(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دارواښادحاجي حکيم خان مندوخېل دمړينې په څلوېښتمه ورځ ياد غونډه

[15.Dec.2009 - 13:15] دپښتونخواه ملتپال ګوندسنده له خوا په بلال آبادکراچۍ کي تېره ورځ دمرستيال مشرنزيرجان په مشري کي دارواښادحاجي حکيم خان مندوخېل دمړينې په څلوېشتمه ورځ دنوموړي په يادکي يوه ستره غونډه وسوه . چي په کراچۍکي مېشت په زرګونه پښتانه دګډون لپاره راغلي وو. غونډې ته دپښتونخواه ملتپال ګوندجنرل سکرټراکرم شاه خان،په کراچۍ کي دپښتون اېکشن کمېټې لوې جرګې مشرشاهي سيد،مرستيال مشرسليم خان ترين،ايالتي جنرل سکرټرصابرخان چغرزۍ،ايالتي مرستيال سکرټرسکندرخان يوسف زۍ،جانان افغان،داطلاعاتوايالتي سکرټرعبدالعلي غورغښتي،محمدصادق مندوخېل،نثارشاه ،دعوامي نېشنل ګوندايالتي جنرل سکرټرآمين خټک،نيازخان اودپيپلزګوندحاجي شاکرالله ويناوې وکړې.اوپه کي يې دارواښادحاجي حکيم خان مندوخېل خدمتونه په زرينوتورووستائيل.اودده مړينه ئې دپښتنولپاره سترزيان وباله. ويناوالودپښتنواوافغانانولپاره دخان شهيدعبدالصمدخان اڅکزي اوخداي خدمتګارباچاخان هڅې هم يادي کړې . اوزياته ئې کړه،چي دوي هغه فرنګي ته ماته ورکړې،چاچي ټول عرب اوعجم غلامان کړي وو. خوله بده مرغه نن پښتانه دژوندډيري ترخې ورځي شپې تېروي. که له يوې خواپه وطن کي اوربل دى .خوبلي خواپه کراچۍ کي دهندوستان مهاجرپردوي دطالب اوترهګروتورلګوي. پښتانه ترهګري په کلکه غندي،اوپه وطن کي د رواني ترهګرۍ ترشادپاکستان داستخباراتولاس دى .لاس ئې بايدلنډسي .اوپښتنوته دي هغه ټول حقونه بايدورکړل سي،کوم چي ئې پنجابى،سندهى،بلوڅ اوسرائکى لري . ږوب
[email protected] - رفيع الله مندوخېل
بېرته شاته