(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مينه مجله چاپ او په ليکه شوه

[24.Dec.2009 - 20:49] د پښتونخوا له پېښور نه په پښتو او اردو ژبه خپرېدونکې مياشتنۍ ميني مجلې د دويم کال نهمه او لسمه ګڼه يعنې د ١٣٨٨ هجري نمريز کال د ليندۍ او مرغومي د مياشتو پرله پسې ګڼه چاپ او په ليکه شوه. هيله ده د قدرمنو مينه والو د پام او استفادې وړ به وګرځې او مونږ ته به د پښتو او اردو دواړو برخو په حقله خپل نظرونه ، وړانديزونه، انتقادونه او راې راولېږي. مونږ به يې په سر سترګو ومنو. همدا شان له ټولو قدرمنو لوستونکو په خاصه توګه د قلم له خاوندانو څخه غواړو چې د راتلونکې ګڼې لپاره خپلې د هر ډول نثري او نظمي مذهبي، قومي، ادبي، کلتوري، اجتماعي او سائېنسي ليکنې راوليږي چې پرې راتلونکې ګڼه لا زياته ښائسته او ښکلې کړو. . ستاسو د هر ډول ليکنو ته سترګې په لاره د مينې مجلې چلوونکې ډله پته: مياشتنۍ (( مينه )) پوسټ بکس نمبر 346پېښور (پښتونخوا) پښتو برېښناليک: [email protected] پښتو وېبپاڼه: meenapukhto.blogfa.com ټېلفون:7114546 ګرځنده:3459047584 - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته