(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جرمني کې د پښتنو ټولنیز ولسیز ګوند درنو ملګرو!

[17.Dec.2009 - 08:31] خبر شوم چې ستاسو په همت او کړوا د تېرې میاشتې په پنځلسمه نېټه د پښتنو د یوالي پرتمین جشن ونمانځل شو. د ویاړ ځای دی چې دا خاوره د تاسو په څېر پیاوړي ځامن لري چې له ګران هېواد نه زرګونه میله لرې د ولس د یوالي ارمان لمانځي. له بده مرغه چې ما ستاسو د مهربانۍ بلنه د جشن نه نږدې یوه میاشت وروسته ایله دوه ورځې مخکې تر لاسه کړه. د دې لامل کېدای شي دا وي چې په دې وروستیو کې برتانیه کې د پوستې مامورینو پراخ اعتصاب درلود چې د پوستو د ځنډ لامل شو. زه هیله لرم چې که ژوند ملګرتیا کوله په راتلونکي جشن کې به مونږ له لندن څخه هرومرو ګډون کوو. تاسې ته د دې ستر کار په ترسره کولو یوځل بیا امبارکي وایم. تاسو دې خدای لري شهسوار سنګروال نیازی د افغان ادبي جرګې مشر لندن - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته