه دزياتو هيوادونو حاجيان يې په ٦ؤ بيلابيلوډلو کې ويشلي دي . دسعودي حکومت دحاجيانو دتحفظ دپاره لږترلږه ٢١٠٠٠ مرستندويه کارمندان گمارلي دي چې هغوئ دهر رقم بيړني وضعيت دپاره چمتو ولاړ دي. سږکال دپاکستان څخه يولک اؤ ٦٥زره کسان دحج فريضه ترسره کوي اؤ دانډونيزيا څخه حج ته د ورغلومسلمانانوشميردنړۍ په ټولو اسلامي هيوادونوکې سيوا ښودل شوى دى. - فاروق فراق
بېرته شاته