(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جرمنی کی د الحاج وکیل عبدالجلیل ملنګ د فاتحې خبرتيا

[23.Dec.2009 - 13:42]
د لوی او بخښونکي خدای په نامه
د افغانستان دولسی جرګی د دیارلسمی دوری وکیل ، قومی او ولسی مشر او د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری او څارنوال محمد نعیم خان مشر ورور، حاجی عبدالجلیل ملنګ چی په وکیل ملنګ ئی شهرت درلود د خپلی ورپیښی ناروغئ له کبله د ۲۰۰۹ ع کال د ډسمبر د میاشتی په ۲۲ مه نیټه د سهار په یوولسو بجو لدی فاني نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی. انا لله و اناالیه راجعون
دارواښاد حاجی وکیل عبدالجلیل ملنګ جنازه د کونړ وﻻيت د خاص کونړ په ولسوالئ کی په خپله پلرنئ هدیره کی خاورو ته وسپارل شوه. د ارواښاد کورنۍ او خپلوان پدی وسیله ټـولـو دوستـانـو ته خـبـر ورکوی ،چی په جرمنی کی د خـدای بخښلی حاجی وکیل عبدالجلیل ملنګ فـاتــحـه د ۲۰۰۹ عيسوي کال د ډسمبر د میاشتی په اوه ویشتمه ( ۲۷ مه )نېټه د يکشنبې (اتوار) په ورځ د ماسپښين له يوې بجې څخه تر دريو بجو پورې په لاندینئ پته اخیستل کیږی. د فاتحی ځای:
Event Palast Max Planck Strasse 9a 50354 Hürth - bei Koeln www.eventpalast.com
www.eventpalast.com
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته