(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسد اباد، خاص کونړ او ماڼوګي کی به د کرکټ لپاره میدانونه جوړ شی

[17.Dec.2009 - 13:24] پژواک: د کونړ والي په دې ولايت کې د ولايتي بيارغونې ډلې په مرسته د کرکټ د درېيو لوبغالو د جوړولو اعلان وکړ. والي سيد فضل الله وحيدي دغه اعلان د ليندۍ په ١٧مه، په اسعد اباد ښار کې په هغه غونډه کې وکړ، چې د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې د دوو کونړيو لوبغاړو په وياړ جوړه شوې وه. د کرکټ ملي لوبډلې تېره اونۍ په متحده عربي اماراتو کې د اسيا د دولسو هېوادونو ترمنځ د شل اوريزو سياليو اتلولي، لاسته راوړې وه. په دغو سياليو کې د ګډون کوونکې ملي لوبډلې دوه لوبغاړي، عبيدالله کونړى او باچا حسين د کونړ اوسېدونکي دي .د کونړ د ولايت د مقام لخوا نن ددغو لوبغاړو په وياړ په اسعد اباد کې يوه لويه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې والي سيد فضل الله وحيدي، په دې ولايت کې د پي ار ټي قوماندان، قومي مشرانو، سوداګرو او د کرکټ د مينه والو په ګډون ١٥٠٠ کسانو په کې برخه اخيستې وه. د کونړ والي غونډې ته په خپله وينا کې وويل، چې ملي لوبغاړو په ټوله نړۍ کې د خپل هېواد نوم روښانه کړى دى .هغه زياته کړه، چې په دې ولايت کې د کرکټ لوبې د ودې او پرمختګ لپاره به د پي ار ټي په مرسته، ډېر ژر د درېيو لويو ميدانونو (لوبغالو) د جوړولو کار پيل شي . وحيدي وويل چې دغه ميدانونه به د ولايت په مرکز اسد اباد، خاص کونړ او ماڼوګي ولسواليو کې جوړ شي . د پي ار ټي قوماندان وويل، چې لوبغاړي د سولې سفيران دي او دوى تل د سولې لپاره کار کړى دى . هغه زياته کړه، چې په راتلونکيو څو ورځو کې به د دوى په مرسته د ولايت په کچه د کرکټ سيالۍ پيل شي . د ملي لوبډلې يادو شويو لوبغاړو له والي، پي ارټي او د کونړ له خلکو مننه وکړه، چې د دوى په وياړ يې غونډه جوړه کړه او دوى يې وستايل . د کونړ والي په پاى کې دغو لوبغاړو ته د٥٠زرو افغانيو په ارزښت، هر يوه ته د سرو زرو مډال په غاړه کې واچول . د يادونې وړ ده، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ګڼ شمېر نړيوالې اتلولۍ ترلاسه کړي، خو دغه لوبغاړي په خپل هېواد کې د لوبې او تمرينونو لپاره کوم رسمي ميدان نه لري . راپور دخان ولي سالارزى اسد اباد پژواک خبري اژانس - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته