(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپيښور ځانمرګى برید لږ تر لږه ١٠ کسان مړه او ۴٠ نه زیات ټپیان شوی دی

[07.Dec.2009 - 22:55] دغه ځانمرګى بريد دپيښورد گڼې گوڼې ځاې په جيل روډ دسيشن کورټ مخې ته شوى دى ژوبل کسان دتداوۍ لپاره دپيښور ليډي ريډنګ روغتون ته رسول شوي خو په ژوبل شوؤ کې هم دزياترو حالت مرګونى ښودل شوى چې له دې امله دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ده. دبمونو دخنثي کوونکو پوليسو له مخې په دغه چاؤدنه کې تر او ؤکلو ګرامو پورې چاؤديدونکي مواد کارول شوي وؤ. له بريد وروستو امدادي ډلې او امنيتي ځواکونو دپيښې ځايې ته ورسيدل او ټوله سيمه يې پخپله ولکه کې واخسته ددغه ځانمرګي بريد له امله دنزدې ودانيو شيشې ماتې شوي او نزدې ګڼ شمير ګاډي هم تباه شوي دي. دصوبی مشر وزير بشيراحمدبلور دپيښې په ځايې کې خبريالانو ته وويل ځانمرګى کوونکی په يوه رکشه کې راغلى ؤ او درکشې څخه دراکوزيدو وروستو يې د سيشن کورټ په لوري منډه کړه. هغه وويل امنيتي ځواکونو دځانمرګي دمخې نيولو لپاره په هغه ډزې وکړې او ځانمرګي خپل ځان پسې تړلو چاؤديدونکو موادو ته انفجار ورکړو چې له امله يې درنه چاؤدنه وشوه. ښاغلي بلور په دغه بريد کې د پنځوؤ کسانو دوژنې پخلى وکړو او وې ويل دد٣ؤ عسکرو په ګډون 20ؤ څخه زيات کسان ژوبل شوي دي. همدغه راز دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک په کراچۍ کې خبريالانو سره خبرو کې دپيښور دبريد په هکله وويل ترهه ګرو په سوات او جنوبي وزيرستان کې ماتې خوړلې ده چې له ماتې وروستو په دغسې بريدونو کولو سره دقام حوصلې ماتول غواړي خو دقام حوصلې لوړې دي. رحمان ملک وويل دټول اسلامي امت علماء کرامو دځانمرګي بريدونو غندنه کړې او دا يې غيراسلامي ګرځولي دي. بايد وويل شي دپاکستان دپوځ لخوا په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد داکتوبر په ١٧مه نيټه دعملياتو پيل کولو څخه وروستو په قبائيلي سيمو، پښتونخوااو بيلا بيلو برخو کې دامن وضعه په چټکتيا سره خرابيږي او دتيرو څلورو ورځو په مهال دپنجاب ايالت په پينډۍ ښار او پيښور کې درامينځته شوؤ څلورو چاؤدنو له امله تر ٥٠ؤ پورې کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي. په دغو وژل شوؤ کسانو کې زيات شمير عسکر او پوځي افسران هم شامل دي، تیره ورځ دپيښور دتهکال په سيمه کې په حاجی ګل پلازه کی ديو غيرملکي ريسټورنټ ترڅنگ چاؤدنه کې ديوې ميرمنې په گډون لږ ترلږه درې کسان وژل شو ي او ١١ نور ژوبل شوي ؤ. دبمونو دخنثي کوونکو پوليسو مشر شفقت ملک وايي دغه چاؤدنه دکيميکلو په يو دوکان کې شوې ده. دچاؤدنې سره سم په نزدې يونائيټډ پلازه اؤ خواؤ شا ودانيو اور ولگيدو او گڼ شمير خلک په نزدې ودانيو کې داور له امله گير پاتې شول. دچاؤدنې سره سم پوليس او مرستندويه مامورين دپيښې ځايې ته ورسيدل او امدادي فعاليتونه يې پيل کړل. په پيښه کې ژوبل کسان دپيښور شيرپاؤ او جرنيلي روغتونونو ته رسول شوي دي. په کومه پلازه کې چې دغه چاؤدنه ترسره شوې هغې کې دوکيلانو دفترونه او گڼ شمير دوکانونه وجود لري دپيښور ډي سي او صاحبزاده انيس په دغه پيښه کې د٢ؤ کسانو دوژل کيدو او ٩ؤ نورو دژوبل کيدو تصديق کړى دى. دبمونو دخنثي کوونکو پوليسو مشر شفقت ملک دپيښې په ځايې کې خبريالانو ته وويل تراوسه په دغه پيښه کې دچاؤديدونکو موادو دکارول کيدو څه نخښې نخښانې نۀ دي موندل شوي. هغه وويل دغه چاؤدنه درنگونو په يو دوکان کې شوې ده چې دعواملو مالومولو هڅې يې روانې دي. ځينې عيني شاهدانو دغه دموټر بمي چاؤدنه گرځولې ده خو دپيښې په اړه دقيق مالومات نۀ دي روښانه شوي. دصوبی مشر وزير بشيراحمدبلور هم خبريالانو ته ويلي په چاؤدنه کې دبارودي موادو دکارول کيدو کوم ثبوت نۀ دى موندل شوى ، ځکه نو نۀ شي ويلى چې دغه يوه ترهه گريزه پيښه وه که اتفاقي واقعه.. Source: Deewa radio - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته