(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

«هڅه» لومړی ګڼه چاپ شوه

[15.Dec.2009 - 22:44]
د«هڅه» مجلی په چاپیدو سره د پښتنی کولتور په بڼ کی یو بل ګل وغوړید. له لندن څخه خپریدونکی پښتو میاشتینئ مجلی لومړئ ګڼه چی په ۵۴ مخونوکی په ښکلی ډیزاین کی چاپ شوی د پښتنو پوهانو او لیکوالانو سياسي، اقتصادي اوادبي او(څیړنیزو) تحقیقی مضامينو او لیکنو او شعرونو ته پکی ځای ورکړل شوی. د «هڅه» مجلی چیف ايدیټر ښاغلی شیرزاده ساجد او ایکزیګیټیو ایډیټر ئی ښاغلی عبدالرحیم روغانی دی. د مجلی په ادرایه کی لیکی: ددی ادبی مجلی د اجرا نه زمونږ د هغه اواز غمازی کیږی ، کوم چی مونږ د پښتو، پښتون او د پښو ادب د سرلوړئ لپاره د زړونو په تل کی لرو. چونکه دا ګڼه زمونږ اولنئ ګڼه ده پدی کی به لوستونکو ته زمونږ کمزورئ ډیر په اسانه په نظر راځی، ځکه چی اولنئ تجربه دډیرو کمزوریو ډکه وی. د لوستونکو رائی او ښودنی مونږ د خپلی لاری مشالونه ګڼو. مونږ امید لرو چی ستاسود ښودنی مرسته به مونږ هغه مقام ته ورسوی کوم کی چی به مونږه د یوی اعلی معیاری ګڼی چاپ کولو او نړئ ته وړاندی کولو جوګه شو. د وخت په کوتاهئ او ابتدائی هلو ځلو په وجه مونږ هم پوهه یو چی پښتو خط په املا کی به د کمپوزر نه ډیری غلطیانی شوی وی د هغی بخښنه غواړو.
د هڅه مجلی بریښنا لیک [email protected] HASSA 128a Wailer Avenue, Luton Lu49rs London-England - شیرزاده ساجد
بېرته شاته